انجنير ستانه ميرزهير شينواری

جلال اباد – روښان مينه ، کب مياشت - ١٣٩٠ز کال

سالک او مصطفی  د (توري ، ستوري ) د غزل  په مقطع کې !

د شعر مقطع د شاعر د خيال وروستۍ هيله او پيغام دی ، هغه پيغام چې د خپل شعر په پای کې يې خپل ولس ته  رسول  غواړي .

دشعر په مقطع کې عموما شاعر يا خپل ځان ته خطاب کوي او يا هم   خپل مخاطب ته !لکه د غزل  با با امير حمزه شينوا ری چې وايي :

- حمزه !ځار دې تخت وتاج شي له دې فخره

سمندر درته  پادشاه  د غزل  وايي

-  وران په نصحت د واعظانو حمزه نه شو

وګوره حرم او بتکده دي، ودان دواړه

- حمزه ! تنده د فطرت مې نه ماتيږي

چې ناوې ته کاسه نيسم په باران کې

د شعر په مقطع کې عجيب ځوا ک او قوت پروت وي هغه ځوا ک چې د شعر د مينانوپه ذهن د تل له پاره خپل راج چلوي . هر څومره چې د شعر مقطع  په شعري نزاکتونو او تشبيهاتو ښه سينګا روي ، په همغه کچه يې  اغيزه زياته او عمر يې  تل پاتې وي  .

لکه درويش درانی چې وايي :

- په دوو خواخوږوکې به يو راځي ضرور درويشه!

که جانان رانغی وماته  نو ژړا به راځي

- درويشه ! نه کوم له ځمکې و اسمان ته کډه

دلته زما د باباګانو هديره پاتيږي

- د وطن په هديرو کې وي درويشه !

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه .

 

او يا هم لکه خاطر اپريدی چې وايي :

- دا زه خاطر ستا د خاطر له پاره

په خپل خاطر د غم چوپې تيروم

که د خاطر د شعر پورتنۍ  مقطع ته لږڅه تم شو نوپه ډيرې ځيرکۍ او لوړ مهارت  يوه کلمه يعنې (خاطر)  په دريو بيلا بيلو  يعنې د ( تخلص ، لحاظ او زړه)  په معناوو کارولی ده .

يا هم لکه اجمل خټک چې وايي :

- ښه خو غني خان دی چې خم تش کړي نظم وليکي

خوار خټک ته ګوری چې نظمونه  په اوبو ليکي

او يا هم غني خان چې دخپل احساس او پوهې نه ګيله من دی  :

- غني پوهيږي ، ځکه ژړيږي

څه ښه به ژوند  و که ژوند دخر و

 خوشال بابا بيا د خپلې زورتيا غږ داسې پورته کوي  :

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

ما چې کله د (توري ، ستوري) د کتاب غزلې په دې هيله لوستلې چی د مخکتنې له پاره به  يو څه پرې وليکم ، نا څاپه مې  د سالک صيب  په شاعرۍ کې د هغه شعرونو مقطعو ، زما پاملرنه ځان ته واړوله .   ځکه د دې شعري ټولګې د شعرونو په مقطع کې ،  شاعر  يو تن نه بلکې دوه تنه وو  يو يې د سالک په نامه او بل يې هم  د مصطفی په نامه .

دا چې د ( توري ستوري)  د شعري ټولګې د کتاب شاعر ښاغلی (مصطفی  سالک) دی نو د شاعرانو د پخواني دود پر خلاف يې  د خپل شعر په مقطع کې يوازې خپل تخلص يعنې ( سالک ) نه دی کارولی بلکې ځای ځای يې خپل نوم ( مصطفی ) ته هم خطاب کړی  دی .

 مصطفی   :

- د ګودر په دې رنګين مازديګري کې

ملنګي د مصطفی لکه خاني شوه

اوس بې مقطع غزلې ډيرې وايي

دا به ضرور د مصطفی وي ګرانې

سالک   :

- ما سالک ته اوس د ستر شاعر ديوان يې

بس مصرعه مې له مصرعې نه جوړه کړې.

- سالکه تورو کې دې ستوري ناڅي ،وينم يې زه

دا درته چا ويل چې ته خو لا ليکلی نه شې

سالک دنوي کول ځوان او د ګوتو په شمار له ښو شاعرانو څخه دی  ،تر اوسه يې ښه پوره شاعري کړې ده ، دايې د شعرونو وروستۍ چاپ شوې ټولګه ده ، چې نن يې موږ په ننګرهار کې مخ کتنه کوو

د سالک په شاعرۍ کې  ډير څه شته  چې بايد خبرې پرې وشي خو هغه څه چې په کې له ورايه ځليږي هغه د سالک په شاعرۍ کې  ، مينه ، عرفان او فلسفي څرک  دی .

 ما غوښتل د سالک په شاعرۍ  ډير څه وليکم ، خوله يوې خواد سټيچ پرمخ د اوږدو خبرو کول دناستو کسانو له پاره يوڅه زړه تنګوونکي وي او دبلې خوا خبر شوی وم چې ډيرو دوستانو د سالک صيب په شعرونود هر اړخيزو ويناو و تابيا نيولې وه .نو ځکه زه د تشريحي خبرو تير شوم او په همدې بسنه مې وکړه چې يوازې د سالک صيب د شاعرۍ وروستۍ مقطعې د  کتاب له بيلا بيلو پاڼو  او بيلا بيلو غزلو راټولې  او بيا يې  د لوستونکو تر مخ کيږدم .

زه فکر کوم  د سالک د غزلو همدا شعري مقطعې چې وروسته به يې تاسو په همدې مقاله کې واوری د هغه د خيالونو په زړه پورې ترجماني وکړای شي .

 دا هم تاسو او دا هم د مصطفی  او سالک د غزولووروستی غږ او چيغه  چې د خپل شعرد بام له سر نه يې د خپل شعر مينوالو ته  رسول غواړي  !!!

مصطفی :

مصطفی خو چې ځان ويني نو تا ګوري

اوس که ته هم مصطفی شي دا به ښه وي

مصطفی  به هنرمند ددغه ښار شي

شرط يې دادی که د غرو ژبه يې زده کړه

سالک :

 سالک خبره دديدن کوي  خو

زړه يې خوبونه څنګ په څنګ غواړي

سالکه  اور دې ازلي دی د زړه

چې د غزل نه دې توبه ونه کړه

د نظر غشی يې کوز زړګي ته نه کړ

د سالک نښه، په لږ څه کې خطا شوه

مصطفی:

 د غوټی  لمبه لمبه شونډې دې ښکل کړې

مصطفی ځکه دې سوی ترانې دي

د ګودر په دې رنګين مازديګري کې

ملنګي د مصطفی لکه خاني شوه

سالک :

مينه کې سالکه ټوکې نه کيږي

ډيرې صدمې به دې په زړه راشي

سالکه ستا دغه ساده خبرې

لکه سندرې د خيبر خوږې دي

مصطفی :

دزړه درد هم يوه لويه سرمايه ده

مصطفی ترينه ناکام راغلی نه دی

چې دزړه درزا يې ستا په نوم ليکلې

زه همغه مصطفی يمه جانانه

سالک :

روان غزل لکه د يار خبرې

سالکه ! نن خو دې بلا وکړه

           سالک ته جا نوې ادا کړې ده

             دغه غزل يې تازه جوړه کړه

مصطفی :

د هار مرۍ يې په پالنګ کې توې وې

خدای ترې نامه د مصطفی جوړه کړه

                     زه به بيا هغه رويا شم

              خو که ته هم مصطفا شې

سالک :

زړونو نه خبرې غلا کولی شې

کوډې دې سالکه په قلم کوې

         سالکه شنه بنګړي مات شوي تورې سترګې سوې

          ستا شرنګيدلي مستانه کلام ته نه شم ليدای

مصطفی :

هغه د ټول مين ملت مال دی

ته که غزل د مصطفی يادوې

مصطفی خو چې ځان ويني نو تا ګوري

اوس که ته هم مصطفی شي دا به ښه وي        

سالک :

سالک د ښکليو بوتان نه جوړوي

دی مسلمان دی څه اذر خو نه دی

    هغه چې ښکلې وه غزل دې ورکړه

     سالکه ګوره چې پرده دې وکړه

وايي چې ډيرې جينکۍ دي په کې

سالکه زه چې ستا کلام ته ګورم

                   د سالک مننه ومنه سروشه

                    بس بيتونه يې پوره شول غزل جوړ شول

سالکه هغسې مين شاعر يې

ستا خو کيسه د پيښور کيسه ده

                    ته چې سالک په لوپټه ووهې

                      پرې د هوما مرغه وزر راشي

پام کوه سالکه لږ د ځان سره

دا خو ښايستونه دي بلا به شي