ننګيال يوسفزى، کراچۍ
زه خپل استاد د خپلې ژبې او تاريخ لرې ساتلى وم
زه خپل شاعر د شعور د کور نه شړلى وم
زه خپل اخبار د ناخبرۍ په خوږ رګ اوده کړى وم
زه خپل ملا د ترقۍ نه منکر کړى وم
او
ما خپل وروڼه په پردي جنګ کې وژلي دي
21.11.2006
- hairan
عارف تبسم
تورى د ښايست له انتسابه څخه باسمڅنګه دې د مينې له کتابه څخه باسم
نه دې يادومه، نه دې نوم اخلم له ځان سرهتا به زه د ژوند له هر حسابه څخه باسم
څو به مضطربه په يادونو کې وسېږې تهڅنګه دې زړه خواره! له عذابه څخه باسم
ځان ته به يې بل کړم او تيارې به پرې رڼا کړمستوري د اسمان به له عتابه څخه باسم
ډېر مې په خواريو څه ګوهر و ځان ته وموندلپرې مې ږده چې سر اوس له دريابه څخه باسم
بيا نن په وجود کې...
29.11.2006
- hairan
افضل شاهټيليفون چې په کړنګا شوريسيور به مې اوچت کړويو ريښمين اواز به راغىزما زړه به په درزا شوټول ماحول به سُر او ساز شوخو يو نوې بلا راغلهټليفون کولى نه شويار ته يار ويلى نه شوC.L.I. مو رقيب شواوس مې تنده نه ماتېږياوس په خيال باندې تېرېږيستا خبرې مې يادېږيخپل نمبر خپله ميلاو کړماوس د ځان سره ګورېږمخو اوس چرته مشغولېږمستا اواز چې پکې نه ويسُر او ساز چې پکې نه ويټيليفون راته بلا شو...