ستاينه !!!
- شاعرچې راته خپل شعر واوراوه نو ما ورته وويل :واه ! واه ! تر ټولو ښه شعر دې راته ووايه ! مسکا يې په شونډو راخوره شوه او ډير خوشاله شو
- د پوهنتون استاد سره د پوهنتون په انګړ کې مخامخ شوم ورته ومې وويل : زموږ په استادانو کې تاسو هغه استاد يې چې تر ټولو ښه لکچر ورکوې ،خندا يې وکړه او ډير خوشاله شو. په امتحان کې يې ښې نمرې هم راکړې .
- ډاکټر ته مې په خپل کتنځي کې وويل : زموږ د ښار په ټولو ډاکټرانو کې ، تاسو د ډير ښه نوم خاوند ياستی ،ډير خوشاله شو او په دې خوشالۍ کې يې رانه فيس هم وانخيست .
- انجنير د کور د نقشې په ډيزان اخته و ، د هغه نقشه مې چې وکتله نو ورته ومې ويل : باور نه کوم چې په دې ټول ښار کې دې ، بل انجنير ستا په څير ښه نقشه ايستلي وي ، زما د خبرې سره سم يې قلم په ميز کيښود، لومړی يې ښه په مينه راته وکتل او بيا يې د خوښۍ ډکه خندا وکړه .
- دوکاندار نه مې سودا اخيستله ، چې پيسې مې ورکړې نو ورته ومې ويل : تر ټولو با انصافه دوکاندار ته يې ، ډير خوشال شو ، ژر يې د خپل دخل نه يو څو روپۍ راواخيسې او بيرته يې راکړې .
ما دې ټولو ته هغه څه وويل چې هيڅ واقيعت او حقيقت يې نه درلود ، خو يوه هم زما خبره رد نه کړه .
 په پای کې دې نتيجې ته ورسيدم چې هر څوک په ستاينوخوشاله کيږي  که څه هم چې واقيعت به نه وي