داشغال او استقلال دجنګ شغالان غواړی دسولی ټپوسان سی

کله چه امریکایی غلو دافغانستان استقلال او ازادی ووژل او بیا دطالبانو دآزادی غورځنک یی په مقابل کی ودرید امریکایانو هغه تروریست او ترهګر بلل او داخلی بی ضمیره اخییستل سوی خولو دا شعارونه په ویاړ بدرګه کول. دشلو کالو نه وروسته اوس ثابت شول چه امریکایانو دترهګری الزام څومره بیمعنی او پوچ وو، او اوس ګورو چه  هغوی دپرونی ترهګرو سره کینی او دهغوی سلاوو ته ضرورت لری. 

په یوه تعبیر امریکانو دخپل اشغال په ورځ دافغانستان آزادی ووژله او طالبانو دهغی دبیرته راژوندی کولو په خاطر شل کاله مسلح قیام وکړ. پردیپال کسانو ته دا سخته ده چه دا حقیقت ومنی خو امریکایانو منلی او دا ده اوس یی دسولی نغاری پیل کړی چه مونږ تراوسه هغی ته دخوشبینی په اساس خپل نظرونه وړاندی کړی. 

دا چه اوس دسولی ډنډوری آخری مرحلی ته رارسیږی داسی ښکاری چه سوله دصلحی معنی نلری بلکی د امنیت او یا دانګریزانو په وینا د peace  له ټکی سره تړون لری. امریکایی اشغال او دهغه افغانی اداره او نور خیراتخواره چه رنګ رنګ سازمانونه یی جوړ کړی غواړی دسولی ترنامه دآزادی قیام مړ کړی او په ډول ډول خبرو داشغال دوام نورهم ټینګ کړی. مونږ دسولی دا منفی اړخ احساس کړی وو او دهغه دمخنیوی لپاره مو زیاتی خبری لیکلی وی.

اوس چه دماسکو دغونډی اعلامیه وینو، او دترکیی دغوندی لپاره طرحه ګورو او بیا یی په مقابل کی ددوحی دسولی ماتول او یا دماتونی امکانات وینو نو ویلای سو چه دامریکایانو په خبرو بنا دواړه دسولی او صلحی راتلل مشکل دی. امریکایان بیا هم په دی فکر کی دی چه طالبان بیعقل دی او کولای سی هغه خطا کړی. خو کیدای سی دامریکایی ناپوهو او دداخلی سقاویانو او نورو مردارخوارو داسی ګمان به بیا هم درواغ سی او طالبان به ګوندی ددوی دچلو او منافقت نه اګاه وی. که زما اټکل رښتیا سی نو دبیا جنګونو امکانات زیات دی. 

بیا هم، هغه خبره چه تراوسه رښتیا ده هغه داده چه دافغانستان کړکیچ دیو نامعلوم مسیر په خوا روان دی چه هم مسلمانان او هم ځینی مردارخواره پکی په اټکلو باندی بنا خبری لیکی او یا نشروی. 

مونږه مردارخواره هغه کسان بولو چه دخپلی ګټی په خاطر یی داشغال لپاره لیاره هواره کړه او بیا یی اشغال ته خدمت وکړ. داشغال مرستیال عاملین باید دوه ډلی وبولو: (۱) ددوهمی سقاوی رهبران او (۲) دمدنی سازمانو (استعماری خزندی) چلونکی. په دی کی دښخو سازمانونه چه دڅو مشخصو بیکفایته او شخصی مفادو غوښتونکی کسانو نه ډک دی هم شریک او ترټولو زیات یی داشغال ملاتړ کړی او لا کوی.

داولی طبقی خلک چه غله  وو اشغال قوی کړ او داشغال په ټولو جنایاتو کی شریک او لا یی ترهغو زیات جنایات کړی. په دی خاطر او دایدیالوژیک اختلافاتو په بنست نو اوله طبقه ددوهمی ډلی له خوا همیشه غندل سوی او لا هغه غندنه یی روانه ده. سقاویان شرمیدلی او لا پسی به وشرمیږی. خو دا بیشرمه کسان اوس هم روان دی چه داشغال او سولی په دوره کی مساوی حق الزحمه ولری. نو له دی خاطره کوشش کوی دریښتیا صلحی مخنیوی وکړی. 

مدنی سازمانونه بیشمیره دی. ځینی مزدوران دی او نور خیراتخواره. ښځینه سازمانونه او دبشر دحقوقو سازمانونه هغه مخکښان دی چه داشغال ایدیالوګان باید ومنل سی. دا هغه کسان دی چه دسولی په دوره کی امتیازات غواړی او بیا دصلحی سره مخالف دی. ددوی شلکلن لاسته راوړنی دادی چه له اشغال نه امتیازات واخلی او دطالبانو بدنامی وکړی. دوی دافغانانو په غم کی ندی. هغوی صرف ددولت دملاتړو خدمت کړی او یا دهغو سره تړلی مشکلات یی ویلی دی. هغه افغانان چه ددولت لخوا زیانمن سوی او یا دکلیو په ساحو کی مړه سوی او زخمیان سوی او یا زیانمن سوی هغه دوی ته مطرح ندی. دوی ته دا مهم ندی چه ولی ټول ملت ددولت له خدمتو نه بی برخی ده. دوی دداسی حکومت طرفدار دی چه دزور او قدرت سمبول وی. دفساد او بیقانونی مرض ورته عادی ښکاری. ترڅو چه ددوی امتیازات وی او ددولت په چوکییو کی برخه ورکړل سی ولو دکفایت له پلوه دهغو وړ نوی دوی دداسی فاسدی اداری غوښتونکی دی. 

که صلحه راسی او طالبان وی نو دداسی استعماری خزندو امتیازات به له مینځه ځی. او همدا دلیل دی چه له پاک حکومت نه دوی فاسد حکومت ته خوشاله دی او ددیموکراسی او ښځو په درواغځنه نمایندګی خپل جیبونه ډکوی. 

دا پورته کسان چه اوس خپل امتیازات په شک کی وینی نو دسولی په پروسه کی ځان شریکول غواړی او دصلحی دنه راتلو لیاری لټوی.