د بخښنې نړیوالې ادارې د پناه غوښتونکو د برخې یوې پلټونکې ویلي، د استرالیا د کډوالو او پناه غوښتونکو په مانوس توقیف مرکز کې د ځان و‌ژونکو هڅو زیاتیدنه د استرالیا د مهاجرت پالیسۍ بحران ته اشاره کوي.

یادې ادارې دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د ځینو رسنیو لخوا پدې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د استرالیا د کډوالو په سمندري توقیف مرکز مانوس کې د کډوالو او پناه غوښتونکو ترمنځ د ځان وژنې او ځان ځورونې هڅې زیاتې شوي او په ټوله کې د کډوالو او پناه غوښتونکو رواني وضیعت بحران ته رسیدلې.

د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو د برخې مسولې (کېټ سکویش) یادو رپوټونو ته په غبرګون په یو بیان کې ویلي، « دغه رپوټونه د اندیښنې وړ دي او د دې څرګندونه کوي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره په مانوس ټاپو کې ژوند نور د زغملو نه دی. پس د استرالیا حکومت ته هيڅ بهانه نه ده پاتې چې دغه کسان لا نور هم په مانوس ټاپو کې بندي وساتي.»

نوموړې ویلي، « د استرالیا حکومت د خپلو پالیسو له امله سلګونه پناه غوښتونکي سمندري توقیف خونو ته لیږدولي او شپږ کاله کیږي چې دغه کسان لا تراوسه هلته ځوریږي. اوس د دې وخت رارسیدلې چې د استرالیا نوی حکومت په خپلو پالیسو بیاکتنه وکړي او دغه کسان ژر تر ژره استرالیا ته انتقال کړي.»

نوموړې په خپل بیان کې همداراز زیاته کړې، « مونږ د استرالیا له حکومته غوښتنه کوو چې د انسانيت او د بشر د حقونو په نظر کې نیولو سره د کډوالو او پناه غوښتونکو دغې تدریجي ځورونې او شکنجې ته چې د کلونو راهیسې جریان لري نور د پای ټکی کیږدي.»