کله چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه  پر نړیوال کچ یوه منصفلنه ازاده پریکړه وکړې، دا به د نړیوال قضایی عدالت، د انساني حقونو او د بشریت یوه ستره تاریخي بریا وي.
د جرمونو نړیوالي محکمې غړو انګریز حقوقپوه کریم خان د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال ټاکلي دی. هغه چې هر څومره زر خپل کاري دفتر ته لاړ شي، د بشري حقونو وکیل به سختي پرېکړې وکړي. کیدای شي هغه د خپل کاري دندې په موده کې د اسراييل او متحده ایالاتو د پوځیانو په وړاندې د جرمونو نړیواله محکمه دایره کړي.
بریتانوی کریم خان د جرمونو نړیوالې محکمې نوی څارنوال په داسي حال کې ټاکل شو، چې په نیویارک د 132 هیوادونو استازو د اوږدې خبرو اترو او بحثونو ورسته د هغه په اړه دا پرېکړه وکړه.
د لومړۍ ځل لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د غړو دولتونو استازې په دې ونه توانیدل، چې په یوه نوماند باندې په ګډه هوکړې ته سره ورسیږي. په دې ورستیو کې د دې مهمې دندې د ټاکنو لپاره څلور نوماندان ولاړ وو. خان په دویم پړاو کې د 72  رائیو په تر لاسه کولو سره وټاکل شو. د ایرلنډ حقوقپوه ښاغلی فیرګل ګینور 54 رائې ترلاسه کړي. 
دغه  نوی لوی څارنوال د دې محکمې لپاره دنده په یوه خورا حساس وخت کې په غاړه اخلي. دغه محکمه په فلسطین او افغانستان کې د تر سره شویو جنګې جرمونو په اړه د پلانو شویو پلټنو او څیړنو له امله تر لوی سیاسي فشار لاندې ده. دا محکمه کولي شي د اسراییل یا متحده ایالاتو د پوځي پرسونل په وړاندې قضایې دعواې هم پیل کړي. 
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکایې وګړو په وړاندې د احتمالي پلټنو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې په څارنوالانو باندې یو شمیر بندیرونه لګولي وو. ټرمپ د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا امنیت او بهرنۍ سیاست ته یو فوق العاده ګواښ ګڼلي وه. ټرمپ یو اجرائیه فرمان صادر کړي و، چې له مخې یې د جرمونو نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او ډیپلوماتیک بندیزونه او امریکا ته په سفر کولو محدویتونه لګولي و. په هر صورت چې و، د نیویارک یوې محکمې د پلټونکو سفر او پلټنې منع کړي وې.
خان د یو مخکښ نوماند په توګه ټاکنو ته دریدلي و. خان وسمهال د ملګرو ملتونو په استازیتوب په عراق کې د اسلامي دولت یا د داعیش جهادي ترهګري ډلې د جنګي جرمونو د پلټنو کمیسیون مشري کوي. هغه د نازی جرمني د جنګي مجرمینو پر وړاندې د نورنبرګ د محاکمې په څېر او په بنسټ د یوې محکمې غوښتنه کړي وه.
خان د لیبیا د پخوانی واکمن معمر القدافًي زوی سیف الاسلام مدافع وکیل هم پاتې شوي و. هغه په نړیوال جرمي قانون کې د یوه څارنوال په توګه، د جرمونو نړیواله محکمه کې او په نړیوالو جنایې محکمو کې د مدافع وکیل په توګه د سترې عالي نړیوالې تجربې خاوند پیژندل کیږي. د جرمونو نړیوالې  محکمې کتونکي، څېړونکي او کارپوهان خان د یو لوی وکیل او په ویرونکي ډول یو هوښیار، ځېرک ستراتیجسټ ماسټر په توګه تشرح کوي یا پیژنې. کریم خان د نهه کلنې دورې لپاره وټاکل شو. 
 کریم خان د ګمبیا هیواد شپیته کلنه لویه څارنواله میرمن فاتو بېنسودا ځایناستي کیږي. هغه نهه کاله ورسته د جون په میاشت کې له خپلې دندې لیدي کیږي. د دې نوی لوی څارنوال لومړې پرېکړې به څه وي. ؟  
د بېنسو د خپلي کاري دندې په موده کې د واشنګټن غوسه راوپاروله. د سپتمبر په پیل کې د متحده ایالاتو حکومت په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو لپاره د متحده ایالاتو سرتیرو پر وړاندې د تحقیقاتو په لړ کې د دوی او قضایه قوې په وړاندې او د بشپړتیا او همکاري څانګې مشر په وړاندې بندیرونه اعلان کړل. 
د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال یوازې یو ځلې د یوې مودې لپاره ټاکل کیږي. 
په 2002 کال کې د جرمونو نړیوالي محکمې بنسټ ایښودل شوي دي. د هالنډ په ډڼ هاګ کې مېشته د جنګي جرمونو نړیواله محکمه د بشریت په وړاندې جرمونه او د توکمې وژڼو یا جینوسایډ جرمونو پلټنې او محاکمې کوي. 
د امریکا متحده ایالات، روسیه، اسراییل او د چین دولتونه د جنګي جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پیژنې. د جرمونو نړیواله محکمه باندې سختې نیوکې کیږي، چې دغې نړیواله محکمه د خپلو پلټنو ټول پام د افریقا بیوزلو، غریبو  او کمزور دولتونو یا هیوادونو ته اړولي دی. 
د جرمونو نړیواله محکمه باید په افغانستان کې د جنګي جرایمو ادعاوې وڅېړي او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او د نور جنګې ډلو نه بښوونکی جنګې او د بشریت ضد جرایم پر نړوال کچ د جرمونو په نړیوالې محکمه کې وڅیړلي، څو په افغانستان کې قضایې عدالت پلې شي او تلپاتې سوله راشي.
 
پای