وایې چې یو دهری دهارون الر شید۷۸۶-۸۰۹ م دربار ته ورغی او ویې ویل چې ترټولوغټ لوی عالم را وغواړه زه ورسره مناظره کوم اوزما دلایل به هرڅوک ومنی چې نعوذ بالله خدای ج وجود نه لری .هارون الرشید امام ابو حنیفه ع ۷۶۷م ته خبر ورکړ.امام وعده ورکړه چې په بېړه اوفورا راځم ولې له ډېر ځنډ وروسته راغی خلیفه د ناوختی دلامل پوښتنه وکړه .امام صاحب وویل چې زما کور ددجلې د سیند پر غاړه دی او کله چې دسیند غاړې ته راورسېدم کومه کښتی/بېړۍ نه وه خو یوڅو تختې یوځای کې پرتې وې.
دالله ج په قدرت سره تختو کې حرکت پیدا شواو یو یو دخپل خای څخه پورته کېدلې اوبلې سره پیوسته کیدلې او یوه معمولی بېړۍ ترې جوړه شوه زه کې کښیناستم او دادی دلته راغلم.دهری غږ وکړ بیلکل دروغ او لافې وهې !داڅنګه امکان لری چې کښتۍ جوړونکی نه وی اوکښتۍ خود بخوده په خپل سرجوړه شی؟
امام صاحب ابوحنیفه علیه الرحمة وفرمایل:کله چې یو وړوکی شی چې کښتۍ ده بېله جوړونکی نه جوړیږی نو بیا دا غرونه ،ستوری،لمر او سپوږمۍ ،خمکه ،سمندر او نور کاینات خود بخودڅنګه جوړشوی او ددې دحرکت او موازنه ،کنترول او نظام د چا قدرت دی اوڅوک یې ملاک دی؟
الم یجعل الارض مهدا والجبال اوتادا............
دهری غلی او خجالت پاتې شو.
دالجزيرې په پروګرام کې مې دافغانستان داوسنی حالت ،اخ اوډب په اړه د یوه امریکایی سفیر-له واشنګتن،دسولې استازی -له کابل، دښځوپه استازیتوب یوه مټکوره- له کابل په خبرو اترو کې ولیدل چې هر یوه یی جلا اجندا او ادعا درلوده. دپروګرام کوربه له دریواړوکسانو پوښتنې وکړې.خو دامظلوم ،شهید ،یتیم ولس تریوه وخته پورې هرچا ګروګان نیولی دی.زموږ تولنه کې له بده مرغه دیو پاسپورته ،دوه درې..... پاسپورته ،عالم ، جاهل ،ملامت نا ملامت،ګناهکار،جاسوس او دوه مخی،کمونست اواخوانی توپیر نشته .ټول یو وزن لری چې من دی اویو نرخ لری .له بلې خوا داړیکو برخه تکنالوژی دومره چټکه کړې چې دافغانستان کړکیچ نه تقریبا دجاوېد امرخیل سندره جوړه شوې :پاڅېږه وطنه! .......... اصلا بین الافغانی باید تعریف ، مانا ،مفهوم او معیاری محتوا ولری دبین الافغانی اهمیت ،دسپلین ، ارزښت دهېواد د زعامت په کچه را څرګندیږی .افغانستان یو هېواد دی نه د استعمارچیانو او نغاره وهونکو دهاها وهې هې طبېله!عجیبه وخت شو ددموکراسی دکتورین هم لکه دترګمۍ سپی په اټکل غافی . دغه ډول کسان ډیر فیشنی غږیږی، خوددوی خبرو کې اصلا د مسلک ، پوهې او سوچ درایت نه لیدل کیږی .بین الافغانی یوازې یو خالی عنوان او دکچالو ټا په دکاغذ بر مخ نه ده. او همدارنګه دیوه لوری طرحه نه ده ،دیوې لوری ګټې او حقوق نه دی په بین الافغانی کې دملت ټول اقشار،کتله او نفوس مستقیمه برخه لری. شخصی عقدې او ګیلې بین االفغانی ده نه بین الا فغانی . داسمه ده چې مېډیا ډیر کارونه اسانه کړی خو اخلاق ،دسپلین،مراعات ، شخصیت او دټولنې هویت ساتل درناوی زموږ بین الافغان بنسټ جوړوی .موږ باید دخبرو وخت کې ملی او اسلامی مسولیت او برداشت ته ډېره پاملرنه وکړو ولو که مخالف هم یو.پوهه او القاب یو د بل سره ډېر توپير لری. ما دیو جنرال او لوی درستیز وړاندیزونه چې واوریدل باور وکړی یو ماشوم هم خپلو خبرو کې په دې نزاکت پوهیږی چې څه ووایی؟ که نه دومره ستارې په دې څارویو باندې زوړندی دی لکه چې توله دنیا یی فتحه کړی وی.توانا بود هرکه دانا بود زدانش دل پیر برنا بود!