دا اووه لس کاله طالبي سړیخورو افغانان په دې پلمه وژل چې ګواکي له یهودو، نصاراوو اوکافرو سره دوستي کوي۔ د دوي وژن ته به یې د المائده سورت ۵۱ آیت دلیل راوړه: {یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ} [المائدة:۵۱
ژباړه: اې ایماندارو ! یهود او نصارو دوستان مه نيسئ، دوی خپله یو د بله دوستان دي، او له تاسو نه چې څوک دوی دوستان ونيسي، نو بیا هغه له دوی نه دی، یقینا الله ظالمانو ته هدایت نکوي.

خو منافقین علیه العنت نن په خپل جال کې ان د څووم ځل لپاره په خپله ولوېدل ، خو اوس به ګورئ چې په خورا لوی منافقت او رزالت بیا هم دې مظلوم ولس، په ځانګړې توګه هغه کوشني سپین زړي کلیلوال طالبانو په یوه چل او فریب سره وغولوي او ځانته یو دلیل پیدا کړي۔

افغان دولت به قرآن په لاس کې ور ته ونیوه چې موږ مجبوره یو، دا دوستي نه ده، بلکې مجبوریت دی،موالاة دي، معامله ده، دا ډول معامله د فقې له نظره روا ده ، راشئ سوله وکړئ، موږ او تاسې وروڼه یو۔ طالب ولد پنجاب به چپه پر خره سپور او د خره لکۍ به یې په خوله کې ونیوه، له سړک، جومات، ښوونځي او پوهنتون څخه نیولي تر ا انسانو پورې به یې پر ټولو اور بل کړ۔

دا دي نن همغه طالبان چې له کفارو سره یې معاملات حرام ګڼل نن له هغوي سره سل کلنه دوستي لمانځي۔ هو له هغوی سره دوستي لمانځي که څه هم چې معامله نه ده، بلکې دوستي ده، دوستي له کفارو سره په خپله طالبانو حرامه ګڼله او هغه کسان یې مرتد ګڼل چې د دغه ګنا سره لاس او ګرېوان وي۔ طالبان له هغو روسانو سره سل کلنه دوستي لمانځي چې دوه نیم میلیونه مسلمان افغانان یې شهیدان کړل،کابو شپږ میلییونه افغانان یې له وطن څخه تېښتې ته مجبور کړل، دا سمسور او ګلزار وطن یې ټوټه ټوټه کړ، دا ننۍ بدمرغۍ ټولې د همدې روسانو له لاسه۔ هېره دې نه وي چې د ملام محمد عمر یوه سترګه هم روسانو له منځه یووړه، خو نن د ملا محمد عمر لښکر له همغه ظالم، وحشي او کافر روس سره خپله سل کلنه دوستي لمانځي۔

روسانو یوازې په چېچنیا کې ۲۵۰۰۰۰ ولسي بې ګنا مسلمان وګړي ووژل،چیچنیا یې له خاورو سره خاورې کړه، د چېچنیا ټول دولتي بنسټونه یې ونړول او د هر قانون له مخې روسیې په چیچنیا کې جنګي جرمونو سرته ورسول، خو نن د اسلامي عظمت، لویۍ، او خپلواکۍ راوستونکي طالبان له روسانو سره دوستي لمانځي۔

لعنت دې وي پر تاسو ناموس پلورونکي دووسانو!۔
تاسې د دې اړتیا وینئ چې له روسانو سره دوستي ونمانځئ؟

ولسمشر نجیب الله یې په دې جرم وواژه چې ګواکي د روسانو ملګری،کمونیست پلوه او له کافرانو سره یی د دوستۍ پالنه کوله۔ طالبانو د شمالي ټلوالې له لنډه غرو سره ځکه جهاد رواه ګڼه چې د روسانو جګړه یې په افغانستان کې روانه ساتلې ده۔ خو نن یې ټول قرآني، سیاسي او مذهبي دلیلونه او خنډوڼه تر پښو لاندې کړل، مسکو ته ولاړل، د روسانو په پښو کې یې سرونه کېښوول او د خپلې دوستۍ یې ورسره جشن ونیو۔

حیرانوونکې ده! د مکې شریفې د ملا امام او د مدینې منورې د جوماتونو پر فتواوو یې ملنډې ووهلې چې ګواکي په افغانستان کې اوسنۍ جګړه فتنه ده او باید ټول لوري سره کښېنے او سوله وکړي۔ د ولسمشر غني په نارې یې ملنډې ووهلې چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې د خبرو بلنه ورکړه، خو د ولادېمیر پوتین، سرګي لاورووف او ضمیر کابلوف بلنې یې په دواړو سترګو ومنلې، تر مکې مکرمې یې مسکو ښه ترا وګڼلو، د مکې شریفي تر امام یې د روسیې د استخباراتو رییس او د بهرنیو چارو وزیر د باور وړ وګڼل ، په مسکو کې یې ګونډې ووهلې، د روسي نجونو په سپینو پنډیو کې یې سترګې خښې کړې، خو د ولسمشر غني په بلنه یې لعنت ووایه چی راشئ په کعبه شریفه کې به سره کښېنو او سوله به وکړو، دا ظلم، ناروا، جنګ او وحشت به پای ته ورسوو۔

سربېره د طالبانو په ښکاره الحاد، بیا هم د طالبانو په وینا ولسمشر غني، افغان امنیتي ځواکونه، د دولت کارمن، سړکونه، لارې، کوڅې، ښوونځي، پوهنتونونه، د اوبو بندونه، د برېښنا پايې، جوماتونه او اسلامي علما کافران دي، خو یو څو د پنجاب حراموني طالبان د اسلام مدافعین او د اسلامي امت زعیمان؟

دا ملت به د طالب سړیخواره په هر جرم او جنایت کې برخوال وي که چېرې نور هم طالب ته په خپل کور، کلي خندک، لاره او کوڅه کې ځای ورکړي۔