دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره ‏پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې ‏په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې ‏دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو ‏کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.

يوه ډول مفغن او بل نامفغن :١_ ‏هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو ‏دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، ‏محکمه…. ٢_هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي ‏معنا بدلون نه مومي، نو بيادې په بدله بڼه وليکل شي، لکه خلق – ‏خلک، نقل – نکل، طمعه = تمه، قميس – کميس، قصه – کيسه، ‏بيعه – بيه، او داسې نور. او بله دا چې دغه کلمې، په پښتو ژبه کې ‏دومره کارول کيږي، چې د پښتو خپلې کلمې گڼل کيږي او د عربي په ‏بڼه یې پښتانه په اسانۍ سره نه شي اداء کولې،

په همده ډول يې ادا ‏کول اسانه دي نو بيادې په همدې ډول وليکل شي او ژبپوهانو هم ‏منلي ده خو يوازې يو څو د گوتو په شمار کسان دي چې دا خبره نه ‏مني او سختي يې رامنځته کړې  که موږ چيرې د عربي کلمې ټکي پر ‏ټکي ليکو نو عربان دې هم زمونږ ټکي هو به هو وليکي. لکه جاپان، ‏پاکستان، ننگرهار.چې جابان، باکستان او ننجرهار ليکي.
يوه خبره ‏د مخرج کوم، چې د تجويد په علم کې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال د ‏مخارجو زيات خيال ساتل کيږي او د حروفو د اداء کولو پر مهال د ‏خولې او غاښونو د مخارجو خيال ساتل اړين دى. مخرج زه په دوو ‏برخو ويشم : يو فطري او بل کسبي :فطري مخرج هغه ته وايي چې يو ‏ماشوم يې په فطري ډول په کورنۍ کې زده کوي. بل کسبي مخرج هغه ‏ته وايي چې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کيږي. يو حقيقت دا دى ‏چې که په يوې ژبې کې د کوم ټکي مخرج نه و د هغې ژبې د ويونکو په ‏خولې کې په فطري ډول دهغه ټکي مخرج نه وي. ټ، ډ، ڼ، ړ چې ‏پښتانه او اردو ژبي يې په اسانۍ سره ادا کولې شي، په خوله کې ‏مخرج په فطري ډول جوړ شوى دى خو فارسي ژبي او عربان دغه ټکي ‏بيخي نه شي ادا کولاى‎ ‎