نبيله غزل

ډکې پيمانې په بله واړوي
سترګې پښتنې په بله واړوي

کړې بهانې په بله واړوي
تللې زمانې په بله واړوي

ځان کړي ورښکاره لکه د قدر شپه
زړه  د ايينې په بله واړوي

مونږ يې د غليم غشي ته سپر نيسو
دوی ورنه سينې په بله واړوي

پرېږدئ چې غزل د ارماني ژوندون
سوې ترانې په بله واړوي