ژونـــــالــــیزم!
دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!
لیکوال : مفتی فضل هادي (سالک)
(دویمه برخه )

د ژورنالیزم یا خبریالۍ ډولونه :
۱-سنجول شوی یا دځانګړوخلکودخوښې ژورنالیزم :(Qua lityjournalism)
۲-دعامو خلکو دخوښې یا ټولمنلی ژورنالیزم :(Popular joumalism)
۳-زیړ یا غیرمعیاري ژورنالیزم :(Vellow journalism)
----------------

۱-سنجول شوی یا دځانګړوخلکودخوښې ژورنالیزم :(Qua lityjournalism)
هغه ورځپاڼې چې دخپلو موادو له مخې یې یوازې سنجیده ډله لولي، پدې لیکل شوي قسم کې راځي ،چې پداسې ورځپاڼو او رسالوکې بې بنسټه خبرونه ځای نلري ، ددې ورځپاڼو اورسالو خبرونه ،سرلیکنې او لیکنې سنجول شوي وي او معیاري وي ،چې اصل موضوع پکې سیاسي حالات او ټولنیز مسایل وي ،دغسې ورځپاڼې دلوړعلمي ذوق او لوړو زده کړولرونکي طبقه خوښوي ،ددې تېراژ زیات نوي مګردلوړ معیار له امله ډیر ارزښتناک وي .
۲-دعامو خلکو دخوښې یا ټولمنلی ژورنالیزم :(Popular joumalism)
دغسې ورځپاڼې نسبتا عام یا نیمه لوستي طبقه لولي ،پدغسې ورځپاڼوکې ښه موضوعات دتفریحي هغې غوندې وي ،تصویرونه اوسرلیکونه یې روښانه وي ،خبرونه او فیچرهم پکې راوړل کیږې ، ددې ورځپاڼو خپرول ډیر زیات وي ځکه عام خلک ورته خپل اشتهارات هم راوړي.
۳-زیړیا غیرمعیاري ژورنالیزم :(Vellow journalism)
دغسي ورځپاڼې دټیټې کچې ذوق لرونکي لولي اوهمداسې ناسنجول شوي خلک یې خوښوي ،په ځانګړې ډول پکې دوه موضوعات روښانه کیږې :جرم او جنس ،پدې اړه خبرونه ډیرلویوي اوپه چیغو سره یې خپروي ،له کومې افواه یا پر بې بنسټه موضوع خبرجوړوي ،یا دیوچا په رول خاورې وراړوي .
لنډه داچې دبې شمیره ناسنجول شویواوغیرمعیاري خبرونوموضوع جوړیږې ،ددغوورځپاڼودخپرولوشمیرهم ځانګړی وي .
دژورنالیزم له اړوندو ډولونو څخه ورځپاڼې ،اوونیزې ،ادبي مجلې،ډایجسټ (نیمه ادبي ،معلوماتي نیمه ډرامایي یا تفریحي وي)مسلکي ورځپاڼې ،راډیو ،تلویزیون اونورې بریښنایي وسیلې په اقساموکې راځی چې همدا یې دابلاغ او خبرونې وسیلې دي .
_________________________________________________
دخبرلیکنې آرونه او اصول :
خبرڅه شئ دی ؟
څنګه یو معیاري خبر لیکلی شو؟
داهغه پوښتنې دي چې هم یې ځواب اسان او هم خورا پیچلی دی .اسان ځکه دی چې خبر ،خبر دی اوهر څوک پوهیږې ،چې خبرهغه کلمات دي، چې خلک پرې خبریږې او ډول ډول ستونزه یې معنی کې نه لیدل کیږې ،خو پیچلی پدې دی، چې دژورنالیزم له پیله لا دژورنالیزم مخکښان اواستاذان پدې ندې توانیدلي، چې د((خبر))یوداسې واحد او پرمحتوی تعریف ولیکي، چې دخبر پیژندنې ټول آرونه او لوازمات راونغاړي ،دډیرو فن پارو تورې ږیرې پکې سپینې شوي ،فنانه ځواني یې پکې زړه شوه اوښه ډیری کاري تجربې یې هم پکې ترلاسه کړي ،خو چې ترې وپوښتې چې (خبر)څه شئ دی ؟ نویابه ځواب در نکړای شي او یابه یې ځواب داسې وي، چې ستا زړه به پرې اوبه ونه څښي !
خودلته به زیار وباسوچې دژورنالیزم دنوماندو فن پارو او فنانو څېرو دهغو تعریفونوڅوبیلګې دموضوع (سکالو) دتشریح لپاره راوړو ،چې دژورنالیزم دفن داثاروپه ډګرکې پرې باور شوی اوژورنالیستان یې دحوالې په پار کاروي .
ددې یادونه هم اړینه بولو،ترڅو هغه عنوانونه هم دلته داجمال په بڼه ولیکو، چې ددې اوږدې مقالې په بهیرکې به تر څېړنې لاندې ونیول شي ،چې څه یې څیړل شوي اونوربه یې هم وڅیړل شي ،او هم به دمقالې پای کې هغه ماخذونه یا مصادر ولیکو ،چې ددې مقالې په اډون او لیکنه کې ترې ګټه اخستل شوي ده .
الف -د ژورنالېزم پېښليک

ب -د ننني يا نوې ژورنالېزم پيل :

دژورنالیزم یا خبریالۍ ډولونه :
الف-سنجول شوی یا دځانګړوخلکودخوښې ژورنالیزم :(Qua lityjournalism)
ب -دعامو خلکو دخوښې یا ټولمنلی ژورنالیزم :(Popular joumalism)
ج-زیړ یا غیرمعیاري ژورنالیزم :(Vellow journalism)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-خبر پیژندنه
۲-دخبرمفهوم
۳-دخبر اصطلاحي مفهوم

۴-خبرکې دمعروضیت ستونزه (Objectivity)
۵-دخبراوغیر خبر ترمنځ توپیر
۶-دخبر ارزښتونه
۷-دخبرډولونه :
۸-دخبر بل ویش : جامداومستعد خبرونه .
۹-دخبرلیکنې سبکونه (لارې چارې )
۱۰--هرم ډوله سبک :(Inverted Pyeamid)
۱۱-تاریخي سبک(Chaonoloygicalstyle)
۱۲-له لیډ سره یوځای تاریخي سبک (Combiation style)
۱۳-دحیرانونکې پای لرونکی سبک (Surpriseendiny)
۱۴-دخبر تخنیکي جوړښت
(۱۵)-سرلیک یا (Lead)

(۱۶)-دخبر پیلامه (Intro).
۱۷)-دخبر متن (Body)
۱۸- دخبر پای یا شالید(Endiny)
۱۹-په رسنیوکې خبري توپیرونه
۲۰-دژورنالستیکي لیکنو لپاره مهمې نکتې
۲۱-دخبر څانګیز ویش
۲۲-خبري ژبوکې کوموخبروته بام پکار دی؟
۲۳-تعقیبي خبر(Follow- UPS-amdp –ewrites)
۲۴-مرکــــــــــــه :(Interview)
۲۵-پرمرکې دولاړوخبرونه لیډونه /پیلیزې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خــــــــــــــــبر پــــــــیژنـــــدنــــــــه:
دخبر تعریف :دهغه څه په اړه چې پیښ شوي وي ،یادهغه څه په اړه چې دمخه یې په باب څه نوې ویل شوي ،هغه ته خبر ویل کیږې ،دځینو پیښو په هکله نوې اطلاع په ځانګړي ډول هغه چې دابلاغ دوسایلولکه (ورځپاڼه ،اوونیزه ،خبریزه میاشتینۍ ،راډیو،تلویزیون اوانټرنیټ )برابرکړي وي خبرویل کیږي .
دخبر لغوي مفهوم : خبرته په انګلیسي کې (News)نیوز ویل کیږي چې د(New)له کلمې څخه اخستل شوی ،دنیومعنی نوی یا جدیددی ،ځینې مهال (اردو)ژبه کې هم (نیا)د(نی )په معنی راوړل کیږې لکن په عام ډول اردو ژبه کې هغه دبنسټ لپاره کارول کیږي ،خو په لغوي ډول تازه معلوماتوته (خبر) ویل کیږې .
په (اکسفوړ) ډیکشنرۍکې نویو او په زړه پورې معلوماتو یا دیوې نوې پیښې اطلاع ته (خبر) ویل کیږې دویبسټر (Webstar) دلغت له مخې (نیوز)دیوې پیښې معنی ته ځانګړی دی .
دخبرمفهوم :په اروپایي ژبو کې دمعمولي خبرونوچې (impormation)یامعلومات ورته وایې کارول کیږې او تازه خبرونو (News)تر منځ فرق شته :معمولي خبرهغه دی چې دروانویا دوامداروپیښواو څیزونوپه اړه معلومات ولري ،پدې ډول معلوماتو کې که هرڅومره نوي توکي ارزښتمن وي ،که پکې ځنډ هم راشي ،کومه ستونزه نه رامنځ ته کیږې ،ولي په نویوخبرونوکې څرنګه چې یې له نومه معلومیږې ،نوي توکي ډیر ارزرښتناک دي ،که داډول خبرونه خپاره شي څو ساعتونه یا ورځې پرې تیرې شي دخرابومیوو او سبزیجاتوپه څیرګڼل ګیږې ،چې پر هماغه ورځ ونه کارول شي مړاوي او بیا یې څوک نه اخلي .

دخبر اصطلاحي مفهوم :
په ژورنالیزم کې (خبر)یوه داسې اصطلاح ده ،چې کلیدي ارزښت لري او دمانیزې پراختیا له مخې یې په سلګونوفني استاذانو تعریفونه کړي چې څو یې دادي :
ډاکتر عبدالسلام (خورشید )دخبردتعریف په بحث کې لیکلې چې دخبراړیکه له هغو مشاهدواوپیښو سره ده چې له معمول نه پورته وي ،(رحیم علي شاه) وایې چې په انګلیسي کې خبر(News)نیوزته وایې اونیوز له (نیو) نه اخستل شوی ،چې دنوې په معنی دی ،په اردو ژبه کې خبرد(عربي لفظ)دی ،داهم دتازوالې په معنی راځي ،(حامد جلال )په خپل کتاب (Hereis the news)کې لیکلې چې :خبرهغه نوې خبرتیا ته وایې چې لیدونکې اواوریدونکې ته په زړه پورې وي او یا ترې څه زده کړي .په (اکسفورډ )انګلیسي ډیکشنرۍکې دخبر تعریف داسې شوی (نوې اطلاع او دتازه پیښوراپور)ته خبروایې ،(کارل وارن )وایې چې (خبرهغه راپوردی چې عاموخلکوته یې معلومات نوې)،برتانوي ژورنالیسټ (جیرالړای بیلوسیلنډ)یې په لاندې ډول تعریف کوي (زما هدف له خبرڅخه هغه حقایق یعنې داسې شیان دي چې پیښ شوي او یاپیښیدونکې وي ،داسې معلومات چې درسنیومینه والوته په زړه پورې وي ،اویایې په اړه معلومات ترلاسه کول غواړې اویوبل ته ددغو معلوماتورسول غواړې ،په یوه هیوادکې زلزله ،په نړۍ کې نوی منځ ته راتګ دی ،دیوه پیژندل شوي کس وژنه ،دیوه بانک سقوط،په یوه کابینه کې اختلافات ،دیوه نوې ژوبڼ څخه دزمري تیښته ،یوه ساري ناروغۍ خپریدل ،توپان ،سیلاب ،اوبادوباران غوندې شیانوته خبر وایې .
(ویلیم سټیډ )وایې چې (خبرهغه څه ته وایې چې چې تازه اوغیرمعمولي وي ).(لارډ نارتوکلف)خبرداسې تعریفوي :که یو سپی انسان وداړي خبرندی، خوکه یوانسان پورته شي اوسپی وداړي داخبردی،دنوموړې په آند داړل دسپي عادت دی اودایومعمول دی، خوکه بیاهمدا سپی پورته شي او یو لوړ پوړی چارواکی وداړي ،کوم مشهور لوبغاړی ،لوی لیکوال،څیړونکی ،دپولیسومشر یابل کوم مشهورکس وداړي ،نوداهم خبر کیدای شي .
د(خبرلیکنې )کتاب لیکوال ایم -لائل سپنسر)وایې خبرهغه پیښه اوریښتونی خیال دی ،چې ډیروخلکوته په زړه پورې وي اوپه لیوالتیا سره یې لولي ..................
په ټولیز ډول سره وئیلای شو چې دپیښو موندلو،لاسته راوړنو،اوآندونوپه اړه سم اوپروخت معلومات خبرونه دي ،همدارنګه ټولې هغه پیښې چې لوستونکی اغیزمن کوي اویاورته په زړه پورې وي ،هغه هم دخبرونو درجه لري ،خبرهغه پیغام دی چې درښتیا او درواغو احتمال پکې شتون ولري )ډیرداسې خبرونه وي چې لږساعت وروسته دروغ وخیژي ،نو پورتنی تعریف هم دخبرمفهوم افاده کوي اوداهم باید زیاته کړو،چې دې ډول خبرته دپیغام نوم وکارول شو،خبردواقعیتونو راپوردی، خو هر واقعیت ته خبرنشو وئیلای ،خبرهغه پیښه ده ،چې چې ښایې رامنځته ته شي )لکه سبابه واوره واوري ،دکانکوردسراسري امتحان ازموینه راتلونکې اوونۍ اخستل کیږې ....هم ددې تعریف سره اړخ لګوي ،(سن مولی) د(خبرموندنې )دکتاب لیکوال وایې چې خبردورځې دمهمواوپه زړه پورې پیښوچې په ورځپاڼوکې خپریږې او دلوستونکیودپام وړګرځي څخه عبارت دی ،خبردپيښې مناسب ،لنډاودقیق راپوردی نه پخپله پیښه ،دپاریس دمطبوعاتو دپوهنځی استاذ (فرناندوترو)پخپل کتاب (خبر)کې لیکي :خبردپیښو دمنظم جریان خپراوی دی ،(بلایل)یو ورځپاڼه لیکونکی پخپل کتاب کې دخبرتعریف داسې کوي چې :خبر دورځې روانه پیښه ده ،چې لوستونکیو ته دپه زړه پورې والې له کبله په مطبوعاتوکې خپریږې ،خبردیوې معنی لرونکې پیښې په اړه لومړنی راپوردی ،چې دعامو وګړودپام وړوګرځي ،خبردورځنیوروانوپیښوسوچه او اسان رانقلول دي ،خبردژوندپه زړه پورې پیښوعقیدواوعمومي فکرونوخپرول دي ،خبرهغه څه دي چې ورځپاڼه لیکونکی یې جوړوي،خبردروځپاڼې لومړۍ ماده ده ،خبر دلیرې او سیاسي نړۍ محصول دی ،چې دهغې په اړه رپوټ ورکول کیږې .
د(ایرنسي هاب وړ)له نظره دهرې پیښې لومړۍاطلاع ته خبر ویل کیږې ،چې په لوستلویې دلوستونکیوزړونه ښه شي ،ډاکتر ایم (لیل سپنسر)وایې چې خبرهرهغه سمه اطلاع یا نظریه ده چې ډیری لوستونکيوته په زړه پورې وي ، (ویلکم سټیډ)لیکې چې هر هغه څه چې غیرمعمولي اوغیرعادي وي هغه خبر دی ،چې بې الایشه او بې پلوه وي ،دې خبرته په بله وینا معروضیت (objectivity)وایې ،(پاول ډبلیو وایټ )وایې چې خبردداسې په زړه پورې،نویواو رښتینوپیښو بیان دی، چې راڅرګند شوی وي ،واقع شوي وي او یاکیدونکې وي ،دتوقع مطابق نوې ،نه کیږې اویا یې دکیدو امید نوې ،خو د(ډاکتر ایم ای حجازي ) له نظره هره هغه پیښه خبردی چې سمه اوپه زړه پورې وي اوخلک غواړې چې ځان پرې وپوهوي او خبرلیکونکي هغه بیان کړي .
دژورنالیزم فن پارې وایې چې لدغو اقتباساتواو تعریفاتوڅخه دې پایلوته رسیږوچې :خبرپیښه ،مشاهده ،غیرمعمولي حادثه ،په زړه پورې والی ،تازه ګي ،نوی والی ،حقایق ،پیغام ،راپور،منظم جریان ،معنی لرونکې پیښې ،،عقاید،عمومي افکار، ناپییلی ،سیاسي او داجتماعي نړۍ محصول یعنې دخبریال نظراوتبصره پکې داطلاع پر وخت ورګډه نوي خبر بلل کیږې .
نوڅرګنده شوه چې هره نوې تازه یازړه پیښه چې په اړه یې خلک دلچسپي اومېنه لري اوځان پرې خبرول غواړې اوهم پکې نوښت اودمعمول څخه فوقیت وي ،خبر بلل کیږې اوپه ژورنالیزم کې پرې دخبر اطلاق کیدای شي.څرنګه چې دژورنالیزم دفن پوهان دخبر دتعریف په باره کې یوه خوله ندې، نوځکه مو ددې اړتیا او وضاحت لپاره داډول شیندل شوي تعریفونه رانقل کړل ،شاید ددې ژورنالیستیک ژانر ټوله معنی به احتواء نکړای شي ،خوبیابه هم په ټولیز ډول داسې توکي په لاس راکړي چې دخبر مفهوم به ترې استفاده کړای شي .

نوربیا .......