صاحب شاه صابر

د پرهر ژبه مې هغسې ګويا ده
خو د زړه درزا مې ستړې ده ساه ساه ده

د مئينو زړونه مۀ ماتوئ خلکه
په دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده

ما د مينې دنيا ومونده غني شوم
خلکو وې چې په دنيا کې خو دنيا ده

چې د زړونو ائينې پکې زنګ اخلي
يره! دا لا څنګه ښار څنګه هوا ده

د رقيب په خوله کې څنګ ښکلى تاثير دى
هر څوک وايي چې مئينو ته ګناه ده

چې پخپلو کې پښتو ويلى نه شو
په دې څه که پښتانه يو، پښتونخوا ده

ما په دې دنيا کې مه چېړه ناصحه
هغه بله دنيا ستا سهي چې ستا ده

د قيامته هر سړى داسې يرېږي
لکه هر سړي چې کړې څه ګناه ده

د خودۍ نشه يې ماته شوه په سر کې
د صابر د خودسرۍ دغه سزا ده