انصاف ، انصاف ، انصاف ........ !!!
هغه ورځ دکور نه په سودا پسې ښار ته لاړم ، زما عادت دی چې دوکاندارانو سره مې په بيو کې چنې وهل په وس نه دي پوره . نو دا مې غوره وګڼله چې د خپلې اړتيا وړ سودا په هغو پلورنځيو کې واخلم چې په لو حه يې ( انصاف ) ليکل شوي وي ، نو ځکه مې :
چای په ( انصاف چای پلورنځي ) کې واخيست ، بوره مې په ( انصاف خوراکه فروشۍ ) کې واخيسته ، د جامو رخت مې په (انصاف رخت فروشي) کې واخيست ، همغه رخت مې بيا ( انصاف کالي ګنډونکي ) ته سپاره . د غرمې ډوډۍ مې هم په ( انصاف رسټورانټ ) کې وخوړله ......
بيرته د کور په لور د ستنيدو په وخت کې ، د ډيرې خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايدم ځکه چې نن مې د سودا اخيستو له پاره ، تر ټولو ښه او اسانه لاره پيدا کړې وه .
ناڅاپه شيطان را ته په زړه کې وسوسه راواچوله ، په هغو مغازو او خوراکه پلورنځيو سر شوم چې په لوحو يې ( انصاف ) نه و ليکل شوی ، دهرې متاع د قيمت پوښتنه مې چې کوله، نو د ( انصاف ) لرونکو مغازو په پرتله په( بې انصافه ) مغازو کې ارزانه وه ، دا خبره مې د خپل کلي د هوښيار سره شريکه کړه : هغه راته وويل :
هر هغه څوک چې څه نه لري ، د همغو يادونه ډيره کوي !!!‎"