ګله چې حضرت عمر فاروق خلیفه شو۶۴۴م نو هغوي ته د حضرت اویس(رح) قرنی ۶۵۷م دملاقات هیله پیداشوه . اخوا دې خوایې پوښتنې وکړې باالاخره معلومه شوه چې په نجد کې د (غرا) په وادۍ کې قیام لری هلته لاړ ګوری چې اویس(رح) به لمانځه مشغول دی کله چې فارغ شو نو ددواړو تر منځ دغه خبرې اترې وشوې:
عمر(رض): اورېدل کیږی چې کله د احد په جګړه کې له بده مر غه نا اګاهانه دحضور محمد( ص) یو غاښ له منخه لاړ او داخبره چې تاسې ته ورسېده نو تاسې خپل ټول غاښونه ووېستل.
اویس(رح): درسول اکرم (ص) غوښتنه همداسې وه؟
عمر(رض) : حیرانتیاوه چې ددې مینې سره سره تاسې درسول اکرم (ص) زیارت ته تشریف نه راووړ!
اویس(رح): زه د محمد(ص) درب په ذات کې ورک وم او د محمد( ص) دلیدنې لپاره مې وخت نه شو موندلی
عمر(رض) : ماته نصیحت وفرمایه!
اویس(رح):ای عمره که خدای تاسې پېژنۍ نو کوښښ وکړه چې بل څوک دې ونه پېژنی او که ته خدای پېژنې نوکوښښ وکړه چې نورڅوک ونه پېژنې.
عمر(رض): بیت المال څخه مې دپیسویوه کڅوږه دستاسود خدمت دوړاندې کولولپاره راوړې هیله لرم چې هغه قبوله وفرمایی
اویس(رح):زه فارغ وختونو کې په اجورې باندې د خلکو اوښا ن پیایم زما جیب کې اوس هم دوه درهم شته که ته دا ضمانت کوې چې ددې پیسو تر ختم پورې زه ژوندی پاتې کېږم نو داکڅوړه به واخلم.
عمر(رض):سبحان الله! دقناعت او توکل دا څه مقام دی؟
اویس(رح): عمره تعریف مه کوه چې دحمد او ثنا قابل یوازې رب الناس ،مالک الناس او اله الناس دی اوس ته زما وخت مه ضایع کوه قیامت ډیر نژ دی دی هلته به ملا قاتو نه وکړو.
دایې وویل او پاڅېد او په لمانخه بوخت شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قناعت او توکل :زموږ ملت د یوویشتمې پېړۍ په جریان کې ،ددومره تکنالوژي پرمختګ کې،اوڼړیوال بدلون سره سره بیاهم دکړکېچ پنځمې لسیزې بد مر غیو ته ننوزی. دولت چاته په کو مو اصولو کې د سولې دعالی شورا د ریاست مشروعیت ورکووچې حتی کالی یی د جاپانالاصله ناکامورا یا مراد کاکا سره د مقایسې په قالب کې برابر نه راځی« د سړی شخصیت په صورت نه بلکې په سیرت دی »کور په هندوستان کې پا چایی او په خط کشی زینو کې راوتلی د مظلوم ملت سپېدار کې سره نه ځی. دیوه داسې ولس په برخلیک چې ولس مشر یې دلوړې کچې د لوږې ، فقر، کمبود او اضطراری ژوند خبرداری ور کوی ، زموږد فرهنګ دآفتو نه برخه له همدې خا یه له افراطه اوړی ایا د یوه سالم اسلا می سیستم او نظام لپاره څو فیصده دغه صنعی سازش د منلو وړ ده ؟فلهذا د دریو شیانو دوام نه وی:۱- دورېځو سیوری،۲-ددروغو تعریف ،۳-ددروغووعده. اوفو با العهد ان العهد کان مسولا. موږټول د خپلې ژبې ،فرهنګ اوکلتور ،باور او ایمان ،عدالت او انصاف برخو کې مسول یو.
تر بلې لیکنې پورې ..........