دماشومانو د فولکوريک نظمونو په اړه د بحث په زړه پورې نتيجه !
 د پښتنې ټولنې په هره سيمه کې ماشومان د لوبو په وخت کې خپل ځانګړي نظمونه لري ، دا نظمونه عموما پخپله ماشومان جوړوي .ځکه خو ځنې وخت داسې کليمی هم په کې کارول شوي وي چې کوم ځانګړی مفهوم نه لري خو يوازې د وزن له پاره راوړل شوي وي . د هسکې مېنې په سيمه کې جې زموږ په وخت کې کوم مروج نظمونه وو له هغو نه يې ،يو څو يې زما په ذهن کی شته ، هغه به تاسو سره شريک کړم ،نور يې تاسو پسې وليکی .
- اکو بکو سر سيندکو ، غوا مې لاړه په ترپکو ، پاتو خورې راووځه ، په لستوڼې کې دې څه دي ؟ په لستوڼې کې مې مار دی ، مار زما په کاردی ، جپ شه حرامي ، په دې ډنډ کې به څوک وي ، اوس به مو دواړه ومنډي ...
- نری نری باران دی ، بابا مې راروان دی ،کټ لاندې پيشو ده ، پيشو ته وايم پشې ! بابکه ستړی مه شې
 - اوښه اوښه دانګه ، هسکه دې غړانګه ، کوجی ماما نارې وهي ، دوه غبرګې نغارې وهي
بريالی :
١- پلار مي تللي دي كامي ته، رابه شي غرمي ته، ماته به اوبه راوړي، اوبه به وركم سيند ته، سيند به ماته كاڼي راكي، كاڼي به زه خداي ته وركم، خداي به ماته ورور راكه، وه وروره بيدار شه ، ستا په لونگي ډزي دي، گډي وډي ورحًي دي.
٢- ځاځيو كره مي شپه وه، هـگي يي راته پخه وه، بوره پكي پرته وه، ما نه خوره خوږه وه.
٣- هـلته يو باچا وو، ناست په دوكانچه وو، د لور نوم يي غونچه وو، عونچه ولويده له كټه، پخه يي ماته شوه چورلټه.
٤- كتار كتار اوښان وو، بار كړي يي غوزان وو ، ورلاندي شا ميران وو،
٥- بابا کره اشر و، پوخ كړي يې دخره سرو ، په گيډه كي مي درد شو، سور اور راباندي بل شو.

راصد ځواک :
١-فلانی زما ملګری دی. پولې شا ته غلی دی. سور لړم چیچلی دی. راشه ملا دم یې کړه. سرې .... ور سمې کړه.
٢- ما او تا -یاران یو، د یوې سوړې ماران یو، که چا ویشتو پرې تاوان یو...
٣- ای جلی ، سور دې کوناټی جلی، ما به په شا کی جلی ، کور ته به مې وړې جلی ..(.ټوله مې نه ده زده)
 ٤- ا، ب ، ت ، ث ! ملا غواړي درې پیسې ، که ور دې نه کړې اخيرت کې درپسې. 
روښان دوست :
١- پوریې غاړه درګه وه.، درګې لاندی چرګه وه ، چرګی لاندی ویه ( هګۍ ) وه ، .ویه راختا شوه دبابا چوپړه سترګه وه
٢- ګنجی توت لاندی ويده وو،.د مچانو پې واده وو ، .یو مچ مي ترينه مړ کړ دګنجی راسره شره شوه ، .زما ورباندی بره شوه
٣- هغه دی لمر راوخوت ، په کلا خر راوخوت .
٤- پیته پیته پوزه، .راووته دځوزه، وخواره نورروزه.( د چا نوم ) درسره بوځه
٥- ګنجیه بیناتی ....په غره باندی کړه پیتی....نور ی را نه هیر دی
٦- ملا چرګګه وروره چيرته تلی وی؟ ..تیرا ته تللی وم.،هلته څه شی وو؟ چرګانو ډومبکی وهل بلبلی ګډیدی. ، ما يې سرې ... ليدې