زما دتیری نوی لکنی وروسته (چه په ټول افغان او دافغان جرمن آنلاین نشر سو) دامریکا دیوه نامعلوم مرکز چه په پوهنتون سره معرفی کیږی په نامه استاد (زمان) دښځو دآواز دتحریم په هکله اتی بوتی ویلی وی. ماهغه بیا په تاند کی تراعتراض لاندی ونیولی خو دناځوانه تاند مسئولینو هغه وروسته له څه وخته سانسور کړی وی. دا چه زه دتاند او افغان جرمن آنلاین سره څه اوږده دنظر داظهارولو سابقه لرم او هغه چه دامریکایی اسلام یا دبشر دحقوقو منفی اړخ پکی ویل سوی وی سانسوروی نو نن سهار می دزمان دلیکنی داعتراض لیکنه له ځان سره وساتله. هغه وو چه زما شک رښتیا سو او اوس ماشام یی ړنګه کړی. دا چه زمان غلطی خبری کړی او دهغه خبره باید جواب سی نو زه خپله لیکنه دلته نشر وم. هیله ده هغه کسانو چه دزمان لیکنه ویلی وی نو بیا څه تکلیف وکړی او دهغه لیکنه بیا ووایی او بیا زما خبرو ته متوجه سی. هغه کسانو چه تروسه نده ویلی نو هیله خپل چرت خراب نکړی څګه هغه دیو مسلمان لپاره ګمراه کونکی ده. 

زمان په تاند خبرپانه کی لیکلی دی:

«د ښځو له خوا د ترانی ویلو د تحریم لپاره نه دلیل موندلای شو او نه تاوان په کې پیدا کولای شو، مګر دا چې د یو ظلمانی ذهنیت له مخی د پیغلو ښځو ترانه ویل او آواز اورېدل حرام ګڼل شوی وی»

زما جواب: [له کم تعدیل سره]

زمان سیب ډیره غټه دعوه دی کړی او بیا دی هسی چټیات لیکلی مګر خپله خبره دی نده ثابته کړی. دا دامریکایی اسلام دمبلغینو شاهکار دی بیا تکرار کړی. 

ستاسو مقدمه او یا پایله، نه پوهیږم تاسو په کوم نیت لیکلی وی، له موضوع سره ډیر لیریتوب لری. علمی او منطقی لیکنه داسی نه وی. 

دښځو دغږ اوریدل یو[ه] کیسه ده او دغټو جینیو ترانه بله خبره. دا چه سره غوټه کوی نو اول دغوټی محتوی او دغوټی دتړلو غاړی او تارونه باید روښانه ووایی. تاسو دا علمی اصل یا پریښی او یا باندی پوه نه یاست. خو دمعتبرو اول نمره پوهتنونو استادانو داسی لیکنی باید دهغوی ددیموشن یا درتبی دټیټوالی سبب شی. استادی دنوی افکارو او نوښتو په لیاره ترلاسه کیږی او هغه فکر چه دهغه دیسپلین له لوجیک او منطق سره برابر نه وی هغه فکر دنشر نه بلکه د تفدانی په مینځ کی داچولو لیاقت لری. 

اوس به ووایو: ظلمانی ذهنیت څه دی؟ څوک دا خبری کوی؟

دتریمپلر نه رانیولی بیا تر ایلومناتی او فراماسونی تحریکو پوری هغه کسان چه دصلیبی عیسویانو سره تړاو لری او دمسلمانانو سره دښمنی او اسلامی افکار یی غلا کړی او بیا یی دهغه په مقابل کی استعمال کړی وی داسی اصطلاحګانی استعمالوی. دکلیسا دجهل پرده یی داسلام دعقلانی افکارو په قیچی پریکړه او اسلامی نور یی بیا تحریف او مسخ او اوس یی دمسلمانو علماوو په خلاف هم استعمالوی. دیو مسلمان نه داسی خبری دعیب خبره ده. 

دنامحرمو ښځو غږ اوریدل او دهغه تحریم

تاسو دحدیث شریف دغلطی املاء سره نوری غلطی هم کړی دی. 

هغه کسان چه په فقه پوهیږی هغه د انما الأعمال بالنیات حدیث شریف داستدلال په ځای هم پوهیږی. دا پورتنی حدیث د اخروی ثواب په هکله دی نه دجنایی اعمالو او دهغو دمجازات. پوهیږی چه دا دواړه ډیر سره لیری دی. 

حرام دوه ډوله دی: جنایی حرام چه دنیاوی مجازات لری او بل دیانتی حرام چه جزا نلری مګر داخرت په ورځ ملامتی لری. تاسو دا نده ویلی او دا ستاسو نقد او تقریر سسته وی. 

اوس ګه حرام په اخروی معنا واخلو نو د حدیث شریف سره سمون خوری او کیدای سی دا خبره دښځو له ترانو سره ارتباط ولری. نو تاسو باید ویلی وای چه اخروی او یا دیانتی ګناهی صرف په نیت باندی ولاړی دی. او دنیاوی ګناه په نیت، عمل، تسبیب، او ضرر. دا نه ویل په بیعلمی او که په تزویر دلالت کوی هغه به تاسو ته پریږدو. 

تاسو په هسی چټیاتو خبل بابولالی پوره کړی او دخپلی خبری په خلاف مو دا لاندی ایت ندی ویلی چه دهغه پټول دیهودو خاصه ده:

فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَعْرُوفاً

[دا آیت دری برخی لری: یو شهوانی غږ نه نهی کول، دوم دنهی سبب، او دریم معمول غږ. دمعمول غږ او په هغه ګڼیدل ممنوع ندی.]

دلته دنبی علیه السلام دکورنی له دی نه منع سوی چه خپل اواز داسی ټیټ کړی چه هغه دنارینه په زړه کی دهوا او هوس آرزو راوتخنوی. دا امر دټولو مسلمانو ښخو ته هم دی. 

دلته دښخو دنرم او شهوت پارونکی غږ جوړول په خاصه توګه تحریم سوی. ددی حکم تعمیم دقانونی اصولو سره سم دټولنی دشهوتخواهی پخلاف راتلای سی. دا خو واضحه خبره ده چه دمیوزیک دنیا دشهوت په محور راڅرخی او هلته دښځو او نارینوو استعمال هم هم دیوی آلی په توګه روان دی. دشهوتی دنیا یعنی دغرب دښځو استعمال او هغوی دزیاتو شهوانی حنایاتو لپاره عرضه کول به ظلمانی فکر وی او که دښځو ساتنه له داسی ظلمانی جامعی نه ترسره نسی نو بیا دآزادی او مساوات خبری هسی دروغ خبری دی. امریکایی اسلام داسی ظلمانی جامعه په مسلمانانو تحمیلوی. زمان دا فرق نکوی چه دمسلمانو په جامعه کی ښځی دشهوت لپاره استعمالیدی او داسی شهوانی کار ښځو نه کاوو.

که نن سبا مسلمانان غربی پیښی کوی نو دلته بیا دنر او ښځی فرق نسته. هغه کار چه دشهوت لپاره کیږی هغه به حرام وی که هغه دښځو نڅا او ساز وی او یا دهلکانو رقص او ساز. دا خبره به په قیاسی استدلال ولاړه وی، ځکه دقران پورتنی امر دشهوت دله مینځه وړلو لپاره راغلی. دا چه کاپټلیزم دشهوانی دنیا نه ګټه اخلی زمان یی په ډولو رابولی. 

زمان ډیری نوری سستی خبری کړی. مونږ دلته یوازی دوه خبری کوو:

دشهوت لپاره اواز ویل او په نخرو خبری کول دپورتی حدیث له مخی دیانتی ګناه ده. اخروی مجازات لری. که ښځی او یا نارینه بیا په ډاګه په دی پروژو کی برخه اخلی نو هغه بیا له شخصی ګناه نه وزی او دیو فاسدی جامعی په جوړولو کی اشتراک دی چه کیدای سی مجازات هم وزته وټاکل سی. هرڅوک پوهیږی چه اسلام مدافعی سیستم دی ترڅو ضرر کم سی او غربی سیستم جزایی دی چه اول باید ضرر راسی بیا مجازات. له دیکبله دجرم تعداد په غرب کی زیات دی او کم مجرمیین مجازات سوی دی. 

دغټو جینکیانو ترانی. زمان دکاپیټلزم په تنګنظری کی دا فکر نسی کولای چه افغانستان غرب ندی. دافغانستان ارزشتونه بیل دی او د غرب بیل. دافغانستان کلیوال مسلمانان دی او ددولت تعلیمی نظام دفساد او کفری عقیدی په نامه یادوی او په دی دلیل خپلی لوڼی نه ورلیږی. داخلاقی فساد شیوع او دکورنیو ویره چه دهغوی لوڼی به دلیوانو خولی ته ولویږی بل دلیل دی چه باید دمعارف وزارت دهغه په هکله فکر وکړی او دزمان غوندی متعصب افکارو ته غوږ نسی.