ستانه مير زهير شينواری

د مور د نړيوالې ورځې په مناسبت :  

د زانګو  سندرې

د ماشومانو سندرې ګڼ او بيلابيل ډولونه لري خو په دې ټولو کې د ميندو هغه سندرې چې  خپلو ماشومانو ته يې  د زانګو د زنګولو او خوب په وخت کې  وايي  تر ټولو ډيرې په زړه پورې او عاطفي بڼه لري . د ميندودغه ډول سندرې د (  زانګو سندرې  )  په نامه هم  ياد ې شوي دي .

ارواښاد سر محقق دوست شينواری  د زانګو د سندرو په  اړه  په خپل څيړنيز اثر ( دپښتو د ولسي ادب لارې )  کې داسې ليکي :

((.....د دفولکلوريستانو په عقيده د زانګو سندرې دماشومانو د فولکلور يوه ډېره لرغونې نوعه  ده چې مېندو له خوا جوړې شوې ،  سندريز او شاعرانه عناصر لري.دغه سندرې (  لکه چې د روحياتو پوهان وايي) نه يوازې دا چې اهنګونه يې په ماشوم باندې هيپنوزي اغېز لري او هغه ته خوب ورولي: بلکې د هغه په ماشومانه ذهنيت کې د خوب يوه نړۍ تصويروي او هغې ته يې وربولي. ماشوم چې څو ځله په داسې اهنګونو او سندرو ويده شوي وي، د هغو په اورېدلو ورته بيا خوب ورځي.د زانګو په سندرو کې مېندې کوشش کوي ( د خوب په نړۍ کې ) داسې تصوير جوړ کړي چې د هغو له نومونو سره د ماشوم غوږونه اشنا وي. د زانګو اهنګونه او سندرې کوم خاص فارمول نه لري، په هر ځای کې په بېل بېل ډول ويل کيږي، يو بيلګه يې دا ده.اللو اللو - خوب دې درشه په لېمو ،   (د ماشوم نوم) داسې ويده دی - لکه ګوډی د رنجو - اللو اللو اللو      ....))  (١)

زه فکر کوم  د زانګو په  هغو سندرو کې چې مېندې ، خوېندې او د ماشوم قلارونکي  او يا هم دائي ګانې يې خپلو ماشومانو ته وايي. په دوي کښې د ټولو نه لوړ  صنف همدا  د (الله هو) غږونه  دې. که چيرې دغو غږونوته پوره پاملرنه وکړو نو په بيلابلو وختونو کې د خپل زمان او چاپيريال  ښه ترجماني په کې ميندلی شو .

دغه غږونه په بيلابيلو سيمو او لهجو کې په بيلابيلو بڼو او طرزونو ويل کي چې څو بيلګې يې ښاغلي پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر ( ٢ )  په لاندې ډول ثبت کړي دي :

الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دی
هغه ډک دې د مصرو
الله هو شه الله هو
په دې لار مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دې
لکه ګوډی د اوړو

يا دا چې:

الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
زما جانان داسې اوده دې لکه پنډ د پتاسو            الله هو شه الله هو
زما ګران داسې اوده دې لکه ګل په نندارو            الله هو شه الله هو
په کوزه چنه  مه راځئ، په بره چنه وروو             الله هو شه الله هو
پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو                الله هو شه الله هو
هلته يو دبلې دی ، هغه ډک د اشرفو                        الله هو شه الله هو
بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو         الله هو شه الله هو
للې للو للې للو للې للو، قورې                                پشې شه پيشو

يا دا چې:

الله هو    تاسو مه راځئ غلو
                    هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو
الله هو    تاسو مه راځئ غلو
                    زما بچې داسې اوده دی. لکه ګل په نندارو
الله هو    تاسو مه راځئ غلو
                    په کوزه چنه مه راځئ، په بره چنه رو
    هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو
    الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو
        زما بچې داسې اوده دی     لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو

يا دا چې:

الله هو شه الله هو                زما جانانه الله هو
يوه زرې  دې ده  مور            پلار دې نيشته دې په کور
نه مې مور شته نه خور         هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو                للې للو للې للو للې للو
ته اوده شه زما ځان            مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران    شپه او ورځ مې ده په ځان
الله هو شه الله هو                للې للو للې للو للې للو

يا دا چې:

پلار دې تلې دې په جنګ        ښه تيره توره تر څنګ
سر به ورکاندې په ننګ           په وطن راغلې فېرنګ
                        الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
                        للې للو للې للو للې للو
پلار دې تلې په غزا                    دښمنان به کړي فنا
نوم به پرېږدي په دنيا                 نن به راشي يا سبا
                        الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
                        للې للو للې للو للې للو
                                        الله هو
تربوران راته په څو                        ټول وطن شو راته بو
د زړګي نه مې ځي نو                    خدائ دې ګډګړي په دوي لو
                        الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
                         الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
                         للې للو للې للو للې لل

څو کاله دمخه ما د خپل ويبلوګ ( شمشاد )  له لارې هڅه پيل کړه چې د بيلابيلو پښتنې سيمو د زانګو سندرې راټولې کړم په دې لړۍ کې راته ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ ( ٣) د خپلی سيمې د زانګو سندرې په دې عباراتو راوليږلې :
نيټه : 19-03-2007
ګران ورور زهير شينواری صاحب سلامونه او ښې چارې!
هيله ده چې جوړ، روغ او پخپلو ورځنيو چارو کې د پوره بريالي توب خاوند وی. محترمه وروره!
په پښتني سيمو کې د زانګو د سندرو را غونډول يو غوره نوښت دی چې تاسو يې هوډ کړی دی د لوی خدای له دربار څخه په دې لاره کې موفقيت درته غواړم. بايد ووايم چی موږ سره له دې چې په عملي ډګر او د خلکو په سينو کې زيات څيزونه لرو خو په ليکلې بڼه د ماشومانو د ادب ډيره کمه زيرمه لرو نو ستاسو د قدر وړ نوښت په دې لاره کې يو غوره ګام ګڼل کيږي.
زه به د لومړي ګام په توګه د خوب هغه سندره درته ووايم چې د وردګو دولايت د جغتو د ولسوالۍ په ځينو سيمو کې شهرت لري او ميندې يې خپلو ماشومانو ته د خوب پر مهال او په زانګو کې زمزمه کوي هغه په لاندې ډول ده:
_ اللو للو بچو
پشۍ مه راځه دغرو
(احمد )ويده دی لکه ګوډۍ د رنجو......اللو  للو للو

****
_  ( احمد ) چا وهلی دی
ګوډ ميږي په پښه وهلی دی
ګوډ ميږی دې ړوند شي _ نن يې بيا وهلی دی.....ا للو للو  _ بچی للوللو للو للو  

******

_ ميده ميده باران دی
ورور مې را روان دی........اللو للو بچو_ اللو اللو بچو

*****
_  الله  هو الله  هو
دا مې زوی لکه ساهو
خدای دې داسې ګړندی کړه
لکه سويه يا آهو................الله اهو لله هو

****
_  ای زما د سترګو توره
راته وخانده په زوره
پشۍ نشته ، پشۍ نشته
تاته وايم ګوره ګوره
سترګې پټې کړه ويده شه
زه خو نه ځمه له کوره.........اللو للو بچو_  ا للو للو بچو

د کونړ د زانګو سندرې :

د کونړ د سيمې د زانګو د سندرو په لړۍ کې ښاغلي ډاکټر صداقت يعقوبي ( ٤) په دې عباراتو راسره مرسته وکړه :

زهير صيب! تر هرڅه نه د مخه د زانګو د سندرو تر نامه لاندې ستاسو د ادبي هڅو پيل تاسو او د پښتو ژبې مينه والو ته مبارکي وايم. او د لوی څښتن له دربار څخه تاسو ته د کاميابی دعاوې کوم.
د پښتو ژبه د څپل پنځه زره کلن وياړ سره سره د علم ، تخنيک، ادبياتو او نورو برخو کې ډېر کار او چوپړ ته اړ ده چې د خپلو سيالو ژبو سياله شي،چې انشاالله د خدای په مرسته او ستاسو غوندې مشرانو په هڅه او هاند د نړۍ په کلي کې لکه څنګه چې په تيرو پېړيو کې زمونږ د نيکونو په تورو سر لوړې وه، اوس به د پوهې په وياړ ووياړي. زهيرصيب! ښاغلی (بختيار صافی ) د زانګو دغه سندره چې د کنړ په سيمه کې ماشومانو ته اورول کيږي ماته راليږلې چې زه يې کټ مټ تاسو ته درليږم .

آللو للو    للو للو                     تاسې مه راځیء غلو

په بره لاره مه راځیء                   په کوزه لاره ورو
کټ کې بوډا پروت دی               بوډا مړ کړی په چړو
کټ لاندې منګی دی                يو د سپينو بل د سرو
( مېوند ) داسې ويده دی               لکه ګوډئ د رنجو ....آللو للو للو
ښاغلي جمال الله خليلزی ( ٥) راته د کنړ د سيمې د زانګو دا سندره راليږلې وه :

الله هوللو للو_  تاسو مه را ځی غلو

په بره کو څه مه را ځی _  په کوزه کو څه ورو

په کنج کی دوه منگی دی_  هغه ډک دی دروپو

 کټوری پی ا ړولی _  يو دسپينو بل دسرو

بختوره به ميچن کا_  د څړی پوری زانگو

 الله هو للوللو .............تکرار

کله چې د بيلابيلو سيمود زانګو پورتنيو سندرو منځپانګې ته يو څه ځير شو ،  او دا عناصر : لکه مه راځی غلو ، صندوق ډک له اشرفو يا له  مصرو ،په کوزه لاره مه راځی په بره ورورو .... زما په نظر دا دهغې پيښې له  انځور سره پوره تړاو لري  چې د يوه نسل نه بل نسل ته ليږدول شوی او ډارمسټيټر په خپل کتاب  کې را اخيستې ده :

ډار مسټيټر په خپل کتاب کې  ليکلي:

  د سيکانو په زمانه کې،  يوه پښتنه پېغله په جبر او زور  سيکانو وتښتوله. د نجلۍ وروڼه يې په لټون پسې هرې خوا سرګردانه ګرځيدل . کال دوه وروسته يې  څه درک په لاس ورغی په دې دوران کې. د هغې پېغلې يو زوې هم  پيدا شوی و. وروڼه يې  ډېر خفه شول. چې کور ته په پټه  ورنيږدې شول  نو خور يې خپل څلور واړه وروڼه  له ورايه وپېژندل.

 سيک په دغه وخت کې ښه ډير  شراب څښلي وو. نيشه او بې هوشه پروت و.  خوريې  ژر  خپل ماشوم په زانګو کې واچولو. ددې له پاره چې  خپل وروڼه په ټول حال احوال په چل ول پوه کړي نو د زانګو د زنګولو په وخت کې يې دا سندره پيل کړه :

ټاټۍ په زنګوټۍ                       دلته مه راځی  غلو
په کوزه لارې مه ځی                په بره لاره ورو
ټاټۍ  په زنګوټۍ                     دلته مه راځئ غلو
دننه دواړه سپي دي                هغه تړلي په ناړو
                        ټاټۍ  په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
په ګړونج باندې منګی دی    هغه پټ په کتورو
                        ټاټۍ  په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
دننه صندوقچې دي             هغه ډک په اشرفو
                        ټاټۍ  په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
يږدلی اوده دی                         تاسو راشئ په رو رو
                        ټاټۍ په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
کافر شراب خوړلي                    خبر نه دې په راتلو
                        ټاټۍ په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
اوس که دی خبر شي                    خلاص به نه شی په خوارو
                        ټاټۍ په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
کافر دې شراب خور                      نۀ خبرېږي په نارو
                        ټاټۍ په زنګوټۍ
                        دلته مه راځئ غلو
                    ماشوم به دلته پرېږدم
                    نـــــه بــــه ژاړم پــــه نارو

.د همدې سندرې د ويلو په وخت کې يې  وروڼه  دننه ور غلل چې څه نغده  يا سره سپين د  سيک په کور کې وو، هغه يې راټول کړل. خور يې  د خپل ماشوم سترګې تورې کړې اوپه زانګو کې يې ويده  پرېښو د او پخپله د خپلو وروڼو سره وطن ته راروانه شوه.

د ميندو د سندرو نور ډولونه هم شته .کله چې مور  وزګاره وي، د کور کار ونه يې  سر ته رسولې وي، نو بيا خو د خپلو ماشومانوڅخه په بل ډول ځاريږي  يعنې هغوي مشغولوي، لوبې ورسره کوي، د مينې سندرې ورته وايي او خوشحاله يې ساتي :بيلګه

شولې واړه شولې                            د شګئ شولې سمسورې
ستا ورور به شولې راوړي                 د رومال په پلو پورې
واخلې خپلې مورې                        داسې نه دي لکه نورې

يا هم  د ماشوم د لاس په پنځو ګوتو باندې  خپل ماشوم  داسې مشغولوي :
غټه ده  ، جوټه ده . ملتانه ده ، سلطانه ده ، غچ غچي توپانه ده

او يا هم :
د کټ لاندې پيشو ده ، پيشو ته وايم پشي . موږکه ستړی مه شې

کله چې د خپل ماشوم  د ښکلا او ښايست تعريف کوي نو بيا ورته  داسې وايي :

دوه دې غټې سترګې لکه ستوري د آسمان
يو دې سپينکې مخ دې لکه تخت د شاهجهان

           دوه دې نرۍ لېچې لکه تورې د ايران
            يو دې نرۍ ملا ده لکه تشت د سلېمان
                        ځار شم درنه ځار شم
                        ژړا مه کړه د ارمان

څه وخت چې ماشوم په ژړا شي نو د مور زړه هم ورسره ناقلاره شي هڅه کوي چې په  يو چل ول   هغه قرار کړي کله ورته چنچنړی يا ګنګړی  شرنګوي، کله ورته دکور د روازې  تنبې  ډبوي، کله د وره ځينځير  او يا هم د صندوق کلوپونه يا زلفی  شرنګوي . خوچې ددې سره سره  بيا هم قرار نه شي  نو په پای کی ماشوم ستړې او په سلګو شي ،  په دې وخت کې  نو بيا مور ورته  دا سې سندره پيل کړي :

زار زار ګل - بچی مې چا وولې( وهلی )  وو؛ دا چا وولې وو
            وۍ وۍ  وۍ  - بچی مې چا وولې وو
           ډب ډب يې په ملا وولې وو
        کور ته بچوګی مې په ژړا راغلې وو
مور يې الاجي کړه - پلار يې چا نيولې وو
            وۍ وۍ وۍ  - بچې مې چا وولې وو

څه وخت چې  ماشوم قلار شي، خوبولې شي. نو مور يې له غېږې نه زانګو ته کوز کړي، زانګو ته ټالۍ  ورکوي. او  ورسره سم د زانګو دا سندره  وايي:

ټاټۍ ټاټۍ ټاټۍ                        ټاټۍ په زانګو ټۍ
په ټاټۍ کښې مې بچی دی        د بچي سپينه کوکۍ
                            ټاټۍ په زانګوټۍ
پشې شه پيشو                            سپې بهر وغپېدو
زما بچی اوده دی                      دی په خوب کښې ژړېدو
په ټاټۍ کښې مې بچې وو        د بچي سپينه کوکۍ
                            ټاټۍ په زانګوټۍ
ټاټۍ ټاټۍ  ټاټۍ                         د پير جان سپينه کوکۍ
                            ټاټۍ په زانګوټۍ

 کله چې ماشوم له خوبه راويښ شي، موريې د زانګو يا کټ نه راپورته کوي، او داسې  مينه ورسره کوي.

اخ دنګه دنګه دنګ
د پوزې سر دې نرکچور
مور په تاپسې رنځوره
پلار په تا پسې چور چور
په ونو کښې چند ڼی
په مرغانو کې باتور
په غوټو کې ښايسته يې
په دارو کښې نر کچور

دا غږونه  ټول هغه وخت د مور له خوا ماشوم ته ويل کيږي چې ماشوم لا خبرې نه شي کولی او نه پوهيږي چې مور ورته څه وايي .خو بيا هم همدا د مور  موزونې نغمې د هغه وجود ته يو خاص سکون ورکوي .

د سوات د سيمې د ميندو سندرې :

پروفيسور ډاکټر محمد نواز طاير د سوات د سيمې د ميندو سندرې داسې ثبت کړي دي :

په ټوکو کښې چوتاره
په ګلو نو کې بهاره
د مور د غاړې هاره
ګوړې چينې ډېر دي
ګبينه لرم د کوره
د مور د سترګو توره

د زانګو د سندرو په لړۍ کې د پښتونخوا د وتلي ليکوال او شاعر  سعدالله جان برق(٦) دغه طنزيه د اللو سندره هم په لاس راغلې ده :

الله هو شه الله هو

د افغان بچی للو

خړو خاورو کې رالوي شوې

په کنډرو کې اوسيږې

نه دې کور شته نه زانګو

پلار دې مړ شو په جنګو کې

مور دې خير غواړي کوڅو کې

څه دې نه شته د خوړو

د افغان بچی للو

***

پلار دې تللی دی  غزا ته

ملک به وګټي پاچا ته

تا به پريږدي په سلګو

د افغان بچی للو

د زانګو د سندرو په همدې لړۍ کې شاعرې  اغلې حفيظ زرلښت  ( ٧)  په همدې طرز   خپل داسې يو شعر هم راته راليږلی و : 

                      دمورسندره
الله هو للوللو __ای زما دزړه ارزو
زه دې جارشم دلاسو
___ شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
___ ټپوي دي په اوږو
نازوي د په بوسو
___ درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
____ شه للوللوللو
ګرځوم دی په ليمو
____درته وايمه الاهو
ستړی نه په اسويلو
____ دسبا په ارمانو
تيروم شپه په خوږو
___ثمر غواړم دميوو
پر ښتی دې په اوږو
__درته وائ الله هو
شه للوللوللو
______ ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو
___ مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې په اوږو
___ نازوي دې په شيبو

پرښتی دې په اوږو
___ درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
______ شه للوللوللو
تورې شپی رڼا کوم
____تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
___تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
____ زه د ې جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
______ ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو
____ دسبا په محفلو
ته به ناست
 يې _____ په جرګو
جګ شمله دپښتنو
____ کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
____ ای زما دزړه ارزو
پرښتی دې په اوږو___ درته وای الا هو
شه للوللوللو ___اي زما دزړه ارزو
ګرځوم دی په ليمو
___ ويدوم دی په نخرو
شه حفيظ ته ميرويس خان
____زه دی مور يمه نازو
پرښتی دې په اوږو _-درته وای الاهو
شه للوللو للو ___اي زما دزړه ارزو

 

په دې ليکنې  د لاندې اخځليکونو او ملګرو له ليکنو استفاده شوې ده .

١-( دپښتو د ولسي ادب لارې )  د ارواښاد سرمحقق دوست شينواری علمي څيړنيز  اثر.

٢- په پښتو کښې د ماشومانو سندرې ، دا هغه څيړنيزه مقاله ده چې د لرې پښتنخوا د وتلي پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر ليکلې او ما د انټرنيټ له لارې تر لاسه کړه

٣ - ګل آغا احمدي وردګ. ځوان محقق دی چې د خپلې سيمې د فولکوريکو سندرو په راټولو کې يې زياتې هلې ځلې  کړي او ډيرڅه يې په لاس راوړي  دي .

٤--  ډاکټر صداقت يعقوبي : د طب ډاکټر دی ، سياسي هلو ځلو سره پوره مينه لري ، د ننګرهار اوسيدونکی اوپه کابل کې رسمي وظيفه لري . ما ته يې د (بختيار صافي )  د کنړ د سيمې  د اللو للو  سندره په نيټ راليږلې وه خو پخپله يې د بختيار صافي  په اړه يې  راته نور معلومات نه و راکړي

٥-  جمال الله خليل زی : دا ورور يوازې دومره پيژنم چې د کنړ ولايت دی ، نور يې په اړه پوره معلومات نه لرم

٦-   سعد الله جان برق : د لرې پښتون خوا وتلی ليکوال او شاعر دی .

٧-  حفيظ زرلښت : داد پښتو ژبې تکړه شاعره او ليکواله ده ، په غالب ګمان  په استرليا کې ژوند کوي . ما يې زياتې ليکنې د انټرنيټ له لارې لوستې دي .