افغانان په ټوليزه توګه داسې اسلامي نظام غواړي چې فساد جګړه او له قانون څخه معافیت پکې نه وي. جګړې يې ازمويلي دي، ناخوالې يې ليدلي دي او ناورينونه يې تجربه کړي دي. پوهيږي چې کلي په زور نه کيږې، خاني په دروغو نه کيږي، ملکي په تش دسترخوان نه کيږي او حکومت په ډنډو نه چليږي. د نظامونو مختلف ډولونه يې وليدل. هر نوي حاکم ته يې له بشپړ زغم او حوصلې سره وخت ورکړ چې ورباندي حکومت وکړي، خو له تيرو څو لسيزو راپدیخوا کله د يرغلګرو او کله هم د واک خپلو مجنونانو لخوا په متواتره توګه د جګړو په تنور کې سوځي. اوس مو حوصله ختمه شوې ده. يوازې سالم انتقاد، له جګړو څخه فرياد، د سولې لپاره پنځه وخته رب ته لاسونه لپه کوو او د جګړو د ختمولو لپاره د مشرانو لمنې نيسو. نوره نه چاره لرو او نه بله اسره!

مونږ ته دغه احساس هم شته چې د داسې هيواد پرګنې يو چې مشران يې د واک تر لاسه کولو لپاره د هوس په لومو کې بند دي. د تيرو څو دورو ټاکنو په ترځ کې د تقلب او درغليو شخړې، ورپسې د پايلو د اعلان خواشينونکئ وضعیت او له اعلان څخه وروسته د معاملو او د واک د ويش شرمونکې صورت حال اوس هم ادامه لري.
په داسې خاوره ژوند کوو چې د سوکاله ژوند د هيلو غوټئ مو د جګړو په لمبو کې سوځول شوې دي. د روڼ سبا اميدونه مو د خپلو د ځان غوښتنې او پرديو د نيابتي جګړو ښکار شوي دي، د پردي فکر او کلتور په ويروس ککړ ناروغان او جګړه ايز ذهنیتونه را باندي حکومت کوي. چاته په زغرده نشو ويلاى چې زمونږ مغصوبه سوله ناروا او تپل شوې نه، بلکې مقدسه ده. په مخالف لوري او يا هم په پرديو باندې د خپلو ګناهونو پړه اچول دود ګرزيدلئ ده. په دغه ډول دردونکې حالت کې له حکومت او په ځانګړي ډول له ولسمشر څخه د خپلو هيلو، غوښتنو او توقعاتو کچه خورا ښکته ساتو. په ډيرو ناخوالو باندې سترګې پټوو. خپل جګړو، فساد او فقر ځپلئ هيواد د نړئ له پرمختللو هېوادونو حتى له ګاونډیانو سره هم نه پرتله کوو.

د جګړو په جزئياتو نه غږيږم، خو پوره باور لرو چې توپک په لاس ګوته په ماشه په سنګر کې يو بل ته پراته افغانان عموماً که په حکومتي نظام کې دي او که د طالبانو په ليکو کې جنګیږي، فکر نه کوم چې له هيواد سره د دښمنې په نیت د افغانانو ترمنځ په جګړه لاس پورې کوي، بلکې د دواړو خواو ترمنځ د باورونو نشتون، د پرديو لمسونې، د احساساتي او تخيلي برياو هيلې هغه څه دي چې دواړه اړخونه يې د يو بل په وړاندې جګړو ته درولي دي . دا چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله ولس د جګړو په ګرم تنور کې سوځي ملي ګټو ته تاوان رسیږي او هغوى ولې سرونه نه خلاصوي، د هغوى د سطحي جزباتي ذهنیت پایله يې ګڼلاى شو، خو عمدي عمل ورته نه وايو.

زمونږ قضاوت د احساساتو پر بنسټ او يا خپلمنځې جګړو ته د مشروعیت ورکولو په موخه قطعاً نه ده، بلکې د تاریخ د پاڼو د مطالعې پايله ده. د اوږدو کړاوونو او ځپونکو ترخو تجربو او تراژيديو محصول ده. که څوک د هيواد له هسکو څوکو څخه، له لسيزو راهيسې د روانو جګړو له امله د خپلو ولسونو په تن، کور، کلي، سيمې او وطن باندي لګيدلي اور ته متوجه شي، نو د خپل ولس د درد درک کولاى شي او د هغو خلکو منطق ته حيران او هم پک پاتې کېږي چې اوس هم د افغانانو ترمنځ جګړه د ستونځو حل ګڼي.

شک نشته چې طالبان په لمړي سر کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د بيځايه ځورونو او نظامي فشار له امله جګړو ته اړ ايستل شول. مقاومت يې وکړ سختئ يې وګاللې، قرباني يې ورکړه، خو له تيرو څو کلونو راهیسې د سولې لپاره ټول اړين امکانات برابر شوي دي. که طالبان له امریکا سره هوکړې ته د رسيدو وړتیا لري او دغه وړتیا يې ثابته هم کړه، نو له حکومت سره ولې د همدغه شان هوکړې په لاسلیک کولو پاتې راغلي دي؟ ولې يې له امریکا سره تر هوکړې وړاندې له افغانانو سره هوکړه نه کوله؟
همدغه پوښتنه له حکومت څخه هم ده چې که امریکا پاکستان روس او ايران له طالبانو سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې مشترکات لټولاى شي او تفاهم ورسره کولاى شي، نو د افغانستان حکومت ولې دغه کار کې پاتې ده؟
په هر حال اوس له امریکا سره هوکړه شوې ده. زه يې په ګټه او زيان دلته خبره نه کوم، خو دومره ضرور وايم چې اوس د افغانانو ترمنځ مطلقاً غير موجه جګړه دوام لري . د جنګي ستراتیژی له مخې، جګړه د سولې او مذاکراتي عمل د پيليدو په هدف د وخت اخيستلو لپاره کيږې. کله چې د مذاکراتو او سولې لپاره شرائط برابر شي نو جګړه هيڅ ګټه نلري. که احياناً د طالبانو جګړه د خپلمینځي انتشار د ويرې له امله وي نو طالبانو د قطر دفتر له پرانیستلو څخه په ګټه اخیستنې باید د خپلو نيمګړتياوو او تشو ډکولو په موخه لاس په کار شوي واى. د سياست او مديريت په برخه کې يې خپل کدرونه روزلي واي. له خپل ولس او نړيوالو سره د چلن، معاملو او مراودو په تړاو يې زده کړې کړې واى. تر ټولو مهم دا چې خپل جنګي افراد يې په فکري او ايديالوژيکي توګه د سولې او له مخالف لوري سره د ګډو دينى او ولسي ګټو د خونديتوب په موخه په دغه ګډ هيواد کې له ټولو سياسي مخالفينو سره په سوله ايزه فضا کې د ګډ ژوند او ګډ کار کولو لپاره تيار کړي واى.

پوره باور لرم چې اسلامي شريعت له معاملاتو او تعاملاتو نيولې تر نظام جوړونې، ديپلوماتيک چلن او نړيوالو اړيکو پورې د انسانى متمدنې ټولنې په ټولو اړخونو باندي پراخ ليدلورئ لري. يوازې د حدودو په اجرأ، په جګړه، د مخالفینو په وژلو کې نشي خلاصه کيداى. اړينه نه ده چې ټول خلک دې ستا د فکر او دريز ملاتړ وکړي. په اسلام کې د دعوت په لاره کې اخلاق، مشوره، زغم، حکمت او موعظه حسنه خورا مهم او اغيزمن اصول ګڼل کېږي.

شک نشته چې طالبان اوس هم پياوړئ جنګي ځواک لري. مخالف لورئ هر وخت په هره سيمه کې تر هر ډول جنګي ګواښ لاندي نيولئ شي. ځينې جنګي مشران يې فکر کوي چې د جګړې په ډګر کې د برلاسي له امله به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په اساني سره وکولاي شي حکومت نسکور کړي. زه له ملاحظاتو سره سره د طالبانو دغه وړتیا نه نفى کوم، خو بايد ومنو چې يوازې د کابل او ارګ نيول د ستونځو د حل لاره نه ده. ارګ مخکې هم نيول شوئ ده، خو تجربو وښوده چې جکړه ختمه نشوه او نه هم بيا ختميږي. طالبان باید له افغانانو سره هوکړه وکړي. د خپلو جنګي افرادو د ذهنیت په جوړولو او له جنګي حالت څخه سياسي رنګ خپلولو لپاره وړتیاوې ولټوي. که داسې ونکړي نو له ستونځو سره مخ کيداي شي.

افغانستان په تيرو دوو لسیزو کې ډېر پرمختګونه کړي دي. د زده کړو کچه لوړه شوې ده، ولسي فکرونو خورا زياته سياسي وده کړې ده، په لسګونو تلویزیوني شبکې فعالیت کوي، خواله رسنیو ډير پرمختک کړئ او له نړئ سره زمونږ معاملې، سوداګري او راشه درشه ډيره شوي دي. دا هرڅه مديريت کول، ولسي رضايت ترلاسه کول او د بغاوتونو مخنيوى خورا ستونځمن کار او د طالبانو له وړتیا څخه خورا لوړ ده. د اوس لپاره به طالبانو ته د يوه موقت حکومت ته د نړيوالو او افغانانو ذهنیت جوړول او د خپلمنځي يووالئ ساتل هم ستره بريا وي.
په نظامي برخه او په سياسي دفتر کې له وروستنيو سمونونو او بدلونونو څخه داسې څرک لګيږي چې طالبان بين الافغاني تفاهم او سولې تيارى نيسي.

زما په اند د طالبانو د پخواني امير ملا محمد عمر زوى ملا محمد يعقوب د نظامي کمیسیون مشرتابه ته راوستل او د قطر په سياسي دفتر کې د څلورو نويو افرادو ګمارل چې دوه يې د طالبانو سابقه قاضى القضات دي له داخلي انتشار څخه د نجات په موخه ددغې ډلې په ليکو کې د ستر او مثبت بدلون پيل ښکاري. زما په باور طالبانو د وروستیو بدلونونو له امله په لمړي ځل سنجول شوي ګامونه پورته کړل او داسې ښکاري چې طالبانو د احساساتو کارولو پرځاى د ځمکنیو حقائقو د درک کولو پر لوري ستر پرمختګ کړئ ده. دغه نوښت يقيناً د سولې په تړاو د افغانانو د هيلو غوټئ راسپړي.

پوره باور لرو چې د ملي ګټو په چوکاټ کې د نورو وړو او غټو مسائلو په تړاو د کړنلارو او تګلارو په برخه کې د سمون او بدلون په موخه مثبت انتقاد موجه او د ولسواکي له روحيې سره قطعاً په ټکر کې نه ګڼل کیږي.
خپل حق پيژندل او حق غوښتنه ګناه نه ده خو د امتیازاتو د ويش په منډه کې ناروا سيالي سپيڅلي تګلاره نه ده. متاسفانه مونږ ته د سياست په ډګر کې ډير وخت د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي چانسونه او فرصتونه شتون نلرو، خو مونږ د ولس او هېواد ګټو ته متعهد ځواک په توګه که له همدغه ډول حالاتو سره مخ کيږو نو له بدتر څخه د نجات په موخه د بد انتخاب کوو. ځکه چې مونږ ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا د احساس له امله له بدتر څخه د نجات په موخه له سره ملګرتیا کوو. مونږ سياست کوو، مصلحتونه سنجوو، خو په پرنسيپونو او اصولو باندي معامله نه کوو او نه يې پلوي کوو. واک د دينى او ولسي چوپړتيا لپاره وسيله ګڼو.

د يوې وړې بيلګي په توګه د "حساب غواړو او حساب ورکوو شعار" دفاع نه کوو او يوازې ټاکنيزه ناره يې ګڼو، ځکه چې حکومت کله هم ولس او ملت ته حساب نه ده ورکړئ. هيڅ څوک هم کره او پوره نه دي، خو د خپلو تشو ارزول او د خپلو نيمګړتياوو سمول د ننني عصر د پرمختللي سياست د ملاتير جوړوي.

د هيواد په کچه د امنیتي تهديدونو په تړاو خبره نه کوم. ولس هره ورځ په ولاياتو د کابل په ولسواليو کې او آن تردې چې د ښار په څنډو کې په امنیتي پوستو باندي د بريدونو ننداره کوي، له فساد څخه وحشي هيولا جوړ شوئ ده. د مخنیوي په تړاو يې په جزوي توګه اخيستل شوي ګامونو هيڅ اغيزه نلري. په فساد کې د چارواکو ککړتيا د نړيوالو او مرسته ورکونکو هيوادونو په نظرونو کې د افغانستان خورا بد انځور ترسيم کړئ ده. زمونږ ګيله داده چې حکومت واقعاً د سولې په تړاو نه اغيزمنه تګلاره لري او نه يې هم اړين عملي ګامونه پورته کړي دي. که بيا هم د سولي په وړاندې کورنئ او بهرني خنډونه ومنو، نو يقيناً ويلاى شو چې د فساد په وړاندې پورته شوې ګامونه بالکل د قناعت وړ نه دي.

له نيمايي څخه زياته خاوره د وسلوالو طالبانو په ولقه کې ده. په لويو لارو کې امنیتي پيښې او د مخالفینو لخوا تالاشي اخيستل ورځنى ګواښ ده. داسې راپورونه هم شته چې په لويو لارو او د ښارونو په څنډو کې مخالفینو ګمرکات جوړ کړي دي. په حکومت کې د ننه د سولې په تړاو د نظرونو او دريزونو توپير د حکومت بي بسي نندارې ته وړاندې کوي. ايا معقوله ده چې اوس هم د حل لپاره د طالبانو د ادغام په هکله خبره وکړو؟

ولسمشر فکر کوي چې ځوانانو ته د حقونو ورکولو په نوم د څو له بهر څخه راوستل شويو ځوانانو ګمارل او هر والي ته د يوې ښځينه مرستیالې ټاکل به ستونځه حل کړي. اوس هم ګمان کوي چې هرڅه سم او تر مديريت لاندې دي. د واک حرص په سر اخيستئ ده. لمر په ګوتو پټوي او سترګې نه غړوي. هڅه کوي چې په مختلفو بانو د سولې پروسه د نوموړي د ولسمشرئ د دورې تر پايه پورې روانه وساتي. که د سولې په هکله خبره هم کوي نو له تيرو خبرو سره يې په دريز کې توپير ليدل کېږي.
دا چې ولس مو د فقر، حکومتي چارواکو د فساد او جګړو په تنور کې سوځي، حکومت د واک د ويش په جګړه اخته ده، په پلازمېنه کابل کې غلاو قتلونو او هدفي وژنو زور اخيستى، د حکومت او ملت تر منځ د ګراف څو چنده لوړ شوئ، خو ولسمشر کله د ټولو بنديانو د نه خلاصون، کله د شپږ سوه د حق العبدي کله د تپل شوې سولې د نه منلو کله يوه او کله بله خبره کوي نو يقيناً ويلاى شو چې ولسمشر د فيل په غوږونو کې ويده ده.

په درنښت