دا مهال په گردې نړۍ او په افغانستان او پاکستان کې په ميلونونو پښتانه ژوند کوي خو ژبه ېې دقانون له مخې له رسمي چوکاټه بهر ده که په افغانستان کې داساسي قانون د ١٦ مادې له مخې په نوم رسمي ده خو په عمل او کارنده برخه کې بيخي رسمي نه ده دافغانستان ټول دولتي کچ پر دري ژبه دى په يوازې او انفرادي ډول دې کار ته چې (پښتو) دې په بنسټيز ډول د اساسي قانون له مخې په ار بڼه رسمي شي نو دا کار ډله ايز ډول وي نو گټه کوي گډ غږ حکومت او ولس ته ژر رسي نو دچې اوس مهال (د ژبژغورنې ملي غورځنگ) دفبرورۍ پر ٢١ د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د مورنۍ ژبې د ارزښت په اړه غونډې ، سيمنارونه او نور پروگرامونه په پام کې نيولي نو دا يو گډ ملي غږ دى او د حکومت غوږ ته به په اسانۍ ورسي پښتانه دولتي چارواکي په خپلې پښتو مورنۍ ژبې ته ځير شي 
د يوملت د پيژندنې لپاره ژبه له ټولو مهم ارزښت دى ، دين پيژندنه ، پېښليک (تاريخ ) پيژندنه ، اقتصاد پيژندنه او شمير( حساب او رياضي) پيژندنه پر ژبه کيږي دا بايد پر خپلې مورنۍ ژبې (پښتو ) وي حکومت اړ دى پوهنې (علم) دودونې لپاره پر مورنۍ ژبې لارې چارې برابرې کړي 
دپښتونخوا په پېښور کې (د صابر رڼا ملگري تحريک) هم په همدغه ورځ دفبرورۍ پر ٢١ د پېښور دپريس کلب مخې ته يوه احتجاجي غونډه کوي چې دلته هم پښتو د تعليم دنصاب ،دعدالتي د( محکمې) ژبه وگرځي او صابر رڼا ملگري تحريک په همدغه ورځ ماښام به په پښتون کوټ کې د پښتو ژبې ارزښت په اړه د پښتو مشاعره هم وي ، پښتو يوه ژوندۍ ژبه ده خو خپل پښتانه يې له ناپوهۍ مړه گڼي 
په پېښور کې به نورې خورې او ورې غونډې هم وي چې په کې به د پښتو ژبې حق غوښتنې غږ پورته شي 
پښتون ژوندى قوم ( ملت) دى نو ژبه يې هم ژوندۍ ژبه ده خو د خپلو له لاسه له پامه غورځيدلې وه نوره به له پامه نه غورځول کيږي اوس به له نورو سيالو ژبو سره سياله وي 
په افغانستان کې به له دري سره برابره وي نور په چاته اجازه نه وي چې دا پښتو ژبه له قانوي رسمي دريځ څخه راښکته کړي

اوس د پښتو دارزښت په اړه د ‏ پروفيسوراباسين يوسفزي د( چغه) ترسرليک لاندې نظم راخلم ‏
چغه ‏
‏ليک: پروفيسوراباسين يوسفزى 
پښتو زمونږه ژبه ، زمونږ ځان ، زمونږ ژوندون دى ‏
پښتو زمونږ دوستور ،زمونږ تهذيب او تمدن دى ‏
پښتو ده ،چې رڼا، رڼا خبرې راته ښيى
پښتو ده چې انسان دترقۍ په لوري بيايي ‏
دا ښکلى ،ښکلى ژبه چې د شاتو نه خوږه ده
د ژبو په تاريخ کې پخوانۍ ده او سوچه ده ‏
کوټلى ده ، پراخه ده او ښه په تول پوره ده ‏
د علم هرې څانگې ته پراخه يې سينه ده ‏
مونږ ټول په دې پوهيږو دا په دې چې پښتانه يو ‏
واړه يو،که زاړه يو، نارينه ، که زنانه يو ‏
پښتو چې د پيړيو نه نړۍ کې ده گويانه ‏
پښتو چې ده د خپلو عظمتونو ثنا خوانه ‏
اشر ، غوبل ، جرگه ، حجره دنيا ته ما ښودلي ‏
د نن جمهوريت له بنيادونه ما ايښلي ‏
دا تيږه ،ننواتې ، ټولانه زما ايجاد دى ‏
د نيا کې چې د هرې يوې ټولنې ژوند پرې ښاد دى ‏
زما بچي تباه شول په تعليم د پردو ژبو ‏
بچى کله پوهيږي په تفهيم د پردو ژبو ‏
پردۍ ژبې دې زده کړي خو دا خپله ترې هيريږي ‏
په دې مې د تعليم دا هوښياران کله پوهيږي ‏
چې ژبه د چا سپکه شي نو قام خو به سپکيږي ‏
چې ژبه چا نه ورکه شي نوقام خوبه ور کيږي ‏
په هرڅه ښه پوره ده خو اته کروړه بچو کې ‏
پرته ده لا تراوسه دغټ جهل په تيارو کې ‏
زه نن د يو ليکوال په حېث په دې باندې پوهيږم‏
چې بې د دې نه زه د تباهۍ کوهي ته لويږم
يورپ دى ، امريکا ده ، چينيان که جاپانيان دي ‏
دا ټول د خپلې ژبې په وزر بره روان دي ‏
ترڅو چې رسنۍ ، سکول او روزگار کې پښتو نه وي ‏
ترهغې به د ژبو په قطار کې پښتو نه وي ‏
اوس بې د لارې تلل نه کيږي راشه اوس په لار شه !‏
دژوند په هره څانگه کې پښتونه اوس بيدار شه ‏!
زه هسې د خپل قام دې رهبرانو ته حيران يم ؟‏
د وخت د سياست دې هوښيارانو ته حيران يم ؟
پښتو د ټولو مور ده خو دا څه دي نافرمانه ‏
په خوله به پښتانه وي خو په زړه کې رو گردانه ‏
راځئ چې دغه ټولوته جولۍ وړاندې خورې کړو ‏
راځئ چې د پښتو په نوم دوى يوبل ته نيږدې کړو‏
راځئ چې دوى د ژبې په عظمت باندې خبر کړو ‏
ښکاره يې د خدمت په حقيقت باندې خبر کړو ‏
د زړه په غوږو واورئ زما دا يوه خبره ‏
ملاتړ وکړئ ، غيرت وکړئ ، راپاڅئ ښه په نره ‏
منکر له خپلې موره يې دا څنگه پښتانه يئ ؟
په شته مټو بې زوره يې دا څنگه پښتانه يئ ؟
داڅنگه ددې قام ددې وطن تاسو بچي يئ ؟
يا زه ليونى شوى يم يا تاسو ليوني يئ