افضل شاه
ټيليفون چې په کړنګا شو
ريسيور به مې اوچت کړو
يو ريښمين اواز به راغى
زما زړه به په درزا شو
ټول ماحول به سُر او ساز شو
خو يو نوې بلا راغله
ټليفون کولى نه شو
يار ته يار ويلى نه شو
C.L.I. مو رقيب شو
اوس مې تنده نه ماتېږي
اوس په خيال باندې تېرېږي
ستا خبرې مې يادېږي
خپل نمبر خپله ميلاو کړم
اوس د ځان سره ګورېږم
خو اوس چرته مشغولېږم
ستا اواز چې پکې نه وي
سُر او ساز چې پکې نه وي
ټيليفون راته بلا شو
ستا اواز رانه جدا شو
		
			
					
					
						
							29.11.2006
						
						 - hairan
					
					ننګيال يوسفزى، کراچۍ
زه خپل استاد د  خپلې ژبې او تاريخ لرې ساتلى ومزه خپل شاعر د شعور د کور نه شړلى ومزه خپل اخبار د ناخبرۍ په خوږ رګ اوده کړى ومزه خپل ملا د ترقۍ نه منکر کړى وماوما خپل وروڼه په پردي جنګ کې وژلي دي...
			 
			
					
					
						
							29.11.2006
						
						 - hairan
					
					ډاکټر ثواب الدين مخکښ
خوبونو کې نن خوب مې ناکرار لیدلی دید یار په سینه پروت مې اژدهار لیدلی دی
د کلي پوخ مارګیر به یې چې بېخ ته کېناستلوپه ملا باندې رامات مې دنګ چنار لیدلی دی
سپین سرې بسوګۍ نه مې د خوب تعبیر پوښتلیوې دښمن په سینه پروت مې افغان خوار لیدلی دی
دا مات چنار انځور د افغاني غرور دی زویه!نېغ شوی داچنار ما څو څووار لیدلی دی
وې ځۍ لاړشۍ کوه طور ته دموسی امسا پیدا کړۍفرعون دزمانې...