shamshad shamshad

Profile Photo

نوم : ستانه مير زهير
د شينوارو د هسکې مېنې اوسيدونکی
زده کړې : ما ستر ، د کابل پولي تخنيک انستيتوت ، شل کاله کيږي چې د خپل مسلک تر څنګ ادبي ليکنې هم کوي

د زانګو سندرې


دماشومانو د فولکوريک نظمونو په اړه د بحث په زړه پورې نتيجه !

دماشومانو د فولکوريک نظمونو په اړه د بحث په زړه پورې نتيجه ! د پښتنې ټولنې په هره سيمه کې ماشومان د لوبو په وخت کې خپل ځانګړي نظمونه لري ، دا نظمونه عموما پخپله ماشومان جوړوي .ځکه خو ځنې وخت داسې کليمی هم په کې کارول شوي وي چې کوم ځانګړی مفهوم نه لري خو يوازې د وزن له پاره راوړل شوي وي . د هسکې مېنې په سيمه کې جې زموږ په وخت کې کوم مروج نظمونه وو له هغو نه يې ،يو څو يې زما په ذهن کی شته ، هغه به تاسو سره شريک کړم ،نور يې تاسو پسې وليکی . - اکو بکو سر سيندکو ، غوا مې لاړه په ت

02.10.2012 shamshad

د زانګو سندرې

ستانه مير زهير شينواری د مور د نړيوالې ورځې په مناسبت :   د زانګو  سندرې د ماشومانو سندرې ګڼ او بيلابيل ډولونه لري خو په دې ټولو کې د ميندو هغه سندرې چې  خپلو ماشومانو ته يې  د زانګو د زنګولو او خوب په وخت کې  وايي  تر ټولو ډيرې په زړه پورې او عاطفي بڼه لري . د ميندودغه ډول سندرې د (  زانګو سندرې  )  په نامه هم  ياد

19.07.2012 shamshad

د زانګو سندرې

په نړۍ کی له ټولو خورو ورو دوستانو نه هيله کوم چې ماسره  د نړې په بيلابيلو ژبو کې د زانګو سندرو د راټولولو په برخه کې مرسته وکړی ايا په نړيوالو ژبو لکه انګليسي ، فرانسوي ، روسي ، عربي او داسې نورو  کې د زانګو سندرې شته که نه  ؟  که وي نو هيله ده چې په اړه يې ماته   دهمدې بلوګ د اړيکو له لارې معلوماته راوليږي زانګو سندر

15.11.2007 shamshad

د زانګود سندرو په لړۍ کې

الله هو شه الله هو د افغان بچی للو خړو خاورو کې رالوي شوې په کنډرو کې اوسيږې نه دې کور شته نه زانګو پلار دې مړ شو په جنګو کې مور دې خير غواړي کوڅو کې څه دې نه شته د خوړو

10.06.2007 shamshad

د زانګو سندرو په لړۍ کې _ جمال الله خليلزی

  راليږلو نيټۀ ٦ / ٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-26 08:00:47 م دزانگوسندره درته ډ الی کوم هیله لرم چی نشر يې کری : الله هوللو للو_  تاسو مه را ځی غلو په بره کو څه مه را ځی _  په کوزه کو څه ورو په کنج کی دوه منگی دی_  هغه ډک دی دروپو  کټوری پی ا ړولی _  یو دسپینو بل دسرو

27.04.2007 shamshad

د ښځينه لنډيو په سيالۍ کې دغه لنډۍ رارسيدلي دي

په سيالۍ کې  دغه لاندې لنډۍ موږ ته راسيدلي دي ليکواله - اغلې زر سرکه جبار خيل انجلېشبنم د ګل کره ميلمه دېنرګس له شرمه سترګې نه پورته کوينههلکشبنم به داسې په ګل نه ويلکه خولې چې ګلې ستا پر مخ را ځينههلکشونډۍ شربت کړه ماته يې راوړهدګمبيري دښته کې جل وهلې يمهانجلېشونډۍ به خاوری درته درکړمته ليونۍ يي په کوڅو واېي حالونهانجلۍد ګورستان نه مې ګيله شيځوانان خوندې کړي را ليږي تش پالنګونههلک

19.04.2007 shamshad

په لنډيو کې د ښځو ونډه

لنډۍ د پښتو د ولسي ادب يوه بې سارې بډايه پانګه ده . زموږ د ټولنې  دژوند او ايډيا هيڅ خوا نه شته چې په لنډيو کې يې انعکاس نه وي ميندلی .مينه ، ښکلا ، وصال ، بيلتون خوښي ، خواشيني ، تيری عدالت ، سر ښندنه ، وطن پالنه او هر ډول رزمي او بزمي ايډيا په لنډيو کې ځای شوې ده .د پښتوپه ولسي ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو ونډه ډيره زياته ده .همدغه لنډۍ دي چې په ويرونو ، ودونو، د غم اوخوښيوپه وختونو کې يې وايي .د لنډيو جوړونکي هم غالبا  ښځې دي  . زياتې لنډۍ&nbs

18.04.2007 shamshad

د زانګو سندرې _ ډاکټر ثواب الدين مخکښ

راليږونکی :ډاکټر ثواب الدین مخکښد راليږونکي پته :smakhaksh@yahoo.comنيټه : 10-04-2007 الله هو-للې للې للې للې للې-للو- الله هوپشي شه پشو- قورې شه تو توخوبه راشه زما دخان په وړو وړو ليمو- الله هوالله هو-للې للې للې للې للې-للو- الله هوپه دې لاره مه راځی غلګوزما خان به اوس اوده شي لکه غرنده پيشو- الله هوللې للې للې للې للې-للو- الله هوپه کوټه کې ده زانګو پړې يې دې دسروزما خان په کښې اوده دی له ګل په

13.04.2007 shamshad

د کونړ د زانګو سندرې

زهير صيب!تر هرڅه نه د مخه د زانګو د سندرو تر نامه لاندې ستاسو د ادبي هڅو پيل تاسو او د پښتو ژبې مينه والو ته مبارکي وايم.او د لوی څښتن له دربار څخه تاسو ته د کاميابی دعاوې کوم.د پښتو ژبه د څپل پنځه زره کلن وياړ سره سره د علم ، تخنیک، ادبياتو او نورو برخو کې ډېر کار او چوپړ ته اړ ده چې د خپلو سيالو ژبو سياله شي،چې انشاالله د خدای په مرسته او ستاسو غوندې مشرانو په هڅه او هاند د نړۍ په کلي کې لکه څنګه چې په تيرو پېړيو کې زمونږ د نيکونو په تورو سر لوړې وه، اوس به د پوهې په وياړ ووياړي

31.03.2007 shamshad

د وردګو د زانګو سندرې

راليږونکی :ګل آغا احمدي وردګد راليږونکي پته :gulaghaa@yahoo.comنيټه : 19-03-2007ګران ورور زهير شينواری صاحب سلامونه او ښې چارې!هيله ده چې جوړ، روغ او پخپلو ورځنيو چارو کې د پوره بريالي توب خاوند وی.محترمه وروره!په پښتني سيمو کې د زانګو د سندرو را غونډول يو غوره نوښت دی چې تاسو يې هوډ کړی دی د لوی خدای له دربار څخه په دې لاره کې موفقيت درته غواړم. بايد ووايم چی موږ سره لدې چې په عملي ډګر او د خلکو په سينو کې زيات څيزونه لرو خو په ليکلې بڼه د ماشومانو د ادب ډيره کمه زيرم

20.03.2007 shamshad

د مور سندره

دمورسندره

19.03.2007 shamshad

د زانګو سندرې:

دفولکلوريستانو په عقيده د زانګو سندرې دماشومانو د فولکلور يوه ډېره لرغونې نوعه  ده چې مېندو له خوا جوړې شوې او سندريز او شاعرانه عناصر لري.دغه سندرې (  لکه چې د روحياتو پوهان وايي) نه يوازې دا چې اهنګونه يې په ماشوم باندې هيپنوزي اغېز لري او هغه ته خوب ورولي: بلکې د هغه په ماشومانه ذهنيت کې د خوب يوه نړۍ تصويروي او هغې ته يې وربولي.ماشوم چې څو ځله په داسې اهنګونو او سندرو ويده شوي وي، د هغو په اورېدلو ورته بيا خوب ورځي.د زانګو په سندرو کې مېندې کوشش کوي ( د خوب په ن

18.03.2007 shamshad

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more