«د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاء او یا مړینې په حالاتو کې ددې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم کار کوي.» (۱۳۸۲کال اساسي قانون:۶۰مه ماده)
اصلا دلته د تورو تیارو لړۍ روانه ده اوهرڅه دشخصی اړیکو ،پیسو ،ډلې اوټپلې ،زور او زرو او نه مننوکو رسواییوپه ترازو معامله کیږی. غیاب ،استعفی او مړینه خبره خولا پریږده دغو پټو اوښکاره معامله ګرود معاملوفرهنګ دهېواد په شریانو کې دومره وده کړې ده چې له مافیایی مرحلې هم اوړی زه یی وینم ته یې هم وینې ڼړۍ چې دلته ددمو اوکراسۍ د رغېدو په خاطر له مردارخو ر« ځل» سره راغلې ده هغه یې هم دا اوږد انډوخر وینې. وایی :خمکه هغه سوځی چې اور ور باندې بلیږی! سرور دانش ستره بې دانشی کړې ده .هېڅ دانش او پوهه دانشې زغملی او باید ددې علت په عملی توګه جبران شی او ولس ته وښودل شی .دادد غه باتور ملت د ویاړلی تاریخ په وړاندې بغاوت دی او ددې بغاوت مخه نیول په کار دی بس دی چې یو بغاوت ګر مو د انډیوال په زور اوفشار ومانه .عجیبه نه ده کرزی لاهم لګیا دی دوه دورو مزدوری کې موږته څه کرلی داڅولسیزو کې خو کوم ګلان ملت لیدلی نه دی. چې اوس یې له۲۳۰ کاله پخوانی تاریخ په غلامی کې له اوسنی تاریخ سره په ډیره بې منطقی ډول مقایسه کوو او په دې هم پوهیږو چې دغه تاریخی نزاکت زموږد ټولنې له ډیرو مهمو قومی او قبیلوی اړخونو څخه ډک دی او همدارنګه دملت د هویت یوه حساسه اوتاریخی پدیده ده چې درناوی اوساتنه یی د حکومت ملی وجیبه ګنل کیږی دانش په همدې ګلم ناست امریکایی دالر په جېب کې منډی او بیا له خپل مسولیت څخه څو برابره اخوا لوړ ټوپ وهی او نمک حرامیتو ب کوی. اوبه چې له سره خړې وی دغه به مو حال وی زه دولس مشرغنی چیغو او نارو ته زنده باد ! اوشاباش، یشه سن افغانستان شعارونو ته حیران پاتې یم چې دا سرپرستان ،کمزوری خاشره معاونان ، بنجاره بنجخ ،څېرې او کلیشې ده له کوم قشراوکتلې دملت څخه را پیداکړی چې یوشمیر زیات یې د څارنوالی تر جلب لاندې دی سرور دانش هم په دې کتار کې ولاړ دی! هما یون قیومی خوخپله شوکه وکړه تاسې دنړۍ په یوه پوهنتون کې هم یو غل پروفیسور لیدلی؟پزه دې پرې شه دانش په دې عقل او منطق باندې حیف د ولسمشر غنی چې ته یې څومره مهم کړی او نازولی یی صوفی رحمن بابا ع وا يې: نازولی زوی نه اخلی ادب او دسیوری نخل نه نیسی رطب .ما ددانش په ژوند لیک ګې چې دهغه دتالیفاتواونشراتو شمیره ولیده دومره مبالغه یې کړې ده چې حد نه لری که ده داکار کړی وای ده په هېڅ صورت دغه عمدی تصمیم نه نیوه. دا له قانونی پروسیجر مروسیجره ،اکاډمیک او غیر اکاډمیک علمی بحث څخه وتلی جنایت دی په هېڅ پلمه اوبهانه د خلاصون لاره نه لری او نه دې دسهامی شرکت غوږونه کاڼه اچوی. څوک ملامت دی بیا هم هغه پښتانه چې دبن دککړې معا هدې په نوم دملت له تولو هستیو محروم پاتې شول (مرکزی پرچمی دولت)او له دواړو خوا وو د تباهیو کندو ته چا برابرکړل؟
حسابی په کاره حق په حق باید وپېژندل شی .شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی .په عین وخت کې محقق د بی بی سی له لارې د قومیت او هویت دپېژندګلوی چیغې وهی او سرور یې دغبرګون اوکرکې. دواړه کوڅو په غاړه د رهبری ادعا لری .دانش اوس داحترام خبره کوی وایی چې عذر له ګناه بدتر دی .