یوه ورځ خو مخ ښکاره کانده له بام پټ
زه دېوال خوا کې ولاړ یم هر ماښام پټ
که د خولې سلام مو نه سره رسیږي
نو د باد په لاس خو ولیږه سلام پټ
په میینو د دېدن رخه ښه نه ده
دا سپین مخ به دې یوه ورځ کاندې ایام پټ
بندي خوښ یم، بې له تا ازادۍ څه کړم
راته کېده چیرته تورو زلفو دام پټ
ما یو راز د ژوندانه در ته ساتلی
د ریبار په لاس در لیږم دا پیغام پټ
که نور خلک له دشنامه څخه بد وړي
پر ما ښه لګي په مینه کې دشنام پټ
په ظاهر صورت که روغ خلکو ته ښکارم
ډاکټرانو تشخیص کړی یم سرسام پټ
پټ په پټه یارانه د کلي خوند کړي
په مسجد ورته دېره ملا امام پټ
د هجران تنده به هله مې شي ما ته
که دې وڅښمه د سرو شونډو یو جام پټ
د وصال زیری به زه درباندې وکړم
که د سپینې خولګۍ راکاندې انعام پټ
هغه شپه به پنځلسی، لیلته القدر وي
چې په غوږ کې راته وکاندې کلام پټ
کامه: فقیرصیب کلی
نېټه: د ۱۳۴۶ کال د وږي ۶ مه
شعروزمه خیالونه