لنډیز:
په افغانستان کې دملی یوالی حکومت په منځ ته راتلوسره دافغانستان او اسلام آباد په اړیکو کې دېپلوماتیک ځانګړی بدلو نونه راغلل او دکرزی د دوه دورو په پرتله کابل د نوی دلهی/دهلی (هند) څخه پاکستان ته ډیر نږدې شو.دا په داسې حال کې چې د هندوانو سیاسی احتجاج په ټوله نړی کې دروسانو دتجاوز په وړاندې ډېرسوړوه اوپه عین زمان کې یی کمونستی ادار ې پاللې اوحتی د ربانی نظارشورا سره یی علایق ساتل.بې خبره کرزی هم هسې په احساساتی چلن په هند مین وه او د نورو امپراتورانو پېښې یې کولې. خو دغه اړیکی په اماتوری بڼه کې چې د کابل حکومتی تشکیلاتی ناسمې تر مینالوژۍ سیاسی اړخ لا بشپړ شوی نه وه ورځ په ورځ ګرمېده کابل او اسلام آباد ته دافغان او پاکستان لوړ پوړو پوځي او ملکی چارواکو سفرونه هم بېله حقیقت موندنې ډېرشول ،خو ډېرکم وخت د دغوښواړیکو تګلاری او دېپلو ماسی کې ستونزې را بر سېره شوې چې له مزد نه یې دشاګردا نې لوری دروندشو ! ما نا داچې دلته سیاسی پېژندګلوی او ثبات یو دبل سره توپیر او واټن درلود اولری یې، ټاپه وهل اسانه اوپلویتوب هم یوعادت شو. بله خوا پاکستان سره لا د مجاهدینودوخت څڅېدلې ستراتیژی ژوندۍ پاتې ده اوله یوشمیر افغانانوسره ژور اړیکی لری ولې له بل لوری د افغانستان شرایطو ته په کتو سره او د کرزی له ناکامې ادارې څخه پاکستان په بلې طرحې او ستراتیژی په خام کوک باندې بوخت دی او کار کوی هغه داچې د لویدیځ په زورد بن ککړې معاهده کې سیاسی توطیء دپښتنو ویستل اودشورای نظار دغړواحساساتی او هوسی د خپلوی پرېکړې دی چې پاکستان يې دافغانان دقومی اوژبنی ترکیب په حساب ښې څېړلای شی او دسیاسی لانجو په ظرفیت پوهیږی .کابل کې د مقام اوقدرت پر سر تیار دجمعیت په وږو تږو کې مفسدوالقابو پر سر دواده دکالیواغوستلو اختلاف او کشمکش لا روان دی چې کومه جوړه واغوندم !نو طبیعی خبره ده چې دغه ډول لوبې دابزار په توګه سیاسی دېپلوماسی او ستراتیژی ته اهانت دی بلکی دهوسونو نغاره هم ده چې د ډهل شوقی رهبر خو بیا ښه ورته اوړی !ګلمرجان بیا د پاکستان شوق کړی امکان لری چې لاړشی؟؟ نکټایی اوپطلون یې هند کې ځوړندی دی . د لته د دواړ ملکو نو په اقتصادی ،اجتماعی ،تجارتی اوترانزیتی ، سیاسی او نورو برخو کې په تاریخی لحاظ مستقیما اغېزې لری اودا اغیز باید ډېر جدی وګڼل شی . دلته نوی نسل رالوی شوی دلته لا ډېر افغانان اوسیږی دلته زموږ فرهنګ دژبې او مذهب په لحاظ ډېر نږدې دی .فلهذا ! اوس دسولې او پیوستون عملی لار ، پلان ، تاکتیک پراګماتیک دوه اړخیزه اړیکو ته اړه لری نه داټکل په حساب . د مجاهدینو له وخته باید دغه اړیکی ټینګ شوی وای دا دیو ملت د زعامت مسولیت ده نه فرد اوډلې ددواړو په ګته وه او باید عملی شوی وای چې له بده مرغه ونه شوې. ما یو ځل مخکې د ړانده اوشل کیسه کې مې عمران خان او خلیل زاد څېړلی ول چې څه ډول مزله ته ادامه ور کړی؟
دې کې شک نشته چې پاکستان زموږ ګاونډی او مسلمان هېواد دی اوله موږسره دجهاد په اوږدو کې منډې ترړلې وهلی ټول حکومتی ظرفیتونه یې له موږسره دمقایسې وړ نه دی ډېر نور پوځی او تعلیمی توپیرونه شته مانا دا چې د ۱۹۴۷ م کال څخه نیولې تر نن پورې له افغانستان سره لوړ او ژور اړیکی لری. پاکستان دخپل پیدایښت له لو مړۍ ورځې څخه تر اوسنی وخته پورې تل په دې هڅه کې دی چې دخپل تاریخی او لوی سیال هند په وړاندې په سیمه او نړۍ کې ثابت دریځ ،ملګری ، ثبات او پوځی ستراتیژی ولری. او یو پوځی حکومت دی . دپاکستان عمرا خان هم دوایی چې موږته دافغانستان کړکېچ دو تجربې راښودلی :لومړی- موږ له افغانستا ن سره دجغرافیایې ،فرهنګی او خپلوی له نقطه نظره ډېر نږدې یو او دوم- دلیل دا ترڅو چې زموږ ورونه اوخویندې افغانان دیو ې واقعی سولی خاوندان نشی پاکستان به هم واقعی سوکالی او امن تجربه نه کړی! د افغانستان رویدادنو زموږ بر خاوره سیوری غوړولی دی «واشنګتن بوست» د ډېرو پاکستانیو لپاره تر ټولولوی او موثر ګام په سیمه کې ښه ملګری افغانستان بلل کیږی او همدارنګه پاکستان افغانستان ته .له مجاهدینو سره یې داسلام په نوم همدا اړیکه کلکه وساتله سره ددې چې پاکستان د مجاهدینو په مقاومت نړیوال شهرت او بې حسابه مالی مرستې تر لا سه کړلې.له بلې خوا د لوېدیځې ڼړۍ ځینو هېوادنوهم د کمونېزم د ناکامولو لپاره پاکستان مناسب ځای او د ګوریلا یی عملیاتو لپاره یې پهلوان جوړکړ او د پاکستان داستخباراتو اداری سره مشورې شوې په افغا نا نو کې یې ډیر کار وکړ نوی جاسوسان یې وروزل نو نسل سره یی د نوی کدرونوپه نوم، د قدرت او مقام ،ژمنو په نامه پټ اوښکاره مالی مرستې وکړلې اونور............... .
پاکستان ته دهند لپاره طبیعی خبره ده چې افغانستان دمورچل اهمیت پیداکړ چې له هند سره پیاوړې سیالی کولی شی،په اقتصادی او تجارتی برخو کې هم د افغانستان موقعیت اواوږده پوله په پوله بندر دپاکستان لپاره دګتور دهلېز اوکمربند حیثیت لری ،پاکستا دکشمیر په هکله هم په هند فشار راوستلی شی او هند په اقتصادی لحاظ صدمه وینی .دلته یوشمیر نور سیاسی مهم فکتورونه هم شته چې پاکستان ته حیاتی ارزښت لری پاکستان په سیمه کې ډېر کارونه وکړل او په عین زمان کې يې بېکفایته افغانان په (۷) ډلو ووېشل او د انګرېز« دیورند» یوه پېړۍ فرضی کرښه لا بې ځوابه پاتې ده. داتګلاره او دوه اړاخیزه اړیکی نباید ترینګلی شوی نه وای خو پاکستان هم لوبه وکړه لومړی یي واک فارسیوان برهان الدین ربانی ته وسپاره چې کابل کمزوری کړی او افغانان یې دننه سره په اختلافونو کې مصروف اویوپه بل یې ووژنی.داکیسه وشوه دادی بې کفایته اوستمی پروفیسورپه ارګ ننوت د چا له برکته ؟ داسلام آباد، خوله ربانی سره د احمدشا پرچمی ډله ننوزی هغوی هم پاکستان ته غاښونه چیچی او هم له پښتنو سره دقدرت پر سر زاړه حساسیتو نه لری نود خټو د زمری په دسیسویی لاس پورې کړ عقل دا نه منی چې جمعیتی او پرچمی به سره یوخای شی چپیانو ته دبن معاهده طلایی چانس شوه اوس ملامت هم بل څوک دی.
مکرجن حامد کرزی افغان طالبان یې پرون پاکستانی بلل او نن بیا خپل قاموس کې هم ورته ورونه اوهم دافغانستان اوسېدونکی وایی کرزیه: دبن په معاهده کې طالبان چیرې ول ؟ همدا کوم همدا! که طالبان رښتیا هم پاکستانی اوهراس افګن وی نو ولی نن امریکا ء اود کابل حکومت ور سره سوله کوی؟ معلومه نه ده چې د طالبانو سیاسی دریځ او حکم به څومره دسیاسی توافق له لاری په دې مذاکراتو کې عملی بڼه غوره کړی یوه خبره او بل داچې دوی دنظامی حل له لارې څه ډول ستراتیژی کاروی دا به ولیدل شی . خلیل زاد له مخر بو عناصرو او دسولې له مخالفینو څخه ډیر بې وخته شکایت کوی حال داچې ده ورسره ناستې او ولاړې وکړې او هغو ته امتیاز ورکړ عمران خان هم دې ټکی ته دملګرو ملتو په ۷۵ومه غونډه کې ګوته نیسی
په مجموع کې بیا هم یوشمیرښه دی او که بد کسان دسولې په پروسې باندی باور نه لری خو دحکومت د مذاکراتو په نوم دشراتون په هوټل ګولې وهی دا هم د کرزی سترې ناکامی هغه برخه ده چې افغان ولس یې ګالی . کرزی ته ګوره او دکابل هوایی ډګر په نوم کېدل په هر حال( کر) یو ویشت ځلی یې پاکستان ته سفر وکړ خو بیا هم هغه ناکام پاتی شو.کرزی لکه څنګه یې چې لویدیځه نړۍ پوه نه کړی شوه همدارنګه په چاپلوسانه او ماتې غاړی يې دافغانستا ن ملی مسایل هم د یوه مقتدر حکومت او دولت په استازیتوب له پاکستان سره مفاهمه نه شو کړی داځکه چې کرزی خپل ثبات اوخپلې ګټې په ګروهی بده هیله کې لټولې نه ملی او دولتی بڼه کې! کرزی ډیره ناوخته د سولې دکیلی چیغې ووهلې چې د ملی یوالی متفکر په کې راګیرشو. متفکرد یوه طبیب/یوماهر پروفیسور په توګه دکړکېچ تاریخی اوسیاسی برخې په دقیقه توګه ونه کتلی یودم یې دېپلو ماسی ګډوډه کړله اوکورنۍ او بهرنۍ سیاسی خلاوې یې له پاکستان سره ترمیم نکړې شوی او یا یې قصدا هېرې کړلې نو په دې صورت سیاست له کوره په یو کشمش او څلوېښت قلندره بدل شو. چې لاهم دهوا او هوس،لافو او باټو کې زموږ ګواښونه راڅرګندیږی نه دیوه مناسب حکومت به ضوابطوکې . ما فکر نه کاوه چې غنی به د ګواښونو په نغری کینی .
لاندې پنځو ټکو باندې یې خپل دریځ را څرګند کړ او تر یوه حده یې دکرزی ادارې پېښې په ملی چارو کې را ونغاړلې داکار ده په دوه دلیله وکړ په لومړی سرکې دی هم دبن د معاهدې او دکرزی ادارې غړی وه دوم امریکې غنی دکرزی په بدل کې دناڅاپې متفکر په نوم په یو داسې وخت کې رامخ ته کړ چې دامریکا اړیکی له پاکستان سره یو څه ساړه شوی ول.مثلا متفکر دجهاد له ډیرو مسایلو څخه بې خبر خپلې سیاسی هیلو ته داستحکام په لټه کې وه او دخپلې ټولنې په سیاسی ژبه پوه نه وو په حکومت کې دچپیتوب سرپرست وزیرانتخاب دخپلې بقا لپاره ورته مطرح نه دی دټولنې له حساسیتونو سره هېڅ اشنایی نه لری .د نن ،سبا او راتلونکی توپیرونه نشي په نښه کولی او یو سیاستمداراو نښه ویشتونکی ځکه نه دی چې پښتنی فرهنګ سره کلک اړیکی نه لری، ناکام خلک نازوی اوخرخره کوی یی او جنایت کارته د مارشالی او نوروته یې دالقابو فرمانونه چالان کړل ولې پښتانه ددې ملت دتاریخ سرکښ نه ول اونه دی.
دغنی دوه سری حکومت پنځه موضوعګانې ولس ته را څرګندې کړې چې پته نه لګیږی کومه یوه یې دلته لاس ته راوړنې لری او ولس ته کومه یوه لویه موضوع ګڼل کیږی؟
الف : دګاندیو هېوادونوسره دافغانستان اړیکی
ب: د اسلامی هېوادونو سره دافغانستان اړیکی
ج: له لوېدیځو هېوادونو سره دافغانستان اړیکی
د: له اسیایی هېوادونو سره دافغانستان اړیکی
ه: دنړیوالو ساز مانونو سره د افغانستا ن اړیکی
حمزه بابا فرمایي :
بد هغه ته مه وایه چې بد له مجبورۍ کوي
ښه هغه ته مه وایه بدان چې ورته ښه وایي
رحمان بابا ع وایی:
یوفساد به یې بیان په رحمان نه شی
فساد ونه د ی بسیار د د ې د نیا
تر بلې لیکنې........