په افغانستان کې د سولې او جګړې معادله څو مجهوله ده، ځکه پیچلې او ګرانه ښکاري، اما د هرې څومجهوله معادلې په څیر د حل لاره لري: د جګړې د معلومو ګډون کونکو څخه، نامعلوم ګډون کونکي هم معلومولی شو. ټول جګړه کونکي، چې د جګړې له ډګر څخه ووځي، په میدان کې سوله پاتې کیږي.

د جګړې دوې اساسي مخالفې خواوې: یوې خوا ته طالبان او بلې خواته امریکا جمع د افغانستان، په اصطلاح، اسلامي جمهوریت دي. عام ولس- څرګند د امریکایي اشغال ضد دریځ لري. شمالي ټلواله، د خپلو ټولو اپوزیسیوني اکټونو سره سره، د افغان حکومت یواځنی پوځي مټ دی. دا د جګړې معلوم اړخونه دي.

د جګړې نور ګډون کونکي مجهول دي، ډیر نه معلومیږي، چې په کومه خوا کې جنګیږي:

د پاکستان دولت ښکاره د امریکا ستراتیژیک همکار، د انګلیسي استعمار جانشین، په عین زمان کې د طالبانو ایډیالوګ او استراتـژیست دی. د معادلې په دواړو خواوو کې مجهول شتون لري؛
ایران په ښکاره د امریکا ضد سیاست لري، د فاطمینو سرلښکر او ټولو شیعه ډلو مربي دی، اما  عیناً لکه امریکا، د ایران په دولتي او مذهبي چوکاټ کې صیهونستان دومره فعال حضور لري، چې په حقه  د یهودو دویم ټاټوبی، د صیهونستانو ښي لاس ګڼل کیږي؛ پدې معنی، چې د افغاني جګړې د معادلې په دواړو خواوو کې مجهول، اما فعال رول لوبوي؛
روسیه تراوسه پورې، په خپل جیو-پولیتیک کې، افغانستان د خپل نفوذ ساحه ګڼي. په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان باندې د امریکا په لښکرکښي کې د لودیز نژدې همکار وُ، د امریکایي یرغل قومانده، په قزاقستان کې، د روسیې پوځي پایګاوو تر څنګ وه. سربیره پردې روسیه د شمالي ټلوالې، چې د امریکا په خوا، د جګړې غوره لوبغاړی دی، اساسي ملاتړی او تمویلونکی دی. اوس د طالبانو نړیوال ملاتړی هم دی، یعنې نه یواځې د وسلو په راکړه-ورکړه کې، بلکې د جګړې په دواړو خواوو کې، په دیپلوماسۍ او څارګرۍ کې خورا سرپټی فعال رول لري.
هند او چین د افغانستان په جګړه کې مخامخ برخه نه لري. هغوۍ پدې جګړه کې خپل آسونه چاغوي، د وسلو سوداګرۍ یې ښه رونق پیداکړی دی؛
په افغاني جګړه کې، د فراماسونری نړیوالې شبکې رول، د نړۍ د ټولو غوره سیاسي، اقتصادي، پوځي، استخباراتي، مذهبي، ایډیالوژیکي، آن فرهنګي او علمي جریانونو اصلي استقامت ورکونکي په توګه، تر ټولو غوره، ترټولو پیچلی، او تر ټولو مجهول او مرموز دی. ددې مجهول د معلومولو،  په دومره لوړه ریاضي د چا سر نه خلاصیږي . 
د افغاني جګړې د دومره پیچلتیا سره سره، د سولې له پاره سیاسي اراده په ټولو خواوو کې محسوسیږي. د سولې له پاره سیاسي اراده د جګړې ختم له پاره (جګړه  په قهرآمیزه وسایلو سره، د سیاست ادامه یې په څیر) لومړی او غوره شرط دی.