د(دي څیت) [die Zeit] اُونیزه خپرونه دالمان دمعتبرو اخباروڅخه دی، چي په اونۍ کي یواردپنجشنبې په ورځ له (هامبورګ) څخه خپرپـږي. نوموړې خپرونه، چي دجولای په لومړې ورځ د۲۰۲۱ م کال کي خپره سوې په ۴۶تم مخ کي ئې غټ لیکلي وه: وتل [Der Abzug].
اونيزه خبرپاڼه لیکي: وروسته تر دوولسیزودغرب سرتیروافغانستان پېرېښود. شالید ئې په شمېرسره ګورو:
هغه دندي چي د ساتني اومرستي لپاره وې اوبهیرئې لا هم روان دی ۳۶ هېوادونو برخه پکښي اخستې وه.
امریکا ۲۵۰۰ سرتیري المان ۱۳۰۰ »» ګرجستان ۸۶۰ »» انګلستان ۷۵۰ »» رومانیه ۶۱۹ »»
ترکیه ۶۰۰ »» پولیند ۲۹۰ »» مغلستان ۲۳۳ »» پرتګال ۱۷۴ »» هالند ۱۶۰ »» ټوله: ۷۴۸۶ سرتيري د دې وو مصرف د ۲۰۰۱ څخه بیا تر۲۰۲۰ پوري:
دامريکا مصرف ۸۱۵،۸ میلیارد دالره($) ــــ [هرمیلیارد مساوي دی په زرمیلیونه]
د المان مصرف ۱۲،۲ میلیارد (€)
دبشري مرستي لپاره الما د۲۰۰۱ څخه بیاتر ۲۰۲۰شلم میلادي کاله پوري ۴۲۵ میلیونه (€)ئې په اختیار کي ورکړي وي.
ماموریتونه او دندي: دوې لسیزي جګړه او سوله. (OEF) له ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري.
(Operation Enduring Freedom) دایولومړنی غټ عسکري اوپرېشن وودامریکایانو « جګړه په مقابل کي د یرغلګرو»
(ISAF) له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴ م کال پوري.(International Security Assistance Force)دا د امنیت، ساخماني جوړښت اوتیاري لپاره وو د «ناتو» تر هدایت لاندي. دوی دنده لرله چي افغان حکومت حمایه کړي.
(Resolute Support) له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۱ م کاله پوري. دا د«ناتو»ماموریت په جنورۍ کي د۲۰۱۵ م کال نه پایل سوی اود (Isaf)په تعقیب باندي ئې کارشروع کړ. آساسي کارئې: روزنه، مشوره او حمایه کول دافغاني قوا وو وه.
دجګړې قربانیان: شمېره د وژل سوو ملکي خلکو په ۲۰۰۹ م کال کي ډېر پورته تللی چي په متوسط ډول سره تر ۳۰۰۰ پوري په کال کي تخمین سوی.
دغربي سرتيرو وږل سوو شمېره: (۳۵۸۶) ته رسي. دالماني وږل سوو سرتیرو شمېره (۵۸) ته رسي.
د مرسته کونکو وژل سوو شمېره (۴۴۴)کسو ته رسي. د ملکي خلکو وژل سوو شمېره (۴۷۲۴۵) کسو ته رسي. د امریکایانو د وژل سوو سرتیرو شمېره (۲۴۴۲) ته رسي. د وژل سوو ژورنالیستانو شمېره و (۷۲) کسانو ته رسي.
د افغاني وژل سوو سرتيرو شمېره د(۶۶۰۰۰ــ ۶۹۰۰۰ ) پوري رسي.
(۴۰۰۰۰۰) ــــ داخلي کورني کډوال چي په ۲۰۲۰ م کال کي احصائیه اخستل سوي؛ له پایله څخه د دغه کال (۱۰۰۰۰۰)له جګړې نه کډوال سوي.
آساس د دغي جګړې حمله وه پر ۱۱مي دسبتمبرپر(ټاور) باندي دامریکا په ۲۰۰۱م کال کي.
دجګړي دوام له ۲۰۰۱م کال نه بیا تر ۲۰۲۱ م کال پوري.
یوه لنډه کتنه پروتلودغربیانو دسرتیرو او په دغه مهال کي د دوي دماموریت د دندي، کار او ځاني تلفاتو او اقتصادي تاوانونه په پورته معلومات کي ورکړه سوي دي.