درنو سياستوالو! تاسو ته په کار ده چې د خپل هېواد د آباد ولو او خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسۍ چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال را پيدا کړي چې ټول وطنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لاره کې يو شان برخه درسره واخلي او د ذمه وارۍ احساس په ننني حالت وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو.
وختونه تېر شول او کوښښونه ونه شول هغه عوامل او خنډونه ورو ورو له منځه تللي وای چې د تجربو له مخې په بېلا بېلو شکلونو دغو هدفونو ته د رسېدو مخنيوی کوي او په تېره بيا په هېواد کې يو داسې باوري امنيت، سياست، فرهنګ او کړنلاره چې مثبت اقتصادي او ټولنيز تحول ته په سالم ډول لاره هواره وي، ځوان کهول ته د مصؤنيت احساس ورکړي او د ناوړه او ارتجاعي ودې مخنيوی وکړي.
له دغو مراحلو تر تېرېدو وروسته بل هېڅ دليل پاتې نه دی چې دغه مقصد ته د رسېدو لپاره دې زموږ په هېواد کې د سولې په اړه نوې پاڼه په قطر کې وانه وړي.
موږ د خپل هېواد د راتلونکې نيکمرغۍ لپاره د يوې رښتينې او معقولې ديموکراسۍ له جوړېدو نه پرته چې بنياد يې د افغانستان د خلکو اکثريت ته په خدمت و لاړ دی بله لاره نه لرو او نه شته. زموږ په نظر د دغسې يوې اجتماعي او بدې سياسي وضعې اصلي بنسټ د خلکو د حقوقو پوره تامين او د ملي حاکميت په اصل باندې په قطر کې کامل اعتراف کول دي چې نه بايد دغه دوه لوی ټکي په پټ يا څرګند ډول هلته د غونډې په اجنډا کې زيانمن شي.
دغه پاکه هيله ده چې موږ يې څلوېښت کاله پخوادې ته اړ کړي يو چې د خپل ځان او خپلو ملګر وروستي نظريات او تګلارې خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو او د افغانستان د ملت د خير او نيکمرغۍ لپاره يې د پلي کېدو هيله په ننيو شرايطو کې له طالب چارواکو او حکومت څخه وکړو، خو دا چې د هغې مقدسې هيلې سره ولې د مملکت دې بې سرو سامانۍ ته وځي او زموږ هغه په نفس کمزوري مشران ولې له اصلي مقصد څخه واوښتل او په يوه غلطه لاره لاړل او روان دي دا بيا ځان ته يو ځانګړی بحث غواړي.
په هر صورت نتيجه دا ده چې هغه اميدونه او ښې هيلې په يوې داسې اړولې ديموکراسۍ بايد په قطر کې د دواړو له خوا بدلې شي چې له لومړي سره يې بنسټ په شخصي عقدو او شخصي او طبقاتي ښېګڼو په تقلب او دسيسو په دروغو او ريا کارۍ او د خلکو په غولولو ولاړ نه وي. خو د دغو ټولو تبليغاتو په همدې څلوېښت کلونو کې د اقتصادي او سياسي حالت د مطلقې ګډوډۍ او د مملکت د اداري اجتماعي او سياسي حالت د مخ په ښکته تګ هغه ترخه حقايق د افغانستان د ملت او بهرنۍ نړۍ د سترګو نه پټ نه کړای شول لنډه دا چې ديموکراسي يعنې د خلکو حکومت په يوه خپلسرۍ او انارشيزم او د مشروطه جګړه ييز رژيم په يوه مطلق العنانه رژيم بدلول دي او دغه دوه جګړه ييز قدرتونه چې حکومت، طالب او داعش دي او د خلکو غاړې ته ور لوېدلي دي او تفرقه اچول غواړي او حکمراني کوي چې اور يې بل کړی چې په دې وسيله د دې ککړې او خړې پړې او له بدبختيو او فقر او هلاکت نه ډکې فضاء په سيوري کې ناوړه مادي او ممکن سياسي مقصدونه تر سره کړي.
د هېواد په هر ګوټ او غاړو څنډو کې چې وطن پرستان دي دغه زړه دردونکی حالت يې په ډېرې خواشينۍ او غمجنۍ ګوري او د خپل وطن د حال څارنه کوي. په تېره بيا اردو دغه درد تر ټولو زيات محسوسوي او په دې اميد چې نن يا سبا به دغه فاسده ورانه ويجاړه دستګاه د ملت په دغه بدبخت حالت باندې پوه شي او د خپل ځان سمولو کوښښ به وکړي، ډېر صبر او حوصله په دې څلوېښت کلنه جګړه کې افغان ملت وکړه، خو نتيجې ثابته کړه چې دا هيلې بېخي بېځايه دي او د دولـت رژيم او تر لاس لاندې سياسي دستګاه دومره فاسده شوې چې د سمېدو آسره يې پاتې نه ده. نو ځکه ټولو وطنوالو په تېره بيا اردو او ملي پوليس دې ملا و تړي چې نور دغه فاسد نظام جوړ کړي او وطن له دې بدبختۍ نه خلاص کړي.
خبره داده هغه فاسد خلک که هغه طالب دی، يا داعش دی بايد له منځه لاړ شي کوم چې په دې ملت باندې نن سياسي ملنډې وهي او د اسلام له حقيقي روح سره برابرې خبرې کوي يعنې په دې توګه د جګړې دواړه خواوې وايې چې موږ مسلمانان يو هغه کې د افغان حکومت په دننه کې کوم کسان دي او که د افغان حکومت مخالفې ډلې دي ولې له ټولو نه نن جالبه خبره داده چې په قطر کې د افغان حکومت مخالفې ډلې له نننيو امريکايانو او بهرنيانو سره د سولې په بهانه خبرې کوي، ولې له افغان حکومت سره چې ساده سيده مسلمانان دي نه کوي نو اوس تاسو خپله پرېکړه او قضاوت وکړئ چې مسلمانان څوک دي؟ او کومه ډله د هېواد لپاره په ګټه ده په دواړو بايد سړی نن بد و وايي که ښه؟
زه نن د زړه له اخلاصه په سوله را وستونکو افتخار کوم او دا ورڅخه هيله لرم چې نور جګړه بس ده تاسي هم د ګران افغانستان بچي ياست او په دې کې د افغانستان او د افغانستان د ملت لپاره سر لوړي او نيکمرغي غواړو.
د افغانستان مېړنۍ اردو هر چېرې او دهېواد په هر ګوټ کې چې وي باور پرې لرو، خپلو وظيفو ته به دوام ورکوي د افغانستان د ملي حاکميت ساتنه او د امنيت تامين به کوي. همداشان متوجه اوسئ ترڅو تش په نامه د سولې پلويان په قطر او نننۍ افغانستان کې همداسې مات کړي.
نوی او راتلونکی نظام بايد طبعاً له ځان سره بنيادي اصلاحات راوړي چې تفصيل يې په دې لنډ وخت او دې مقاله کې امکان نه لري او په راتلونکو ليکنو کې به پرې بحث وکړو .
د افغانستان بهرنی او کورنی سياست نن بايد په بېطرفۍ، په نظامي ډلو ټپلو کې د برخې اخيستو او په خپله د افغانستان د خلکو په آزاد قضاوت له دې وروسته ولاړ وي چې موږ څنګه کولای شو خپل کارونه په خپله د بېطرفه نظام له لارې حل او فصل کړو.
زموږ له ملي کوښښ او هيلو نه په ډاګه څرګندېږي چې د هيلو ترسره کېدل تر ټولو زيات د نړۍ سولې ته اړتيا لري. هېڅ يو هېواد بې د نړۍ له سولې نه په خپلو هيلو بريالی کېدای نه شي.
څنګه چې موږ ځان له هر چا نه زيات د خپل هېواد د ترقۍ په لاره کې کوښښ ته اړ بولو نو تر هر چا زيات د نړۍ سوله او سلامتيا غواړو.
نو همدا وجه ده چې د افغانستان د سياست لومړۍ ستنه د سولې غوښتنه او د نړۍ له ټولو ولسونو او ملتونو سره دوستي کول دي.
په دې هيله کې له موږ سره د هېڅ يوه لوی، واړه لرې يا نږدې هېواد يا ولس هېڅ ډول توپير نه شته دغه خپلواکه اراده د افغانستان د ولس له آرزو ګانو څخه الهام اخلي. هغه عنصر چې د افغانستان د رواياتي بېطرفه سياست ته امتياز ورکوي د هغه څرګند صراحت او صميميت دی چې د افغانستان د ملي ارادې د خپلواکۍ نماينده ګي بايد له دې سولې وروسته وکړي.
په دې اساس له دوستو دولتونو سره افغانستان د دوستۍ اړېکې خپله مضبوطه سټه ټينګه ساتلې او د هغو په زياته پراختيا کې به د ديپلوماسي شخصي اړيکو او بين المللي همکارۍ له لارې کوښښ وشي او زموږ هيله داده چې له هغه نه مثبتې او عملي نتيجې واخيستل شي چې نن ورته افغان ملت په قطر کې سخته اړتيا لري.
راتلونکې سوله بايد د ملګرو ملتو د منشور اساسات چې مقصد يې د بشري نړۍ نيکمرغي او آرامي ده، ملحوظ او محترم وګڼل شي ترڅو افغانان هم د نړۍ د رسېدلو هېوادونو په ليکه کې وشمېرل شي.
بله په زهرو لړلې مړۍ او مسئله له تور پنجاب سره زموږ د روابطو په اړه چې يوازينی هېواد دی د پښتونستان د قضيې په سر ورسره يو سياسي اختلاف لرو او تر اوسه پورې د هغه په حل نه يو بريالي شوي د پښتونستان د قضيې د حل د لارې د پيدا کولو لپاره داځل بايد يوه دايمي پرېکړه ترسره شي چې هغه خپل کړو، ترڅو له دې شته بحران څخه خلاص شو.
په پای کې يوځل بيا په دغه ستر ملي بري سره چې هغه به د افغانستان د سولې د اعلان مسئله وي مبارکي وايم او له ټولو وطن پرستانو په تېره بيا د افغانستان د فداکاره اردو نه چې له هېڅ ډول خالصانه سعې او خپل وس او کوښښ نه يې ځان نه دی سپمولی د زړه له اخلاصه مننه کوم او خپل امتنان وړاندې کوم.
څرنګه چې د هېواد په ابادولو کې زموږ کوښښ اخر نه لري نو د هېواد له ټول ولس او په تېره بيا د ځلمي کهول د همکارۍ دوام زموږ د ټولو د زړه د تل غوښتنې دي او د هغو د حاصلولو پوره هيله لرم چې په دې برخه کې د زړه له کومې عملاً لاس په کار شي او نننی هېواد ګل او ګلزار کړي.