تکل عبدالرحيمزى
دا دلته د چا زور دی دروازې دي ټولې بندې
داڅنګ خلک راټول دي دا کوڅې دي ټولې بندې
ورځئ چې مخکې ورشو ويې ګورو چې څه حال دی؟
کاروان ګورﺉ تېرېږي، قافلې دي ټولې بندې
مزل زموږه سُست دی د منزل ګامونه تېز دي
ډېر ستړي يو ستومانه خو دمې دي ټولې بندې
دا چا ورته خبر د لېونو د راتګ کړﺉ
منګی مات دی، رباب نشته، حجرې دي ټولې بندې
موږ څوک پېژني، څوک يو، خدای خبر چې څه به غواړو؟
غوښتنې زموږ نشته فيصلې دي ټولې بندې
نا آشنا غوندې قانون دی نا آشنا خبرې اورم
د مرګ اجازه کېږي جنازې دي ټولې بندې
اشنا راته د سترګو په رموز کې هر څه وايه
خبرې ټولې بندې اشارې دي ټولې بندې
تکله مساپر يې ته به خپل وطن ته لاړ شې
ارمان د ساقي ژوند ته چې نشې دي ټولې بندې
12.11.2006
- hairan
شېر ولي سبا
مينه څه دى زړه چاودون دىسوی رنګ غم کې ژوندون دى
چې کامياب شي زړه يې صبر چې ناکام شي بيا مجنون دى
يا غږېږي له اسمانه يا يې خاؤرو کې سکون دى
په يوه خندا يو ځای شي په يوه سهوه بېلتون دى
خپل عادت ورته ښه ښکاريبل چې ښه کړي وايي جنون دى
ښه پوهېږي ښه عاقل دىفلسفه کې افلاطون دى
خپل قسمت دى رارسېږيسبا ولې ځيګر خون دى
شېرولي سبا...
14.11.2006
- hairan
صاحب شاه صابر
د پرهر ژبه مې هغسې ګويا دهخو د زړه درزا مې ستړې ده ساه ساه ده
د مئينو زړونه مۀ ماتوئ خلکهپه دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده
ما د مينې دنيا ومونده غني شومخلکو وې چې په دنيا کې خو دنيا ده
چې د زړونو ائينې پکې زنګ اخلييره! دا لا څنګه ښار څنګه هوا ده
د رقيب په خوله کې څنګ ښکلى تاثير دىهر څوک وايي چې مئ...