كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب  صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کابل د مساجدو امامتونه ئې په زور په پیسو او سیاسی قدرت تر لاسه کړل ، او دغه حزبي ملایان او علماء د حزب جمعت په خدمت کي تبلیغونه او نعرې او سوړي وهلې او او لاهم یي ډنګوي !! 

دادی نن بیا طالب د قدرت سیاسي په ویښه خوب ویني !!! 
او داخوب هله ریشتیاء كيږي چه ارګ او مساجد باید دواړه د ټالب جان او ټالب خان په لاس کي وي !!!! 
اوس نو ټالب بله لاره نه لري بېله دې چه : د کابل د مساجدو ملایان لازم له منځ ورک کړي ، نو دا دی چه اوس په ملایانو ملامرګو په ګده ده ، طالبه دا کار مه کوه ، دې هدیري ډیر د قدرت وږي تر ګونډو لاندي کړي !!!!!