عارف تبسم

تورى د ښايست له انتسابه څخه باسم
څنګه دې د مينې له کتابه څخه باسم

نه دې يادومه، نه دې نوم اخلم له ځان سره
تا به زه د ژوند له هر حسابه څخه باسم

څو به مضطربه په يادونو کې وسېږې ته
څنګه دې زړه خواره! له عذابه څخه باسم

ځان ته به يې بل کړم او تيارې به پرې رڼا کړم
ستوري د اسمان به له عتابه څخه باسم

ډېر مې په خواريو څه ګوهر و ځان ته وموندل
پرې مې ږده چې سر اوس له دريابه څخه باسم

بيا نن په وجود کې يو څه دروند حساب لرمه زه
څنګه دا خپسکه له اعصابه څخه باسم

بيا به تبسمه ازادي د خپل وجود لمانځم
يو وارې که سوچ زه له محرابه څخه باسم