س. زهير شينواری

په بشري ټولنو کې

                                  د سياسي ګوندونو رول  

د ځمکې پرمخ زيات شميروګړي  ژوند کوي . هغه وګړي چې په يو هيواد کې ژوند کوي د هغه هيواد ولس ، ملت او يا هم اتباع بلل کيږي .

په ولس کې ټول انسانان يوډول فکر او نظر نه لري . لامل يې معلوم دی او هغه دای چې ټول خلک لکه څنګه چې د څيرې له مخې ورته او يو شان نه دي ، همداسې د فکرونه هم بيلا بيل دي . د ولس  وګړو ته که ښه ځير شو نو ګورو چې : دعمر له پلوه  ، څوک زاړه  ، څوک ځوانان او څوک هم ماشومان وي ، که دو لس نيمه برخه نارينه دي نو نيم بيا ښځې وي ، څوک د لوړو زده کړو ، څوک د کموزده کړو او څوک بيا هيڅ په ليک لوست نه پوهيږي ، څوک په غرونو کې اوسيږي  او څوک  بيا په ښارونو کې ژوند کوي  څوک د عقيدې له مخې په يو مذهب وي او څوک په بل مذهب وي ... همدا طبعي توپيرونه دي چې په انساني ټولنو کې ټول خلک د پيښو په وړاندې بيلابيل ليد لوري لري.

هيڅکله د يو چا نظر سل په سلو کې سم نه وي او هيڅکله د يو چا نظر سل په سلو کې غلط نه وي .همدا وجه ده چې په  انساني ټولنه کې هرڅوک حق لري خپل نظر په ازادانه توګه بيان کړي  خو هيڅوک دا حق نه لري چې خپل نظر په نورو د زور له لارې وتپي . که څوک داسې هڅه کوي په نتيجه کې يې خامخا  د انسانانو تر منځ جنګ او جګړې راځي  او جګړه هغه اور دی چې انساني ، مادي او معنوي ټولې شتمنۍ د ايرو په څليو بدلوي .

پو ښتنه پيدا کيږي ، کله چې په انساني ټولنه کې د نظر دغه ډول توپيرونه  شتون ولري نو بيا د حل کومه لار شته چې د جګړې  ځای سوله ونيسي ؟

ځواب يې ساده دی . هغه کسان چې ورته او يو شان نظر لري ، هغوي  په  ډلو يا ګروپونو کې را ټوليږي   اوپه ټوليزه توګه د خپل نظرد رښتينتوب او حقانيت   له پاره  هلې ځلې کوي .

دغه ډول هلو ځلو ته ( سياسي مبارزه)  ، ډلو او ګروپونو ته يې ( سياسي  ګووندونه) ويل کيږي .

هر سياسي ګوند چې نوی منځ ته راځي نو خپلو موخو ته د رسيدو له پاره تر هر څه دمخه  خپله ( کړنلاره يا مرامنامه ) او د خپل ګوند دداخلي جوړښت له پاره ځانګړې ( اساسنامه)  جوړوي . هغه بيا د نورو هيوادوالو په واک کې ورکوي ، هغوي يې مطالعه کوي او فکر پرې کوي . د هراړخيزې مطالعې وروسته  که د ګوند  د عمومي موخو او اهدافو سره ددوي نظر موافق وي او يا  د هغوي د نظر او فکر سره ، ورته نظر ولري نو په طبعي توګه په هغه ګوند کې خپل ځانونه ثبت او په هغه ګوند کې خپل غړيتوب تر لاسه کوي .

  کيدای شي دغه سياسي ګوندونه،  په ځنو هيوادونو کې زيات او په ځنو کې د ګوتو په شمار وي . خو شتون يې د ولسواکۍ يو عمده اصل دی .

که په يوه هيواد کې  يوه ډله يا کوم ګوند د کودتا ،  زور، زياتي او ټوپک  له لارې  ، دحکومت واک تر لاسه کوي نو په نتيجه کې مستبد ( ديکتاتور) نظام منځ ته راځي . په مستبدو نظامونو کې د بيان ازادي نه وي ،څوک چې د خپل حق  دغوښتلو غږ پورته کوي ، هغوي يا وژل کيږي او يا هم زندانونو ته ليږل کيږي

په ولسواکو ټولنو کې که يوشخص ، ډله يا سياسي ګوندو غواړي په مشروع او قانوني  لاره  سياسي واکمني  تر لاسه کړي نو هغوي  بياد  ټاکنو ( انتخاباتو)  لاره خپلوي ، په ټاکنو کې چې ولس  هر چا ته ډيرې رايې ورکړې ، هغوي حکومتي واکمني او اختيار  تر لاسه کوي .

په و لسواکو(دموکراتيکو) نظامونوکې ددولت مشرتوب د خلکو له لورې په ازادو او عادلانه ټاکنو کې ، د صلاحيت اواهليت له مخې منځ ته راځي ،  نه  د  قوميت، نژاد ،مذهب ،ژبې ، سمت ،جنسيت او نورو امتيازاتو له مخې .

هغه حکومتي واکمني چې  د ملت يا ولس د رايو د اکثريت له لارې د يوې ټاکلې مودې له  پاره منځ ته راځي  ( ولسي حکومت ) بلل کيږي .

په ولسي حکومت کې مخالفين چې اقليت جوړوي  اود حکومتي واکمنو سره د نظر اختلاف لري  ( اپوزيسيون ) بلل کيږي  .

  اپوزيسيون هغه سياسي ګوند يا دګوندونو ايتلاف  ته وايي چې د خپلې ځانګړې کړنلارې له مخې،  په قانوني او سوله ايزه  توګه په حکومت کې د بدلون د راوستلو په لټه کې وي .

په ټولو چارو کې داپوزيسون  شتون او هغوي له پامه نه غورځول ،  د ولسواکۍ  بنسټ جوړوي .

مخالفين يا اپوزيسيون  په ازادانه توګه کولی شي  د خپل نظر څرګندونه وکړي ، د حکومتي چارواکو چارې  و څاري  او په هغو نيوکې وکړي.

 

په عمومي توګه ويلی شو : په ديموکراتيکو نظامونو کې د سياسي ګوندونو فعاليت ازاد وي خو برعکس په مستبدو نظامونو کې بيا هڅه کيږي چې د ګوندونو د جوړيدو مخه ونيسي .

په معاصرو ولسي نظامونو کې دوه ډوله ګونديز سيستمونه شتون لري : دوه ګونديز سيتم ، څو ګونديز سيستم

١- دوه ګونديز سيستم :

په هغو هيوادونو کې چې د ټاکنيزو مبارزو اوږد تاريخ ولري عموما دوه لوي ګوندونه شتون لري چې په ټاکنو کې  کله يو او کله بل  بری تر لاسه کوي .

 په دغسې هيوادونو کې د قانون له مخې ، د زياتو ګوندونو په فعاليت کوم بنديز نه شته بلکې د ټاکنيزو سياليو په پايله کې وروورو واړه ګوندونه له صحنې وتلي او د سياسي مبارزې ميدان يوازې همدې دوه سترو ګوندونو ته پاتې شوی دی چې په متناوب ډول کله يو او کله بل د حکومت چارې پر مخ بيايي.  يعنې هر هغه سياسي ګوند چې په پارلماني او يا هم د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې اکثريت او زياتې رايې تر لاسه کړي د حکومت واک تر لاسه کوي .

په دوه ګونديز سيستم کې د ګډ او ايتلافي حکومت د جوړيد مسله نه مطرح کيږي ځکه يو ګوند حتما مطلق اکثريت لاس ته راوړي . د

ددوه ګونديز سيستم بيلګې د نړۍ په پرمختللو هيوادونو لکه : د امريکا په متحده ايالاتو ، انګلستان ، فرانسه او داسې نورو هيوادونو کې ليدلی شوو.

٢- څوګونديز سيستم :

په هغو هيوادونو کې چې څو ګونديز سيستم رواج لري عموما حکومتونه د دوو يا څو ګوندونو د ايتلاف په نتيجه کې منځ ته راځي . د ګوندونو ايتلاف عموما په درې ډوله وي :

-         ټاکنيز ايتلاف

-         پارلماني ايتلاف

-         حکومتي

انتخاباتي ايتلاف د حکومتي ايتلاف سره توپيرلري . په دې معنی چې انتخاباتي اتلاف هغه وخت را څرګندیږي چې ګوندونه دپارلمان دلا‌‎ډیروڅوکېو دلاسته راوړو او دخپلو ګدو رقیبانو( سیا لانو ) د کمزوري کيدو  لپاره یو له بل سره اتحاد وکړي ، اما په پارلمان کې دهغو ی اتلاف حتمي نه دی .

حکومتي اتلاف هغه وخت مطرح کېږی چې انتخاباتي اتلاف دپارلمان تر جوړیدو او حکومت ترجوړیدو پورې  دوام وکړي . امکان لری پارلما ني او حکومتي اتلاف دانتخاباتي اتلاف ادامه واوسي او یا دحکومت ( دوزیرانو شورا ) دنه استقرار او بی ثباتي له وجی او یا په هیواد کې د خطر نا کو او بحراني شرایطوله امله منځ ته راشي .

انتخاباتي اتلاف په دي ډول دی چې دوه یا څو ګوندونه دیوه تړون په بنسټ د خپلو کاندیدانو لست په کډه جوړوې او په اتفاق سره انتخاباتي مبارزې ته ورځي   . او یا دا چې دغه ګوندونه انتخاباتي حوزي په خپلو منځوکې سره ویشی ترڅو دنظر وړ موقعیت لاس ته راوړي او یا داسې مانورونه او ټا کتیکونه کاروی چې په هغې کې په ټولو یا څو انتخاباتي حوزو کې یو دبل په ضد دفعالیت او تبلېغ نه ډډه کوي . البته هغه وجو هات چې دوه یا څو ګوندونه یو له بل سره نږدي او په اتفاق کوي ، ډير زیات دي . له هغې جملي څخه ایدیو لوژیکي نږدیوالي ، موخی او کړ نلاره ، د یو ه بل ګوندپه ضد ګډه کرکه ، حکومت ته درسیدوهیله ، همدارنګه دواکمن او د اقتدارپه سرګوند سخت دریځ یو بل ته دهغو ګوند ونو دنژدیوالی لامل ګرځی . چې دواک نه دباندې پاتې شوي وي. دګوندیز اتلاف شرط دڅوګوندیزه سیستم په شتون پورې اړه لرې چې داتلاف درامنځته کېدوشونتیا برابروې .

 د سياسي ګوندونو لومړنی زړي  په  اروپا  کې ټوکيدلې خو بيا  وروسته ورو وروپه بيلا بيلو بڼو  د نړۍ نورولويو وچو ته خپاره شوي  دي . نن ورځ به د نړی پر مخ داسې هيواد نه وي چې هلته دې  په ښکاره يا په پټه  يو يا څو سياسي ګوندونه  موجود ونه وي .
په پرمخ تللو هيوادونو کې د سياسي ګوندونو شمير کم وي خو په وروسته پاتې او مخ په ودې  ټولنو کې  ، دا شمير زيات  او کله کله خو  په خپلو کې  د سياسي سوله ايزو  سياليو په ځای ، وسلو ال ټکرونه هم کوي .

سياسي ګوندونه د خپلو کړنلارو له پلوه په بيلابيلو نومونو ياديږي :
ښي اړخي ، چپ اړخي ، ليبرال ، محافظه کار،بسټ پال ،  اصلاح غوښتونکي ، سوسياليست ،کمونيست ،  ديموکرات  ، انقلايي او داسې نور.
 .ښي اړخي او محافظه کار ګوندونه معمولا په ټولنه کې د موجوده سياسي، اجتماعي ، اقتصادي او  عدالتي  نظام په خپل حال د ساتلو پلويان وي  خو په مقابل  کې، چپ اړخي ، ليبرال ، ديمو کرات او  انقلابي ګوندونه  په ټولنه کې د موجوده برحاله  نظام پلوي نه کوي اوپه هغو کې د ژورو سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو غوښتونکي وي .
 کله چې په نړۍ کې د ډيکټاټورۍ او زور واکۍ ځای دولس د خوښې حاکميت  ته وسپارل شونو طبعي خبره ده چې دې پروسې ته ډيمو کراسي وايي او  په ډمو کراسۍ کې  حکومتي واک دهغه هيواد د خلکو په مستقيم ګډون  منځ ته راځي ، او ددغه ډول حاکميت ټينګولو له پاره ولس مجبور دی  چې سياسي ګوندونه جوړ کړي . ځکه د هر سياسي ګوند موخه او هدف په ټولنه کې د سياسي واک لاس ته راوړنه ده او دا د ډيمو کراسۍ يو زرين ا صول دي .
په هغو هيوادونو کې چې د حاکم ګوند په وړاندې قوي اپوزيسيون  موجود نه وي ، بيا هم هغه ټولنه د رښتينی ډيموکراسۍ  له پلوه کمزورې ده ، ځکه هيڅو خت نه شي کيدای چې ديوه هيواد ټول اوسيدونکي دې په يو نظر او يوه مفکوره وي نو بايد خامخا مخالفين موجود وي خو په   ډيمو کراسۍ کې بری د هغه چا په برخه وي  چې په ټولنه کې د خپلو پلويانو  اکثريت جوړ کړي .

په افغانستان کې سياسي ګوندونه :
زموږ  په هيواد  کې هم  د سياسي ګوندونو شتوالی  څه اوسنې خبره نه ده ، خو عملا هغه وخت د سياست ډګر ته راووتل چې کله د وخت پا دشاه ښاغلي محمد ظاهر په ١٣٤٣ ل کال کې،  نوی  اساسي قانون توشيح  او په هغه کې ديو شمير مدني حقوقو   تر څنګ  د افغانستان  خلکو ته   د سياسي ګوندونو د فعاليت اجازه  هم ورکړه
.په دې ډول موږ په افغانستان کې  دسياسي ګوندونو شتوالی   په لاندې پړاونو کې مطالعه کولۍ شو
*  د ١٣٤٣ ل کال  تر مخه سياسي ګوندونه  :
د ١٣٤٣ ل کال د اساسي قانون د تصويب  نه مخکې  هم زموږ په هيواد کې   يو شمير لوي او واړه سياسي ګوندونه موجود وو   خو داچې د فعاليت له پاره يې رسمي اجازه نه لرله ،  مجبور وو چې خپل فعاليتونه  په پټه   تر سره کړي  . په دې  ګوندونو کې يو هم د    ( ويښوزلميانو)  نسبتا لوي ګوند وچې اصلي هسته يې په کابل کې وه او د هيواد  په نورو ولايتونو کې يې دومره اغيزه نه لرله  .کله چې د وخت حکومتي چارواکي ددې ګوند له سياسي فعاليتونو خبر شول نو د هغوي د له منځه وړلو له پاره يې ،  د نظامي برخورد په ځای  د تطميع لاره  خپله کړه او ددغه سياسي ګوند ،  يو شميرجګپوړي غړي يې ، څه د هيواد په دننه کې  په لوړو چوکيو مقرر کړ ل او ځنو ته  يې  بيا له هيواده بهر په خپلو سفارتونو کې  دندې وسپارلې . په دې ډول يې د سياست په ډګر کې  د ويښو زلميانود سياسي مخالفت اغيزه يو څه کمزورې کړه .

* د ١٣٤٣ل _ ١٣٥٧ل کلونو تر منځ  سياسي ګوندونه  :

د ١٣٤٣ ل کال د اساسي قانون د توشيح  سره سم په ټول  هيواد کې  يو زيات شمير سياسي ګوندونه را منځ ته شول چې مشهورګوندونه  يې دادي :
شعله جاويد ، صدای عوام ، افغان ملت ، مترقي ديموکرات ګوند ، د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ( وروسته په دوو څانګو خلق او پرچم وويشل شو )....او نور
د کړنلارې له پلوه دا ګوندونه  چپ ، انقلابي او دمو کرات بللی شو . خو په رسمي  بڼه يې د فعاليت اجازه نه لرله  ځکه  د دحکومت له خواد ګوندونو قانون   په رسمي توګه نه و توشيح شوی  ، له دې امله به هر سياسي  ګوند  د خپل نامه سره  د ګوند په ځای ( جريان  ) ليکلو . خو په هر حال دغو ګوندونوبيا هم  په څرګنده  سياسي فعاليت کاوه ، د خپلو صفونو  د پياوړتيا  له پاره يې په ښکاره جلب وجذب کاوه، د زده کړې منظمې حوزې يې لرلې  او د حکومت په مخالفت کې  به يې  په لارو او کو څو کې په څرګنده  مظاهرې او لاريونونه کول . ددې ګوندونو اکثريت غړي په لومړيو وختونو کې د کابل پوهنتون محصلين  او د ښاري  ښونځيو زده کونکي وو .خو وروسته يې ورو ورو دهيواد نورو ولايتونو ته هم ريښې وغوځولې .   ددې ګوندونو په سر کې
د هغه وخت مشهورې سياسي څيرې داوې :
 محمد هاشم ميوندوال ، خليل الله خليلي ، نورمحمد تره کی ، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل ، ډاکټر نجيب ،  غلام محمد فرهاد ، سليمان ياري  او نور
ددې ګوندونوسره  د سياسي  مخالفت په وړاندې ديني او مذهبي کړۍ هم را ويښې شوې  ، په بيړه يې څو ګوندونه جوړ کړل  خو په ټولو کې هغه وخت  ډير ژر د (  جوانان مسلمان  ) په نامه سياسي ګوند مشهور شو .
په دې پير کې د مذهبي  ګوندونو  سياسي مشهورې څيرې  په دې ډول وې :
پوهاند استاذ رباني ،مولوي محمد نبي محمدي ، عبدرالرحيم   نيازی  ، حبيب الرحمن ، احمد شاه مسعود ، ګل بدين حکمتيار او نور ...
  دا چې افغانستان تر دې وخته  يوه سرتړلې او بنده ټولنه وه  ، د بيلابيلو قشرونو تر منځ سياسي ، اجتماعي او اقتصادي مناسبات هم ډير ساده او د قبيلوي ژوند د مستقيمې اغيزې لاندې وو نو طبعي خبره ده چې په دغسې يوې  ټولنې کې په نا څاپي توګه د ډموکراسۍ  د زړي زرغونيدل  يو لړ ستونزې او مشکلات هم وزيږول .
په دې پړاو کې  د سياسي  ګوندونو په جوړښت کې د تعقل  ځای  تشواحساساتو ، کورني ، قبيلوي او  قومي  اړيکو نيولی و  .دهغه وخت مشهور  سياسي شعارونه په دې ډول وو ،  چا به ويل :  د افغانسان خلکو له پاره کور ، کالي ، ډوډۍ غواړو ،چا به ويل  موږ د امو نه تر اټکه  لوي افغانستان غواړو ، چا به ويل موږ دقهر اميزې له لارې په افغانستان کې چټک انقلابي بدلونونه غواړو او چا به ويل : موږ په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام غواړو .په دې ډول د رنګارنګو شعارونو بازار ګرم وو او هرې يوې ډلې به مقابله ډله په بيلا بيلو تورونو ګرموله .ځنې ګوندونه د کمونستانو او دروسانو د ګوډاګيانو په نامه متهم وو ، ځنې د اخوانيانو او د امريکا د ګوډاګيانو په تور او ځنې بيا د چينايي کمونيزم  دپلويانو  په تور متهم و .
 په دې پړاو کې يو شمير  ملي ګوندونه هم وو خو هغه قوت چې د جوانان مسلمان ، د خلق ديمو کراتيک ګوند او شعله جاويد په ګوندونو کې موجود  وو ، په ملي ګوندونو کې نه ليدل کيده .ځکه هغه وخت ددې ګوندونو  سياسي شعارونه جذاب وو او  د نوي ځوان کول په جلب او جذب کې  يې ژوره اغيزه لرله .
 په دې ټولوګوندونو کې د  شعله جاويدګوند ډير ژر له سياسي صحنې څخه ووت او په څرګند علت يې هم  څوک پوه نه شول خونورسياسي ګوندونه په خپل ټول قوت  د ١٣٥٧ ل کال پورې پاتې وو .البته بايد ووايو چې د١٣٥٢ل کال کې  چې کله سردار داود خان ديوې سپينې کودتا له لارې قدرت تر لاسه کړ نو د سياسي ګوندونو په فعاليت يې  بنديز ولګاوه او په ښکاره هيڅ ګوند د پخوا په شان فعاليت نه شو کولی .
 ددې پړاو په ګوندونوکې سياسي پوخوالی نه و او يو دبل په وړاندې د سياسي مبارزې او سيالۍ په ځای به  يې کله  نا کله له فزيکي  ټکرونو څخه هم  کار اخيسته چې په نتيجه کې يې څو کسه محصلين او زده کونکي هم   ووژل شول  . 

١٣٥٧  ل _ ١٣٧١ل کلونو په موده کې سياسي ګوندونه  :
کله چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند ديوې نظامي کودتا له لارې د ١٣٥٧ ل کال د ثور په اوومه نيټه سياسي واک تر لاسه کړ نو په ټولو سياسي ګوندونو يې بنديز ولګاوه . د ١٣٥٨ ل کال د جدي په شپږمه  نيټه چې کله روسانو په افغانستان مستقيم يرغل وکړ نوزموږ د هيواد  ډلې ډلې خلک د جنګ او جګړو له ويرې ، ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول او هلته يې د روسانو په مقابل کې د مقاومت او خپلو سياسي مبارزو د انسجام له پاره بيلا بيل تنظيمونه او يا په بل عبارت سياسي ګوندونه جوړ کول .
.په دې پړاو کې دغه سياسي ګوندونه زيات د پام وړ او مشهور وو :

 دهيواد دننه :    يوازې د خلک دمو کراتيک ګوندواکمن  و او نورو ګوندونو ته  د فعاليت اجازه نه ورکوله  .
په پيښور کې  : حزب اسلامي افغانستان ( حکمتيار ) ، حزب اسلامي افغانستان ( مولوي خالص ) ، جمعيت اسلامي افغانستان ، حرکت اسلامي افغانستان ، محاذ اسلامي افغانستان ، جبهه نجات ملي اسلامي افغانستان ،اتحاد و دعوت اسلامي افغانستان ، افغان ملت او نو ر

په ايران کې:   په ايران کې  هم څه نا څه اوو اتو ګوندونو شتون، درلود خو وروسته بيا  د حزب وحدت اسلامي افغانستان په نامه  ټول سره يو ځای شول او عبد العلي مزاري يې خپل مشر وټاکه .
ددې پړاو د سياسي ګوندونو مشهورې سياسي څيرې داوې :
د هيواد دننه : نور محمد تره کی  ، ببرک کارمل ، حفيظ الله امين او  ډاکټر نجيب  .
په پيښور کې : پوهاند عبدالرب رسول صياف ، پوهاند استاذ رباني ،انجنير احمدشاه مسعود ، انجنير ګل بدين حکمتيار ، مولوي محمد نبي ، مولو ي محمديونس خالص ،حضرت  صبغت الله مجديدي ، پير سيد احمد ګيلاني ،  ايت الله محسني  ، قومندان عبدا لحق او د افغان ملت يو شمير مشران لکه : ډاکټر انور الحق احدي ، شمس ا لهدا شمس  ستانه ګل شيرزاد او نور
په ايران کې :د وخت سياسي شخصيتونه   عبدا لعلي مزاري ،کريم خليلي ، کاظمي ،  محقق او نورد يادونې وړ دي .
ددې پړاو په ګوندونو کې د ملي او سياسي عناصرو په ځای نظامي عناصر ډير قوي و ،په تبليغاتي ډګر کې هر ګوند ځان برحق او خپل مخاف سياسي ګوندونه به يې په بيلا بيلو تورونو متهم کول . په هغه وخت کې  د خلک دمو کراتيک ګوندغړو  به ځان ته انقلابيان ويل او  له هيواده بهر خپل مخالف ګوندونه به يې  د اشرارو په نامه يادول او هغوي يې د امريکا ، عربو ،  پاکستان  او ايران ګوډاکيان بلل خو با المقابل  به په بهر کې ميشتو تنظيمونو به ځانته  د حق د لارې مجاهدين ويل او  په افغانستان کې  د واکمن  ګوند غړي  به يې  ملحدين ، کمونستان او د روس غلامان ګڼل . په دې ډول ورځ په ورځ يود بل په مقابل کې فاصلې زياتيدې اويودبل په وړاندې به  وسلوال برخوردونه  ګړندي کيدل .

١٣٧١ل _ ١٣٨٠ ل کلونو تر منځ سياسي ګوندونه :
کله چې د ١٣٧١ ل کال د ثور په اتمه نيټه  د حکومت واګې په کابل کې دډاکټر نجيب د رژيم  د چارواکو له خوا   د مجاهدينو د تنظيمونو مشر حضرت صبغت الله مجددي ته وليږدېدي .نو په اصطلاح ټول چپي ګوندونه له صحنې ووتل او ځای يې په پيښور او ايران کې ميشتو اسلامي ګوندونو ته خالي شو . داچې ددې پړاو په سياسي ګوندونو کې دملي عناصرو په ځای فوځي عناصر  ډير قوي وو نو ځکه په خپلو کې په جګړو اخته شول اوويې نه شو کولی په شريکه د يو مرکزي  ټينګ حکومت بنسټ کيږدي  .

 دبيلابيلو تنظيمونو د څوکلونو پرله پسې خپل منځي جګړو په نتيجه کې د طالبانو تحريک لومړی په کندهار کې راو ټوکيده او وروسته يې په کرارکرار   تقريبا د افغانستان د خاورې په سلو کې پنځه نوي برخې يې  تر خپل  واک لاندې راوستلې  . په تبلغاتي کمپاين کې بيا هم سوړ جنګ جاري وو،  د طالبانو سياسي ګوند غړو ځانته اصلي مجاهدين ويل او خپل مخالفين يې  د شر او فساد ځالې او ټوپکيان بلل خو مخا لفينو بيا طالبان د پاکستان اجير فوځ باله او ويل  به يې : داد رښتينو مجاهدينو د له منځه وړولو له پاره تو ظيف شوی دی .

طالبانو چې په واک منګولې ښخې کړې نو هغوي هم په هيواد کې نور ټول سياسي ګوندونه منحل اعلان او ځای يې  يوازې د طالبانو اسلامي تحريک ګو ند ونيوه .
په خپل وخت کې  د طالبانو د سياسي تحريک مشهورې څيرې داوې : اميرالمومنين مولوي محمد عمر ، ملا بور جان ، ملا رباني ،عبدالوکيل  متوکل ، مولوي متقي، ملا احسان الله ، ترابي ، مولوي داد الله اونور  

 د ١٣٨٠ل کال نه وروسته سياسي ګوندونه :
د 2001 م کال د سپتمبر په يولسمه نيټه چې کله  د القاعده له خوا په امريکا ستريرغل تر سره شوه ، نو نړيوال پام ټول په افغانستان کې د القاعده سازمان   شتون ته راوګرځيده . ددې سازمان د له منځه وړلو له پاره له هرې خوا هڅې  پيل شوې .

 کله چې په افغانستان کې اتلافي قواو د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ،   د طالبانو حکومت نسکور کړ نو ورسره سم په کابل کې د حامد کرزي په مشرۍ ، لومړی د لنډ مهالې ، بيا د منځ مهالې  او په پای کې دولس په مستقيم ګډون قانوني حکومت رامنځ ته شو.

 حامد کرزي د خپل واک  په منځ مهالې دوره کې د لويې جرګې په وسيله اساسي قانون  تصويب کړ او د همدې قانون له مخې د افغانستان خلکو ته دسياسي ګوندونو د جوړولو  اجاز هم ورکړل شوه .
په دې پړاو کې  بيا هم د سياسي ګوندونو بازار ګرم شو . بنسټپالي ،ليبرال ، دموکرات او پخواني انقلابي او  چپو ګوندونو ټولو د ډيمو کراسۍ بيرغ په لاس کې و نيو او هريو ادعا لري  چې موږ  په حقيقي معنی د ډيمو کراسۍ پلوي يو .

  تر اوسه يو زيات شمير  سياسي ګوندونه په رسميت  پيژندل شوي او ګورو به چې نور به لا څو د  قانوني پړاونو د تيرولو نه وروسته په رسميت پيژندل کيږي .

ددې پړاو د سياسي ګوندونو سياسي څيرې معمولا د پخوانيو ګوندونو دويمه او دريمه درجه کسان دي چې هيوادوال ورسره زياته اشنايي نه لري .