یوه لنډه کیسه

آسمان بیا له وریځو ډک وهء. یو هلک په لاره کی یوه کراچي کی ترکاري اچولي وهء او په کوڅو کی ګرځیدهء او له خلکو یی غوښتل چی د هغه ترکاری واخلي. د کوڅي په بله خوا کی یوه کوچنې انجلې ناسته وه او په ژړا ژړا یی له خلکو خیرات غوښته. یو څو موتره په د کوڅی یوی خوا او بله خوا کی په څو دقیقو کی تیریدل خو بیا هم د خلکو ټول فکر سپین بولدک اړولی وهء. یوي خوا ته طالبان او بلی خوا ته دولتی عسکر ول چی د ناتو د عسکروله خوا یی پلوي کیدله، تر مینځ سخته جګره روانه وه. خلک پدی نه پوهیدل چی څوک به د جګړې وړونکی شی خو ټول په دی پوهیدل چی جګړه د دوی په کټه نه ده. او له هری خوا چی خلک مري انسانان دي. او بیا په دولتی قواوو کی هم افغانان مړه کیدل او د طالبانو په خوا کی هم افغانان مړه کیدل. تر ټولو مهمه خبره داده چی په دواړو خواوو کی تر ټولو ډیر پښتانه دي او معلومداره خبره ده چی پښتانه په دواړو خواوو کی تر ټولو ډیر مړه کیدل. د ناتو په عسکرو کی هم داسي کسان وول چی کورنۍ یی درلودله او ممکن ماشومان یی هم درلودل خو ژوند په چا ګران نه دی؟ ولیام د ناټو یو عسکر وو. یو ځوان هلک وو چی په خپل هیواد کی یی کار نه درلود او عسکری ورته یو له عزته ډکه دنده معلومیده او داسی یی فکر کوه چی که څو کاله عسکری وکړی نو ټول قرضونه به یی خلاص شی او په همدي وخت کی به تعلیم هم وکړي او بیا به ښه دنده پیدا کړي.
***
پدا ورځ هغه د جنګ په لمړی خط کی د طالبانو پرضد جګړه کی اخته وهء. هغه لا له شلو هم ډیر عمر نه درلود چی کندهار ته لیږل شوی وهء. شپه او ورځ به یی ګزمي او پهري کولي. د کور او کورنۍ په هکله یی هیڅ فکر هم نه کوه. شپه او ورځ به یی کوښښ کوه چی خپل قوماندان خوشحاله وساتي خو له یاده یی وتی وهء چی مور او پلار یی په دی فکر کوی چی کله به یی زوی بیرته راځی او دوی به ورسره ګوري. مرمي له هری خوا اوریدي. ولیام که څه هم چی ډیر ښه تعلیم یی تر لاسه کړی وهء او هم ډیر هوښیار هلک وهء بیا هم له جګړي ډیر ویریده. په خوا کی یی یو بل عسکر ولاړ وهء او دواړو په دي خبري کولي چی څنګه به وکولای شي چی د جګړې له لمړي خطه ووځي او یو لوی ښار ته ولاړ شي چیري چی ښه د ژوند سهولتونه او آرام ژوند وي.
***
دډزو آواز نو هم زیات شو او ولیام له خپل ملګري سره چی یو امریکایی ټوپک یی په لاس کی وهء په خبرو لګیا شو.
“ښه څه دي وکړل”
ملګری یی چی په خپل ځان کی ډوب وهء نه پوهیده چی څه ووایی په آرام آواز یی ووییل
“هیڅ څه وکړم همدلته پراته یو نو څه به وکړو”
“هیڅ ما ویل تا به کومه لاره پیدا کړي وي”
“نه لاړه له کومه شي... اوس خو د ژوند او مرګ خبره ده. چی ژوندي پاتي شو لا ډیره ده”
مرمی په تیزی له یوي خوا بلي ته او د بلی خوا څخه مرمي هاغه بلي خوا ته تللي. ولیام چی په یوه لاس کی یی ټوپک نیولی وهء او د بل لاس ګوته یی په ماشه وه، کله به یی په همدي لاس دسمال له جیبه وایست او خپلي خولي به یی پري پاکولي. بیا به یی ګوته ماشی ته بوتله او دزه به یی وکړه. داسي ښکاریده چی په چا باندي په زوره جګړه کوي.
د ولیام زړه آرام نه شو او بیا یی په خبرو پیل وکړ
“نو څنګه وکړو.”
“هیڅ صبر به کوو... نور څه وکړو... او څه کولای شو”
دوي په خبرو بوخت ول چی د مرمیو باران تیز شو او هغوي دواړو خبري بندي کړي او سرونه یی په مورچل کی دننه کړل. څو دقیقي تیري شوي او له یوي خوا هم آواز جګ نه شو. مرمی هم لږ آرامه شوي. نو د ولیام په پوستکي کی یو څه وینه وچلیده او په خپل ملګري یی غږ کړ.
“جوزیف... جوزیف... جوزیف”
ولیام چی هر څومره غږ وکړ له هغي خوا یی هیڅ وا نه اوریده نو له خپل مورچي جګ شو او لاړ چی خپل ملګری وویني. چی مورچي ته نږدي شو نو د ملګري سر یی په وینو ککړ ولید او په ژړا یی پیل وکړ.
پای
لیکوال: سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جون ۱۷، ۲۰۱۹ کال