زما شهیدې لورې!


زما لورې دغه دي پوره دولس کاله له هغې غم لړلي ورځي او پېښي تیر شول چی ته (تانده څانګه) یې زموږد کور د ګلبڼ څخه وریژولي او زه لا تر اوسه په دی هیله شپي او روځي تیروم او په لوڅوسترګوهغه خوبونه وینم چې یوه روځ به پدي بې وفا نړۍ کښې ستا د سپیڅلو وینو سره نیاو وکړم، مګر څه هیله اوڅه خوبونه ؟؟!! اوله چا څخه ؟؟!! له هغوي نه چې د واک په ګدۍ ناست اونشه دي ! نه نه ! د هغوي په شتون کې د داسی خوبونو لیدل لکه د لیونی دخوبونو غوندي دی چی مانا نلری.
لورې ! د نړۍ دود اودستور دی چې وایی : اوس د یادونه ا فساني ښکاری««»» داسی دستور د زماني ښکاری
مګرد زماني دغه دستور زما لپاره ندی ! دلته دیوه پلار د زړه په ورانه جونګړه کښې ستا دیادونو څانګې لاهماغسي تاندې ولاړې دي او هیڅ یې د افسانو بڼه نده غوره کړې:
لورې ! ستا دیوویشت نیم کلن ژوند ټولي خاطري مې یوه په یوه په زړه او دماغ کې همداسي تازه اوپیچلي نغښتي دي لکه زموږ په کلیوالی دود کې چې کوم سپیڅلی توکی په پاکو ټوکرانو کې نغاړی او د درنښت په دود یې د کوټي په لوړه تاخچه کې ساتی. له هغې روځې چې دسلواغې میاشتې په یخنۍ کې د کابل ښار کې سیلوته څیرمه د پوهنتون سرک د سنګ کشانو جومات ته نیږدی په یوه کرایی کورکې د سهار په سپیدوکې تا خپلي سترګې د لومړی ځل لپاره دې نړۍ ته پرانیستلي اوبیا ترهغه دمه چې د مامورینو کارتي د پنځم سرک په بل کرایی کور کې د ماښام په اووبجو اوپنځلسو دقیقوباندې د هیواد اوستا مورنۍ پښتو ژبی قسم خوړلو غلیمانو دیوې (۲۵.۶) ګرامه سرپي مرمۍ پوسیله ستاد ژوند ډیوه مړه کړه یوه په یوه مې په یاد دی. اوله هغې وروسته بیا دنړۍ په کچه په فساد کې اتل دولت هغه ناکردي چې د قانون په نامه زموږسره وکړې او لاهم روانې دي هم مې ټولې نوې نوزې د خاطرو په صند وخچه کیې پرتي دی.
لورې ! دا اوږدي کیسي پدې لنډو پاڼواو کرښو کي نه را لنډیږی، لکه دهر پلار په څیرستا د ژوندون تاند نیالګۍ مې د خپل تندی په خولواوبه کولواومور به د هم لکه يودنده پيژوندونکی چوکیدار په څیرستا پالنه کوله، پدې هیله چې زموږد غریبۍ مګر دغرور او پښتنی هسکې شملې ځونډی به شی اوموږ دواړو به تل په ویښو سترګو دغه خوبونه لیدل چې دغه د ۱۵کلنی کډوالۍ او مورنی هیواد ته د راستنیدو په ویاړ به موږ خپلي جنګ ځپلي ټولنې ته تا غوندی لوستې، دینداره په پښتنی ،د علم اوپوهې په سینګار پسوللی سوغات ډالۍ کړو اوهمداسې مو هم وکړل.
لوری! په لومړیو کې دې د خپل مورنی اوپلرنی هیواد د ژبو(پښتو اودری) سره ستونځې درلودی، مګرتاهم لکه د خپل پلار په شان ډیر ژر بی له توپیره د هیواد په دواړو خوږو ژبو بر لاسی وموند. اوموږ هم ډیرخوښ وو چې زموږ په لاس پالل شوې تانده څانګه ښه وده کوی او نوروته مثال ګرځي (څانګه به نن سبا کې ګل شی ــ ما یی په سر کې سري غوټۍ لیدلي دینه).
لوری! ستا په روح کې لکه ستاد کورنۍ په شان هیڅ رنګه ژبنی توپیر، کرکه اونفرت نه وو او لکه چې د روځنیو یادونوپه کتابچه کې د لیکلی وو (لمن می ډکه ده له کاڼو څوک پرې نه ولمه ــــ په عادتونو کې دا یو عادت دغره لرمه). اوکله چې د لومړی ځل لپاره د کار وړاندیز درته وشو اوزه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې په دنده بوخت وم نوما د تیلیفونی خبرو اوارزونې په پای کې درته وویل چې لورې! په پښتني ټولنه کې د مور او پلار عزت د لور د پوړنی په پیڅکه پورې غوټه وی اوتا راته وویل چې آغا! زه پوړنۍ په سرایږدم. نو ستا د مانا داره ځواب څخه وروسته زه په کالیو کې نه ځاییدم.
لورې! کله چې دپولیتخنیک پوهنتون په تالار کې د ځوانانو کنفرانس کې د یوه ګروپ مشرتابه دنده تا ته درکړل شوه نو هر هغه چا چې زه یی پیژندلم ستا د ځیرکتیا، زړورتیا او پوهې ستاینه یې کوله.
لوری! هغه می هم په یاد دي چي د بي بي سي رادیو د پښتو څانګې مشره خبریاله په تا اوخور پسې د هم زموږ کور ته د موټر سره راغله.او بیا هم لورې د بدمرغه ۲۰۰۷ د همدغې مۍ میاشتې په شروع کې ستا ژوندۍ مرکه د امریکا غږ آزادی رادیو په څپو کې خپره شوه نو زه پدې پوه شوم چې زما هڅو اوهاند نتیجه ورکړیده او ته اوس هغې پوړ ته رسیدونکې يې چې علم او مسلکی پوهه په سپیڅلي ،اسلامی اوافغانی دود وړاندې کړې او هغوي ته چي عصري علوم دفرهنګ او سپیڅلو دودونو په پریښودلو کې لټوي غاښ ماتوونکی ځواب شي،مګر !
لورې! زه نه وم خبر چې زموږ د هیواد او ژبې قسم خوړلي غلیمان ستا اوستا غوندې نورو په هیواد مینو شتون نشی زغملی! اوبهرنیو ګاونډیانو لا د وخته دلته ځالې کړیدي او خپل لاسپوڅي یۍ په حکومتي اډانه کې لګولي دي.
لورې! ته یي رانه په ډیره ناځوانۍ واخسیتې اود هغي‎ې زړه په سر یي برابره ویشتلي وې چې ستا هیواد اوخلکو ته له مینې ډک وو. د دی وطن په نصیب ندي رسیدلي خلک ــــ چې یې موندلي دي په کاڼویی ویشتلي خلک.
لورې! په ما او مورخو د آسمان را ټوټی شو مګر هغه به د نه وی اوریدلی چې: لمدې غوښي اورنه اخلی.
لور په لور مو ودانګل ،هره دروازه مو وټکوله مګر زموږ اوستا بخت اوبرخلیک لکه د پښتو او پښتنو غوندي اسکیرلی او ویده وو. ژبني، سمتي، ګوندي کینو اود بډو ناولی فساد د دولت بدن ټول مًنتن (خوسا) کړۍ وو.
لورې! د نیاو پځای یې زه ستا د وژلو په تور بندی کړم ،هم مړهم پړ! قیامت نوبل څرنګه وی؟! (بیلتانه ښې چارې راوکړي!ـ ـــ ځان یې ملا کړو زه یې غل دکلی کړمه) ، زما په نه شتون کی یې ستا مینه ناکه کورنۍ تر فشار لاندې نیولي وه چې د نیاوغوښتلو نه تیر شی. دلته د قاتل آزاد ګرځی اونیاو غوښتونکی (متضرر) د بیا محکوم اوچارمارۍ کیږی. دا جهان قصاب خانه کړ خدای وماته ـــــ لاس تړلۍ پروت په غولی دقصاب یم. د ګاونډی ملک استخباراتو او تالی څټیو د هر کار تابیا لا د مخه کړې وه . په بندیخانه کې یې زما د وژلو بشپړه تابیا د هماغه څارنوال پوسیله کړې وه کوم چې ستا دقتل د څیړلومسولیت یې درلود. پیسي څه کارونه نه کوی؟ هلته یې زما خوله وتړله او دباندی یې د دیموکراسۍ پنامه د پردیپال تلویزن سره دهیواد د ټولو وضعی قوانینو خلاف زموږ د سپکاوی اوکم راوستلو لړۍ د لوی څارنوال پوسیله په مخه بوتله. چې دهمدی تلویزیون اړوند دوه پروګرام چلوونکی بیا په همدې تور محکوم هم شول.
لورې! د وخت اولس مشرپه خلاصه خوله د رسینو له لاری اولس ته ستا د قاتل د غرغره کیدو ژمنه ورکړه، موږ ډاډه شولو چی د ۳۲میلیونی ملک د مشر ژمنه او قول دۍ!، مګر دا زه او ستا غم ځپلې مور وه چی نه پوهیدلو چې دلته د اولسمشر او دمحکمو د مخې د کرایی قسم خوړونکیو ژمني یو شی دی. وروسته را پته ولګیده چې د هیواد اولسمشر یې هم له هم هغوبهرنیو توروکڅوړو خوري کوم چې ته یې راڅخه وخوړلی! نودلته مې بیا هماغه پښتو متل سترګو ته کلک ودریدو کوم چی وایی: نیا یې چې په اوبو پرته وی نو اولادونه یې هم پکې پریوزي!
لورې ! یوې ښځينه څارنوالې ستا د دوسې په اقامه کې داسی لیکلی وو؟ ښه ورته ځیر شه!: (دلایل که ثابت میسازد که قتل څانګه آماج توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد).
لورې! یو ځلی داسی وخت هم راغی چې باید لاسپوڅې دستګاه ستا د کرغیړن قاتل نیولو ته اړه شوی وای،مګر پوهیږی له هماغه ګاونډی ملک نه بیا راته تهدیدونه وشول چې پخپل وخت مې په اصطلاح ملی امنیت ته په لیکلې بڼه خبر ورکړو چې تر اوسه پورې پسي ګرځي!!!. بل ځلې مې همدغې سترې محکمې ته په پښتو ژبه عریضه ولیکله راته رد یې کړله بیا مې تر هغې ترخه عریضه په دری ژبه ورته ولیکله چې زما غوښتنه یې سمدلاسه ورباندې ومنله. دیته وایی ژبنی برابری؟!!. اودغه زما او ستا ګناه ده؟!. په سبب د ظالمانو حاکمانوــــ کوراو ګور او پیښور دری واړه یو دی.
لورې! نور به څه درته ولیکم زما او ستا خواله نه تمامیږی.خو زړه مې ډیر ډک دی غواړم لږ ښې خبرې درته وکړم.
لورې! لکه ستا چې لوړغرور درلود اوزما شملې ته د ډیر پام وو همداسې زه هم ستا د پوړنی او پښتنی وقار خیال ساتم:
ستا د شهادت نه وروسته د ډیرودرنوخواخوږوترځنګ د امریکی استاز ولۍ (سفارت) هم ور وغوښتلم او ستا د بی وخته مړینې او شهادت غمرازی یې راسره وکړه او هغه یې هم په لیکلې بڼه، بیا یې څوځلې په تکرار زما څخه وغوښتل چې آیا زه په امریکه کې پناه غواړم او کنه ؟ چې ما ستا د لوړغرورپه درناوی رد کړه: وږی تږی پروت پخپله بوریا ښه یم ــــ نه په تخت د پاسه ناست د بل کره.
لورې! زه او ته دواړه د زده کړو ډیر مینه وال وو. نو ښه زیری درته لرم : ستا یوه خور په هماغه پښتنی او اسلامی غرور اوس ماسټري بشپړه کړیده اود تيرکال د جولای میاشتې په پای کې یې د بریا لاسوند(دیپلوم) تر لاسه کړیدی، هماغه کشره خور د اوس په همداسې بڼه او کورنی اصیلتوب د فارمسی ډاکتری زده کړې تیر کال اګست کې بشپړي کړي اوډک لاس خپل هیواد ته راستنه شوه او دخپلو خلکو په چوپړ کې ده. هغه مشر ورور د اوس پخپلو پښو ولاړ او د علم د رڼا د لارې لاروی دی، همداسې هغه منځوی ورور د اوس په پوهنتون کې دکمپیوټرساینس پوهنځي کې تل اول نومره وي او دی، او تر ټول کشرورور د کوم چی ستا دشهادت په مهال یوازی پنځه کلن وو اوس د کانکورد آزموینې تابیا ،د سپورت ښه مینه وال او د قرآنشریف ډیر ښه تلاوت کوی او تل اول نومره وی.
خو لورې! ستا مور هغه ستا په سپیڅلو وینو رنګ پوړنی تل په خپل بالښت کی ساتی اوسرورباندی ږدی.
لورې! ټولې کیسې د نهیلی هم ندی ،ستا له شهادت وروسته ډیرو احساس لرونکو افغانانو له لر اوبره ستا په ویرکې زموږ سره غمرازي وکړي ستا مینی اوبیا د دمړینی ناورین ټولی ړندې پولې ماتې کړې او هغه د افغان اهل هنود غوره کړل شوی استازې (آغلی انار کلی هنر یار) تر ټولو زیات درباندی وژړل. ډیروزیاتو افغانانو درته خپلی ولولی د شعرونو په دود ډالۍ کړی.
مګر یوازی د دولتی پلورل شویو ضمیرونو خاوندان دی چې حق نه وینی. خوته نهیلی کیږه مه ! موږ هوډ لرو چی ستا غچ به له هغه سوچ نه اخلو کوم چی دا وطن یی په ژبنیو،سمتي اوداسې ورته پولوویشلۍ دی.لورې په موږ باور ولره چې انشاالله پدې هیواد کې به سوله او ورورولی راځی اونیاو به د ظلم ځای نیسی. اوبیا به ستا مزار ته د درناوی لپاره درځي.
نو زما د زړه ټوټي او پښتنی شملې ګله! شکیباڅانګي آماج ستا د شهادت دوولسم تلین د په جنت وی تل زما په زړه او دوعاګانوکې یی.
دفلک له لاسه چاته کړم کوکار ــــ ریژوی هر ګل چې خاندي په بهار.
ستا په زړه زخمی پلار
د خدای بښلې شکیبا څانګې آماج شهادت د ۲۰۰۷کال د مي میاشتې په یودیرشم چې د غبرګولی له یوولسمې سره سمون خوری پیښ شویدی.