ډاکټر ثواب الدين مخکښ

خوبونو کې نن خوب مې ناکرار لیدلی دی
د یار په سینه پروت مې اژدهار لیدلی دی

د کلي پوخ مارګیر به یې چې بېخ ته کېناستلو
په ملا باندې رامات مې دنګ چنار لیدلی دی

سپین سرې بسوګۍ نه مې د خوب تعبیر پوښتلی
وې دښمن په سینه پروت مې افغان خوار لیدلی دی

دا مات چنار انځور د افغاني غرور دی زویه!
نېغ شوی داچنار ما څو څووار لیدلی دی

وې ځۍ لاړشۍ کوه طور ته دموسی امسا پیدا کړۍ
فرعون دزمانې دامسا ډار لیدلی دی

دمات چنار غم مه کړۍ د مار ګیر په لټه ووځۍ
بې دې مارګیر مې خلکه کلی خوار لیدلی دی

مخکښه ستا خوبونه اندیښنې واړه پر ځای دي
شرف د هر افغان مې سر په دار لیدلی دی