زموږ دښمن نه تورپنجابي دی
نه مودښمن سور روسي دی
پر موږ د انساني رنګونو باران دی
نه موهمدا دښمن ژیړ امرکایي دی
هیڅ دښمن نه لرو په دې دنیا کې
زموږ بې رنګي زموږ دښمن ازلي دی
ټول انساني رنګونه مو خوښ دي
مګریرغل ګر تل ببر پر افغاني دی
دواک وږي پر چیچو غاړه هر رنګ راوړي
مورپلورنکی زموږ دښمن اصلي دی
یو لاس د پيازي نیولی بل د شیرچائي
هغو ته دا اکت د رنګ دوستي دی
له بېسواده که دبا سواده ګیله وکړو
ملامت نه الوانی نه زنګالی نه لاجوردي دی
هر څه مو د خپلو مور پلورو د خوله او لاسه
هر غل اومورپلور مو په نوم د جهادي دی
هرمور پلور موسي پردي مستو سپو ته سپیمه
دسپو مخي ته ولاړ ډبره په لاس اصیل افغاني دی
سپي دوه لري دوه پورکړي لکه یوغۍ مخ په هوا تښتي
بیا یو بل راځي د لاس یې ټینګ نیولی تورباڼجاڼي دی
چې د چور لپاره ځان مجاهد بولي هغه مورپلور دی
هغه غل غدو غلام د پيازي هم لعلي هم اناپي دی
ترکله به دا مورپلور په دې رنګونو زموږ بیرغ ټپلي ټپلي کوي
ایا واک پر افغانانو لا پاته دبرګ ، اسماني او نسواري دی
عجبه وخت سو چې ژیړ کېشه کړې دبل په چېچو سور راځي
لا دهر مورپلور دباسیکل پر کونجوغه ولاړیو خړسوپري دی
راځي چي خپل تور ،سو ر او زرغون رنګ په سرو وینو وساتو
څوک چې نور رنګونه غواړي هغه اقغانانو ته لیمویي دی
سوپری (مفعول )