ایمرجنسي روغتون کې یواځې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته کوالی شې چې خپل ناروغ وګورې ، زه هم تر ډوډۍ خوړلو وروسته روان شوم ، یوه نیمه بجه به وه ، چې هلته ورسیدم ، دروازه کې ډیر خلک ولاړ وو ، او تر لنډې تلاشۍ وروسته روغتون ته ننوتل ، په لست کې د خپل ناروغ د نوم تر پیدا کولو وروسته ورته ویل کیدل چې کوم لوري ته لاړ شي ، دغه روغتون کې یواځې د جګړې د ټپیانو درملنه کیږي ، نو ځکه کوم عادي روغتون ندی ، لدې ځایه د چا جنازه وځي ، او څوک په کې خپلې پښې یا لاسونه له لاسه ورکوي ، کوم بختور که لږ ژوبل وي او سم سلامت لدې ځایه لاړ شي ، روغتون ته ورغلم، ډول ډول ټپیان مې ولیدل ، لکه مخکې مې چې وویل ډیر بې پښو او بې لاسو انسانان لا هم د ژوندي پاتې کیدو په هیله په چپرکټونو پراته ول ، د هرچا سترګې نمجنې ښکاریدې ، د پیوازانو او ناروغانو خبرې لنډې وې او ژر به خلاصې شوې ، فکر کوم د یو او بل له حاله ښه خبر ول ، یواځې د غمځپلو او لمدو سترګو په اړولو او راړولو یې یو بل ته د زړه حال وایه ، خپل ناروغ سره مې ولیدل ، شکایت یې کاوو چې ډیر په تکلیف یم ، څو شیبې ناست ووم ، نور خپلوان مو هم ول ، د باندې حویلی ته ووتم ، په ویلچر یا د معیوبینو په بایسکل ناستې جینۍ ته مې پام شو ، یواځې وه ، کرار یې ژړل ، ورنږدې شوم، تقریبا د ۷ یا ۸ کالو به وه ، یوه سترګه یې پلاستر وه ، ترې ومې پوښتل لورجانې ولې ژاړې ؟ پلار مې ولې نه راځي ؟ کاکا ته ورته زنګ ووهه چې ژر راشي زه ورپسې ډیره خفه شوې یم . په مهربانۍ مې ورته وویل لورجانې زه خو ستا د پلار نمبر نلرم ، خیر حوصله وکه رابه شي .
نوم د څه دی ؟
زرلښته .
د کوم ځای یې ؟
د وردګو .
سترګه د ژوبله شوې ؟
لدې پوښتنې سره یې ، له خپلې سترګې پلاستر لرې کړ ، واخ لیدل یې ډیر سخت وو ، سترګه نه وه بس هسې خالي ځای یې ورته په پلاستر پټ کړی وو ، خپل نس یې را وښود زخمونه یې پلاستر وو ، د زړه درزا مې ډیره شوه ، تر لنډ سکوت وروسته مې وپوښتله .
څنګه زخمي شوې ؟
د کور مخکې مې له خپل ورورکي سره لوبې کولې ، په سرک د عسکرو ټانګونه تیریدل، طالبانو له کلي ورباندې ډزې وکړې ، هغوی هم ډ زې وکړې ، مونږ د کور پخوا منډه کړه، دروازې ته نږدې وو ، چې یوه غټه مرمۍ مو مخې ته ولګیده ، بیا نو پوه نشوم .
ورور د هم زخمي شو ؟
هو ، پلار مې وایي چې هغه یې پاکستان ته وړی ، هلته بستر دی .
هو رښتیا پلار د څه کار کوي ؟
هغه سراچه موټر لري ، له وردګو کابل ته خلک وړي او راوړي .
نور مشران ورونه لرې ؟
هو ، یو کور کې دی ، او بل شهید شو .
چیرته شهید شو ؟
نه پوهیږم ، عسکرو شهید کړی وو ، بیا یې چپرکټ کې د هغه مړی راوړ .
نو ولې شهید کړی وو ؟
خو طالب وو کنه ، پلار او مور مې هر وخت ورته ویل چې دا کارونه مکوه ، خو هغه د چا خبره نه منله .
خدای شته نور مې د هغې خوږې ماشومې د خبرو د آوریدلو توان نه درلود ، کومه خاصه پوښتنه مې هم زړه کې نه وه ، ستونی مې هم را ډک شوی وو ، د هغې سترګې د دروازې خواته پاتې وې ، یو دم یې چغه کړه ، هاغه ده پلار مې راغی ، لارې ته مې وکتل ، یو کس چې خړ کالي او تور واسکټ یې په تن وو ، او لاس کې د کیلو پلاستیک وو ، را روان وو ، راغی کوچنۍ او زخمي زرلښته یې غیږ کې واخسته ، په دواړو ژیړو غومبورو یې څو ځلې ښکل کړه ، دواړو یوه شیبه سره وژل ، خپل ډنګر او سپیره لاس یې څو ځلې د زرلښتې په ګرګوټي ویښتانو تیر کړ ، ما آوریدلي چې نارینه نه ژاړي ، خو دلته مې هغه هیڅ ملامت نکړ ، پوهیدم چې پخپلو اوږو څومره دروند غم ګرځوي ، او د زرلښتې دغه حالت ته خو د کافر هم ژړا راتله ، دا خو یې لا پلار وو ، بیا یې خپلې لور ته په تسلي ورکولو پیل وکه لورجانې ! ډیر ژر به لخیره سره رخصت شې خپل کور ته به لاړشو ، مورته به د ورشې ......
ما ورته وویل ، کاکا هغه بل زوی د څنګه دی ؟ سړي راته وکتل ، زه یې ونه پیژندم ، نه پوهیږم په زړه کې زما په اړه څه تیریدل ، په تعجب یې راته کتل ، پوه شوم چې پوښتنه مې بې رقمه وه ، بیا مې ورته وویل هغه زوی د چې زرلښتې سره یو ځای ټپي شوی وو ، هاغه ښایم ، او پوه مې کړ چې زرلښتې راته ټوله کیسه کړې ..... سړي سوړ اسویلی ویست ، زما خواته را روان شو ، له لاسه ونیولم ، له زرلښتې یې لږ لرې شولو ، په شمیرلو خبرو یې راته وویل ، ګلاپ هماغلته ځای په ځای شو ، په زرلښتې ډیر ګران وو ټوله ورځ به یې یو ځای ساعتیري کوله ، ځکه مو هغې ته په دروغو ویلي چې ژوندی دی او پاکستان کې بستر دی . ژړا ورغله او بیا یې وویل زه د خپل ګلاپ په جنازه کې هم نه وم ، زرلښته مې کابل ته راوړه ، او کلیوالیو په ګلاپ خاورې واړولې ..