ښه سړی ؟
په ادراره او منجمنټ نه پوهيده ، خو بيا هم د لويې ادراې مشر و ، ځکه چې ښه سړی و
پخپله يې خيانت نه کاوه ، خو د لاس لاندې مامورينو د خيانت مخه يې هم نه نيوله ، ځکه چې ښه سړی و
په اداره کې يې انارشي او ګډوډي ډيره زياته وه ، خوهغه يې مخه نه نيوله ،ځکه چې ښه سړی و
خپل لوي امر ته به تل د احترام په توګه په ملا کړوپ و ، د هغوي هم خوښيده ، ځکه چې ښه سړی و
پخپله بې مسلکه و، خو په مسلکي پوست کې يې کار کاوه ، ځکه چې ښه سړی و.
زمری خان چې د همدې ادارې يو پخوانی مجرب کارمند و هغه ورځ يې د خپل مشر د همدې ښه سړيتوب پرضد د بغاوت جنډه پورته کړه، ويل يې : که ښه سړيتوب همدا شی وي نو بيا خو دا وطن تبا ه او برباد وبولی