زموږ په کلي کې د ګوډاجان په نوم يو ځوان ژوند کولو، دغه ځوان په رښتيا ډېر شتمن هم وه، بله ورځ د خپلو ملګرو په منځ کې نامزاد شو، چې وروسته له نامزادۍ څخه دوستانو او ملګرو ته ګوډاجان امر وکړ، چې له ښار او بازار څخه زما د واده د مراسمو لپاره هرڅه راوړی ترڅو مې واده ښه په درز، ډنګ او ډول سره تېر شي.
دغه ځوان هم له هر کلي او هر ځايه ملګري او دوستان خپل واده ته راوبلل او ښه لګښتونه د خپلو مېلمنو لپاره وکړل ترڅو يې خلک واده ته ګوته په غاښ شي، چې څومره مست، له ساز او سرود نه ډک واده دغه سړي د خپل ارمان د پوره کولو لپاره وکړ.
لنډه دا ديګي د يوه پخواني او زلزله وهلي دېوال لاندې بار شول او اشپزان دي، چې ګرد تاوېږي ترڅو ښه پخلی وکړي او مېلمانه په دوي ښه و وايي، دا څومره لايق اشپزان دي، چې داسې خوندور خواړه په خپل هنر سره د ګوډاجان مېلمنو ته تيار کړل. څرنګه، چې غرمه نږدې شوه او مېلمانه له هرې سيمې او کلي د ګوډاجان د کور په لور را روان دي ده هم خپلو اشپزانو او ځوانانو ته امر وکړ، چې نور په ډوډۍ اچولو پيل وکړئ ترڅو مېلمانه عذر شي اشپزانو په کار پيل وکړ، غوري قابونه چالان شول، هرې خوا غوښې او کبابونه سره له پيپسيانو مېلمنو ته اېښودل کېږي.
مه کوه په دې وخت کې يوه سپۍ په دغه پخواني او زلزله وهلي دېوال روانه ده، د هېڅ چا ورته پام هم نه دی په دې وخت کې د سپۍ پښه له دېوال څخه خويې شوه او لاندې د غوښې په ديګي کې ولوېده او هر څه يې مردار او خراب کړل کله، چې ګوډاجان دا حالت وليده نو سپۍ ته يې وکتل او ورته يې و ويل سپۍ د ګوډاجان واده به تېر شي خو تا ښه ونه کړل.
اوس راځم اصلي خبرې ته درنو سياستوالو د جمهور رئيس داودخان د حکومت له ړنګېدو را په دې خوا رهبرانو، خلقيانو، پرچميانو، کمونستانو، طالبانو، داعش او اوس په دوحه کې مېشت ډلو هغه څه له دې ملت سره وکړل، چې سپی به يې په مړۍ وانه خلي، مرګونه رهبرانو د جهاد او حورو په بهانه وکړل، کودتاګانې خلقيانو، پرچميانو او کمونستانو وکړې، د جنت حورې ټولې طالبان ځان ته غواړي او په دوحه کې د خليلزاد په مشرۍ د افغانانو بې ځايه وينې بهېدل هېڅ کومه معنی نه لري. دا هغه څه دي، چې دې خلکو لومړی د مردارستان (پاکستان) په ګټه او بيا د امريکا د خوشحاله کولو لپاره په افغانانو دا څلوېښت کاله وکړل.
موږ هم سوله غواړو، زده کړې ته اړتيا لرو، طالبه، رهبره، داعشه موږ مسلمانان يو، د هېواد پرمختګ غواړو، افغانان نن له لوږې مري دا څرنګه اسلام او قرآن دی، چې ته يې ماته په سپينه جامه، توره لنګۍ او پنځه لوېشتې ږېرې سره بيانوي، زه يوه افغانه او مسلمانه يم، زه مجبوره يم چې له داسې ډلو نور واټن ونيسم، تاسو په کومه ګناه تېره اونۍ ژورناليستانې و وژلې، هغوۍ هم درد درلوده، وينه يې درلوده، له هغوي، هم مور او پلار او ټولې کورنۍ ډوډۍ غوښته، ته په کوم آيت او حديث مسلمان يې زه نارې وهم، چې موږ مسلمانان يو، سوله غواړو خو تاسو يې نه مني، زه هم مجبوره شوم، چې په داسې نيوکو لاس پورې کړم، اسلام دومره سخت دين نه دی څومره، چې ما په اتلس کاله تحصيل او طبابت کې ولوستلو، اسلام په نړۍ کې يو بهترين دين دی، ولې دا موږ ته رهبرانو، داعش او بيا طالبانو د پاکستان د حکومت په اشارې دومره سخت کړ.
نن چې د نواز شريف لور سر تور سر د مردارستان (پاکستان) په اسلامي حکومت کې د عمران خان د حکومت په خلاف بيانونه ورکوي او وايي دغه حکومت ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، زما د هېواد مېرمنې څنګه په دې جرم ستا په دوره کې له زده کړې بې برخې شوې، په کومه خوله ته بيا د افغانستان د خپلولو او حکومت کولو دعوه کوې، ته د دې لايق نه يې چې د افغانستان شل کلنه لاس ته راوړنه لکه د ګوډاجان د واده په څېر د مردارستان (پاکستان) په مشورې يوځل بيا په لوی سيند لاهو کړې.
طالب جانه زموږ په سولې پسې زېړی ده، د روس هغه تور تاريخ لږ مطالعه کړه، چې هغه دلته يوه درنه ماتې وخوړه، هغه کله تاته په رښتيا سوله راولي، هغه يوځل په افغانستان کې مارانو خوړلی، هغه ستا د ګرمولو لپاره موقت حکومت غواړي، راځه د افغانستان بيرغ لکه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي په ډول درې رنګه تور، سور او شين کړو، چې هېوادوال مو په دې پو شي، چې تاسو سوله کوئ، ما ستاسو تګلاره مطالعه کړه، چې يوه خور مې شريفه زرمتۍ له تاسو سره په دوحه کې ټوله ورځ د سولې دعوې کوي خو تاسو يې ورسره نه منۍ زه او خاوند مې اېمل افغان ستاسو له لاسه خپل پلارني ولايت شين لغمان ته دا لس کاله کېږي، چې نه شي تللای، په دې بهانه چې موږ مسلمانان او بيا د هېواد په ګټه ليکنې کوو.
که چېرته افغانان د افغانستان جګړې ته د يوې تېروتنې او يا د اسلام د ګټلو په سترګه وګوري نو ټول کورني او جمعه بهرني سياستوال به هم په دغه تېروتنه کې شامل وګڼل شي او هغه سياسي لوبغاړي چې د سردار محمد داود خان جمهوري نظام يې سکوت کړ او د نوموړي کورنۍ يې په شهادت ورسوله ټول بايد نن په دار شي.
دا به له تاريخ او حقيقت سره يوه ستره جفا وي که چېرته و وايو افغان مشرانو چې واک ته ورسېدل هېڅ ډول تاوتريخوالی، ظلم، بې ګناه ځورونې او نور نه وي کړي، بلکې د افغانانو په سرونو همدې مشرانو مېخونه و وهل، د ښځو سينې همدې مشرانو پرې کړې، د مکروريانو له شپږم منزل نه پېغلو د خپلو عذتونو د ساتلو لپاره ځانونه وغورځول، نور هغه جنايتونه دي، چې زما په ګډون يوه افغان مېرمنه به هم دا خيانتونه او جنايتونه ونه بخښي او له ټولو نه غټ او ستر خيانت، چې وکړه هغه پخواني ولسمشر حامد کرزي وکړ، چې دغه خلک يې د امريکا په ډالرو مست کړل او د عدالت مېز ته يې راکش نه کړل.
افغانانو ته په کار ده، نور په داسې کړنو او احساساتي ليکنو او شعارونو لاس پورې کړي، چې د طالب په خوله هم لاس کېدي او شمال ټلواله او جمعه د غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي بوټ پاکان له سياست څخه لرې کړي، ترڅو داسې يو نظام او سوله راشي، چې دغه د مردارستان (پاکستان) ټولې غلامې ډلې په کور کېنوي.
رهبرانو ته د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي هم د سولې وړانديزونه کړي وه، خو هغوي د پاکستان په خوښه دغه وړانديزونه ټول رد کړي وه او جګړه يې غوښته، چې اخر نتيجه دا شو کابل په وينو ولمبېده او رهبرانو په کې مېلې او چړچې وکړې، پاکستان خپل اهداف ترلاسه کړل، چې بلاخره ښاغلي ډاکټر نجيب الله احمدزي هم د نظار شورای له لاسه په کې سر وخوړه او طالبانو و وژلو دا هغه ترخه حقايق دي، چې زما په ګډون يوه افغان مېرمنه به هم دا حالت هېر نه کړي، چې د ښوونځي په لور به روانه وم له هر لوري به د جهادي مشرانو له لاسه د کابل په ښکلي ښار ميزايل او راکټونه اورېدل.
څومره، چې ما د افغانستان سياسي، خود غرضه او د پاکستان غلامې ډلې د خپل ژوند په اوږدو کې مطالعه کړې نو افغان ملت دې د دې هيله او تمه ترې نوره نه کوي، چې دوي به د ملت په ګټه سوله راولي او د طالبانو او جهادي رهبرانو په راتګ سره به يو بشپړ سوله ييز او اسلامي نظام رامنځ ته شي، خو دوي هسې يوه بهانې لټوي او غواړي د ډاکټر نجيب الله احمدزي د حکومت کانه يوځل بيا مردارستان (پاکستان) وکړي او دغه شل کلنې لاس ته راوړنې نن د طالب په جامه کې په لوی سيند لاهو کړي.
نننۍ جګړې په افغانستان کې خلکو ته هغه څه په ميراث پرېښودل، چې خلک يې د ښاغلي ډاکټر نجيب الله احمدزي او له هغه څخه د وړاندې حکومتونو په ارمان کړل، ځکه مرګونه، رهبرانو، طالبانو او داعش وکړل، کورنۍ جګړې روانې دي، کابل د کنډواله کېدو په حال کې دی، د خلکو عزت په يوې مړۍ ډوډۍ پسې لوټ شوی، مرګ ژوبله ورځ په ورځ ډېرېږي، دا ټول هغه څه دي، چې ملت له داسې خلکو نور واټن نيسي او کوښښ کوي غربي نړۍ ته مخه کړي او خپل ځان په امن کړي.
زه نور خپلو خبرو ته د پای ټکی ږدم دا وه د افغان سياستوالو ناکامه څلوېښت کلنه سياسي لوبه، چې د ګوډاجان له واده سره تشبې شوه او هغه واده يې هم په خوشحالۍ نه بلکې په غم بدل کړ او ګوډاجان تر نن ورځې د سپۍ له ذات څخه خفه ده او يوه مړۍ ډوډۍ هم ورته نه اچوي ځکه ښه خاطره ترې نه لري.