له هر څه مخکې باید هېره نه کړو چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په وړاندې پخواني کودتاچیان نن هم د ولسمشر اشرف غني د واک چپه کولو لپاره په کافي امکاناتو د هغه تر شاوخوا په کمین کې دی او له بهره هم طالبان د پخوانیو مجاهدینو په نقش کې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې د موقت حکومت او نورو پلمو په بڼه په توطیه کې دي. نننی کړکېچن سیاسي چاپیریال چې ولسمشر غني يي مدیریت کوي په ډېرو نښو او علامو سره، هغه چاپیریال ته ورته ښکاري چې د ۹۰ لسیزې په پیل کې يي مدیریت پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په غاړه درلود.
د ۹۰ لسیزې ناورین ته په پام چې تقریبآ همغه پخواني لوبغاړي يي په نویو حالاتو کې سیاسي لوبه مخې ته وړي، اوسني حالات باید په پوره دقت مدیریت شي او دا رسالت نه یوازې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت رسمي او ملي دنده ده، بلکې د پرونیو هغه ځواکونو او کړیو ملي او انقلابي دنده هم ده چې د ۱۹۹۲ کال د اسلامي جمعیت، جهادي مافیا، ستمي او پرچمي مالوم الاحاله کړیو د کودتا په پایله کې له واک او هېوادني خدمته محروم کړای شول!
هېوادپال ځواکونو ته نه ښای په بېوخته او بېځایه چنو او ناندریو فرصت له لاسه ورکړي او حالات په لویلاس بیا د پرونیو کودتاچیانو او اجیرو طالبانو واکمنۍ ته مساعد شي!
کومې څرګندونې چې ولسمشر غني د ۹۰ لسیزې د ناورین په اړه کړي او ورپسې اغلې موسکا نجیب د ولسمشر د څرګندونو په تړاو ځوابیه غبرګون ښودلی، که ښه نیت د یوې شېبې لپاره تر شا پریږدو، په دواړه څرګندونو کې شاړه او شډله ژبه کارول شوې ده.
ولسمشر غني ویلي«مجاهدینو سره د خبرو اترو په اړه د ډاکټر نجیب الله لویه تېروتنه دا وه چې له واکه يي ځان ګوښه کړ. موږ دا فیلم یو ځل لېدلی، نه غواړو بیا يي ووینو، ځکه پوهیږو چې پای څه شی دی»
ولسمشر غني د ۹۰ لسیزې د ناورین په اړه، درې ډېرې مهې مسلې پرېيښي او په مجرده توګه يي د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب استعفی ته ګوته نېولې. هغه درې مهمې مسالې دا دې:
۱ ــ د شمالټلوالې کودتا (د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د واکمنۍ په وړاندې)
۲ ــ د روسیې ــ اسلام اباد ګډه توطیه
۳ ــ د ملګرو ملتو سازش (یادې کودتا او توطیې سره)
که په مجرده توګه د هغه مهال د پېښو مور د ډاکټر نجیب استعفی وګڼو، لویه تېروتنه همدغه قضاوت دی!
کله چې د کابلښار ۷۰ زره کابلیان وژل کیږي، د افغانستان اردو له منځه ځي، وسلې اسلام اباد ته چلول کیږي او د عادي اوسپنو په بیه خرڅيږي، د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال حمیدګل، د وخت د جمهور رییس برهان الدین رباني سلاکار ګمارل کیږي، کابلښار او افغانستان ړنګیږي، دا په مجرده توګه د نجیب الله د استعفی له کبله نه رامنځته کیږي، بلکې دلیل يي تر استعفی مخکې د پورته یاد شویو دریواړه لاملونو په ترکیب کې موندلی شو.
د شمالټلوالې په واکمنۍ کې او د ملګرو ملتو په انګړ کې د ډاکټر نجیب څلور کاله سیاسي پنا او بیا له دې انګړه د اسلام اباد په لمسون او ګډون او د طالب په لاس د هغه ېیستل او غیري انساني اعدامول، پخپله د ملګرو ملتو سازش ښۍ.
په موجوده حکومت کې د شمالټلوالي غوړ شتون هم ښای ولسمشر غني څخه دا جرئت اخیستی وي چې د ۹۰ لسیزې د ناورین اصلي لامل چې همدغه شمالټلواله ده، بابیزه وګڼي او پرځای يي د ډاکټر نجیب استعفی ته زیات ارزښت قایل شي.
د ۹۰ لسیزې ناورین او په ټوله کې د افغانستان څلویښت کلنه غمیزه (نه شل کلنه غمیزه یوازې)، دا له هالیود او بایلوډ فیلمو سره یو شان ګڼل او یا د دې غمیزې د بیان او وضاحت لپاره د فیلم کلمه کارول، نه سیاسي اصطلاح ده او نه د دې غمیزې د بیان لپاره کومه شاعرانه تشبیه یا استعاره؛ دلته هم که نیت هر څونه پاک وي د بیان ژبه شډله او دا غمیزه مسخره شوې ده!
پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او اوسنی ولسمشر اشرف غني دواړه د حبیبي لیسې شاګردان تېر شوي، دواړه یو شان افغانان، په هېواد او افغانانو مین او د هېواد ریښتیني زامن دي.
د اغلې نجیب موسکا دا خبره بېځایه ده چې د ولسمشر غني د افغانیت په اړه يی شک ښودلی دی.
اغلې موسکا وايی«ولسمشر غني! افغانستان کې جنګ د شل کلن فیلم پروژه نه ده. په هر حال، هر فیلم بیا هم پای لري. کبر یوه ناروغه ځانغوښتنه ده چې سمون ته اړتیا لري. ښاغلی ولسمشره، د مرکې پای کې ستاسو خندا ستاسو په څېر د یو رهبر سره ښه نه ښایي. د سولې لپاره د ډاکټر نجیب الله په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي، ډا ډه نه یم چې ګنې تاسو به هم له هغې ډلې یاست؟»
داسې شکونه سیاسي حریفانو او دښمانانو ته فرصت ورکوي چې هېوادپال افغانان خپلو منځو کې اخته کړي. له همدې فرصته د نبي اعظمي پشان د هېواد ذاتي دښمنان ګټه اخلي، نه یوازې په پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله وردانګي، بلکې په اوسني ولسمشر هم د برید او ښکنځلو لار پیداکوٍي.
په یوه تازه څرګندونه کې د هېواد پخوانی دښمن نبي اعظمي وايی«حالا تمام مردم دنیا وحتی غنی دوست و همتبار نجیب الله می دانند که طرح مصالحه ملی و استعفای پیش از وقت نجیب بزرګترین ونابخشوده ترین اشتباهات وی بود که منجر به سقوط دولت وی شد؛ به جز حلقه کوچکی از طرفداران و چک چکی های نجیب که مرغ شان یک لنگ دارد وبا سفاهت و قباحت بی نظیری می گویند در مقابلش کودتا شده بود.اریايي بریښناپاڼه»
د ۹۰ لسیزې د کودتاچیانو د بانډ دا سرخېل د ولسمشر غني له څرګندونو په ګټې سره غواړي، خپلې پخوانۍ کودتا او جنایت ته چې هېواد يی په وینو کې ولمباوه، پیوندي پرتوګ ورواغوندي.
د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت جیګپوړي چارواکي هر یو د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پخپل وار د ډآکټر نجیب الله په درنښت سره یادونه کړې، حمدالله محب يي په پکتیا کې مزار ته ورغلی او په زیارت يي د خپل عقیدت څرګندونه کړي.
د ډاکټر نجیب الله پلویانو ته راتلونکې او د هېواد ګټې مهمې دي، روغې نیوکې نه ښای شاته ِوغورځول شي. همدارنګه د نظرونو هغه مثبت بدلون چې دې وروستیو د ډاکټر نجیب الله په اړه وینو دا خپله یوخوا د راتلونکې په اړه د نوموړي د ریښتیني قضاوت او وړاندوینې څرګندونه کوي او بلخوا د هغو د پلویانو د بیا رامنځته کېدا برکت دی چې سیاسي حریفان يي له پام نه شي غورځولای.
همداراز که سیاست او په افغان دولت کې د رسمي دندې خبره اخوا ته کړو، د یوې لور پتوګه موسکا حق لري د پلار په اړه شډله خبره او نا عادلانه قضاوت ته وړ آو پر ځای غبرګون وښۍ.
ملي ګټو ته لا ژمنتوب به د نجیب الله په اړه عادلانه قضاوت ته لار هواره کړي.
د ۲۰۲۰ کال د جون ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی