دحقوقو داصولو سره سم حق او واجب لازم او ملزوم دی. که یو کس حق لری نو دهغه په مقابل کی باید واجب هم ولری. البته دا اصل دکوچینیانو په هکله رښتیا نده. کوچینیان دمور په نس کی او بیادزوکړنی نه وروسته ترلسمه کاله پوری ځینی حقونو لری خو د واجب نه مستثنی دی. دا حقوق دهغوی دژوند او بدنی او عقلی رشد سره تړلی دی. کوچینیان وجائیب نلری: دا پدی چه هغوی ترلس کلنی دښو او بدو توپیر نسی کولای. دکوچینیانو ژوند دجنایی قانون له مخی په څو دورو ویشل شوی: دلسو نه تر دولسو یوه ابتدایی دوره ده او بیا له دولسو تر څورلسو دوهمه او له څلورلسمه تر شپاړسمه دریمه چه بیا تراتلسمه کاله اخری دوره ده. دکوچینیانو وجائب دهغوی په عمر ولاړ او تدریجی زیاتیدای سی. 

دکوچینیانو دوجائیبو نه استثناء دهغوی په عقلی رشد باندی متکی ده. دهمدی وجهی نه هغوی ښه انتخاب نسی کولای او دبد کردار او بدعمل په صورت کی دهمدی ناقص العقلی په خاطر دخپلو اعمالو په جزاء نسی محکومیدای بلکه دهغوی دشر دمخنوی په خاطر هغوی تربیتی ځایونو ته لیږل کیږی. کله ناکله دهغوی دبدو کارو دتاوان بار دهغوی په کورنیو اچول کیږی. 

دقانون له مخی دکوچینیانو تربیه او عقلی رشد دکورنیو په لاس کی ده. هغوی دخپلو کورنیو مذهبی او عنعنوی کلتور دخپلو کورنیو په چاپیریال کی زده کوی. په اسلامی قانون کی دا منلی او دا حق له کورنیو نه اخیستل کیږی. په سیکیولره یا بیدینه ټولنو کی دا حق دولت له کورنیو نه اخلی او په مکتب او یا مدرسه کی دولت په هغوی خپل سیاسی او ایدیالوجیک نظرونه په هغوی تحمیلوی. داتلس کلنی نه مخته که یوکورنی دخپل کلتور په اساس له کوچینیانو سره داسی یو چلند وکړی چه هغه دبیدینو له ایدیالوجی سره تضاد لری نو بیا دولت له کورنیو نه ددوی حق سلبوی او د کوچینیانو ساتنه او تربیه په خپل لاس کی اخلی او کوچینیان داسی کسانو ته سپاری کوم چه ددولت لخوا پیژندل سوی وی. دا چه په کوچینیانو دا څومره بد تاثیر لری او یا ولی دکورنیو دمذهبی او کلتوری حقوقو احترام ونسی بله خبره ده. 

دا پورته تفصیل په دی ولیکل سو چه وپښتو، ایا په نړیوال قانونو کی کوچینیان آزادی لری؟ آیا کوچینیان باید دبالغو انسانانو سره مساوی سی؟ که یوکس دلیږ فکرکولو خاوند وی نو دهغوی جواب به دا وی چه: نه کوچینیان نه آزادی لری او نه مساوات. په دی پسی تړلی بل سوال باید وسی چه ایا کوچینیان باید آزادی ولری؟ دیو مفکر او معقول انسان جواب باید دا وی: نه دا معقوله خبره نده. دا په دی دلیل: 

آزادی هلته راتلای سی چه یو کس ددوو لیارو نه یوه په خپل فکر غوره کړی. دا انتخاب ددواړو لیارو دآخر یا منزل په اساس وکړی. که هغه انتخاب دکورنیو په اشاره او یا ددولت په خواسته وی نو هلته بیا آزادی نشته بلکه یو کوچنی دیوی بازیچی په توګه او یا طوطی په توګه خپل انتخاب ښیی. کوچینیان د خپلو کړووړو آخر نه پیژنی او له دی کبله باید ووایو چه هغوی یو علمی انتخاب نلری. 

په پورته دلیل باندی متکی ویلای سو دکوچینیانو حقوق دکورنی په چاپیریال کی ساتل کیدای سی او ددولت مداخله بده ده. دپورتنی دلیل په اساس نو هر هغه کس چه دعوه کوی کوچینیان د آزادی حق لری یا خو په خپله خبره نه پوهیږی او یا دخپل تعصب منفی برخه په دروغو پټوی. که دا متعصب په دولت پسی تړلی وی او یا ددولت دایدیالوجی ملا وی (دسیکیولرو ټولنو اوسنی ملایان دبشر دحقوقو مبلغین او کارکونکی دی) نو دوی دکورنیو په حقوقو تجاوز کوی او له هغوی نه هغوی بشری حقوق (کورنی، مذهبی، کلتوری، سیاسی، اقتصادی) په دوکه او دروغو غصب کوی. 

په افغانستان کی دکوچینیانو دحقوقو ساتل داسلام په چوکات کی ښه لیاره ده. دافغانستان دمعارف دوزارت دترانی ویونکو جنکیو دهدایت په هکله د بشری حقوقو دارګان عکس العمل دپورتنی استدلال په بنسټ نامعقول ښکاری. هغوی ویلی دی چه د وزارت هدایت دکوچینیانو څخه دهغوی دحقوقو او آزادیو او مساوت اخیستل دی. ځینی نوری حلقی بیا دا طالبانیزم بولی او په دی توګه دسیکیولیزم اجندا په نه نوی (۹۹٪) مسلمانانو تحمیلوی. دا کسان نه دحقوقو سم تعمیل غواړی او نه د دیموکراسی په اصلی مفهموم باندی ولاړ حکومت غواړی. دوی نه پوهیږی هغه چه دوی طالبانیزم بولی هغه اسلام دی. یو افغان باید اسلام په طالبانو ونه پیژنی او نه اسلام دطالبانو په نامه بدنام او دطالبانو ترنامه لاندی پټ کړی.  

افغانستان غرب ندی. نه افغانستان عیسوی او هندو اکثریت لری. عیسوی او هندو فلسفی داسی ارزشتونه نه لری چه هغه ددولت په سیکیولر اوبیدینی باندی اعتراض وکړی. افغانستان مسلمان ملت لری او اسلام او سیکیولریزم په اکثر دولتی کارو او قانونی مسئلو کی دیو بل ضد دی. نو په همدی دلیل که یو کس دیموکراسی غواړی نو هغه باید دملی ارزشتنو انعکاس وکړی نه دغربی بیدینه فلسفی. 

که یوکس رښتیا اصلی دیموکراسی ته تمایل لری نو دافغانستان دمعارف وزارت دهدایت سره باید مخالفت ونکړی. هغوی خپله پالیسی دافغانانو دکلتور او مذهبی عقایدو په اساس ترتیب کړی او دا دوزیری دسیکیولرو په دنیا کی د  آزادفکری او نوښت نښانه ده. کیدای سی په دی توګه دافغانانو توجه و زنانه تعلیم ته بیرته را جلب کړی او هغوی مطمئن کړی چه دولتی تعلیم دهغوی لوڼی کفر او فساد نه تربیه کوی. هغوی اطمنان پیدا کولی سی چه تعلیم د اسلامی اصولو سره امکان لری او په دی ډول کورنی سولئیز توازن نه مختلیږی او دهغوی دلوڼو اینده په افغانی ټولنه کی نه خرابیږی. دمعارف وزیره باید اطمنان ورکړی چه دترانو دویلو په پلمه او یا دهغه کار په دوران کی جینکیانی او هلکان د ناروا جنسی اړیکو نیولو ضمینه پیدا نکړی او یا پدی توګه د مسلمانو لوڼی دجنسی لیوانو په دړو زخمی نسی. 

دلوی خدای درحم په هیله