لیکوال: ذاکر جلالي

ګلوبلایزېشن د انګلیسي له «ګلوبل» (نړیوال) څخه اخیستل شوى دی. د دې لغت معادل په پښتو کې «نړیوالتوب» غوره شوی دی. په انګلیسي کې انټرنېشنل هم د نړیوال معنا ورکوي، ولې ګلوبلایزېشن یا نړيوالتوب، چې کله کارول کېږي، بیا پر نړیوال سربېره یو شمېر مفاهیم له ځانه سره لېږدوي، چې په دې لیکنه کې پرې بحث کېږي.

د نړیوالتوب اصطلاح د لومړي ځل لپاره په (١٩٣٠م) کال کې وکارول شوه، ولې د شلمې پېړۍ له اوویایمو کلونو وروسته یې استعمال زیات شو. د نړیوالتوب د تعریف په پام کې نیولو سره ویلی شو، چې د نړیوالتوب بهیر هغه مهال پیل شوی، چې کله انسان له خپل کور و کلي ووت او دنړۍ نورو برخو ته یې سفرونه وکړل. دغه ډول سفرونه د یو شمېر نورو پېښو لامل کېږي. یعنې کله چې انسانان سفرونه کوي، له ځانه سره یو شمېر افکار نورو ته لېږدوي او له نورو څخه یې خپل کور و کلي ته راوړي.

هغه مهال چې انسان پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لاره، سوداګریز سفرونه یې پر اوښانو ترسره کول، چې دغه سوداګریز سفرونه په خپله کولای شو د نړیوالتوب پیلامه وګڼو. وروسته چې کله انسان وتوانېد ګړندي ټرانسپورتي وسایل، لکه موټر، الوتکه، بېړۍ، رېل ګاډی او ... منځ ته راوړي، د نړیوالتوب بهیر یې لا ګړندی کړ. پر ټرانسپورتي وسایلو سربېره، نورو ارتباطي وسایلو هم لکه، راډیو، تلویزیون، موبایل او دا دی اوس انټرنیټ منځ ته راغلل، چې د دوی منځ ته راتګ د نړیوالتوب پروسه کې انقلاب ګڼلی شو.

کله چې انسان په مخابراتو او ټرانسپورت کې دومره پرمختګ وکړ، څرګنده ده، چې سوداګري په کې زیاتېږي او له دغو وسایلو په استفاده انسانان کولای شي تر ډېرو لرو پرتو سیمو پورې په کلتوري لحاظ له ډېرو لرو وګړو سره سوداګري ولري. د دغو سوداګریزو سفرونو سره چې کله د مختلفو کلتورونو اړوند انسانان د یو بل هېواد ته ځي، دی له هغو متاثرېږي او هغوی له ده اغېزمنېږي. نه یوازې سفرونه، اوس د ډله ییز ارتباط وسایل، لکه تلویزیون یا انټرنیټ په زرګونه کیلومتره لرې خلک په کلتوري لحاظ له یو بله متاثروي. د بېلګې په ډول، نن زموږ د ټولنې د پام وړ وګړي د امریکا سي.ان.ان تلویزیون، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز اخبارونه او نیوزویک او ټایمز مجلې ګوري او لولي، چې په نتیجه کې له هغو متاثرېږي.

د یادو پرمختګونو په نتیجه کې نن دنیا یو «ګلوبل» یا نړیوال کلی ګڼل کېږي. ځکه د دې نړیوال کلي په یوې لرې برخه کې که یوه پېښه کېږي، په بله برخه کې ترې په څو شېبو کې نور خبرېږي او کېدای شي متاثر هم شي. مثلاً، د سپتمبر د یوولسمې پېښې، چې په ټوله سیمه بلکې نړۍ یې اغېز وکړ. دغه وړ پېښه پخوا شونې نه وه؛ که پېښه شوې هم وای، شاید پس له ډېره وخته ترې خبر شوي وو او ممکن نه و چې زرګونه کيلو متره لرې یې موږ اغېزمن کړي وو.

د نړیوالتوب تعریفونه

د نړیوالتوب اصطلاح هم د ټولنیزو علومو د ګڼو نورو اصطلاحاتو په څېر یو ټولمنلی تعریف نه لري. مختلف پوهان ورته د خپل فکر او ګروهې سره سم مختلف تعریفونه کوي. نړیوالتوب تر ډېره یوه لانجمنه مسئله ده، چې څوک یې ګټور او څوک مضر ګڼي.

یو شمېر پوهان یې نوی استعمار ګڼي، چې پرمختللي یا د استعماري پير دولتونه غواړي له دې لار یو ځل بیا دغه هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راولي. ځینې یې د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل او د آزاد بازار دودول بولي. نامتو مسلمان عالم، علامه قرضاوي نړیوالتوب داسې تعریفوي:« نن ورځ نړیوالتوب په ډاګیزه ډول د لوېدیځ جوړولو په معنا ده یا په بله معنا د دنیا امریکایي کول دي. همدا ښکلې اصطلاح «نړیوالتوب» يې د استعمار کولو لپاره په کار اچولې ده؛ داسې اصطلاح چې پخوانۍ طریقه هېروي او د دې تر سیوري لاندې پر نړیوالو خپله ولکه ټینګوي».

د نړيوالتوب لپاره تر یوه بریده ټولمنلی تعریف داسې شوی:« دا [نړیوالتوب] یوه دوامداره پروسه ده، چې سیمه ییز اقتصادونه، ټولنې، کلتورونه، نړیوال بعدونه پیدا کوي، یو له بل سره مدغمېږي، د نړیوال پوهاوي، اړیکو، ټکنالوژۍ او علم د پرمختګ له امله ملي اقتصادونه په نړیوال اقتصاد کې مدغمېږي».

د ټکنالوژۍ پرمختګ، د نړیوالتوب عمده محرک

ټکنالوژۍ په تېرو پنځوسو کلونو کې د پخوا په پرتله بې حده وده کړې ده، چې له دې بې ساري پرمختګه په استفادې د انسانانو تګ راتګ او سفرونه خورا زیات شوي؛ په پایله کې د نړیوالتوب بهیر د پام وړ ګړندیتوب موندلی دی. د تاریخ نوي فیصده (۹۰٪) ټکنالوژیکي پرمختګ او کشفیات و اختراعات له ۱۸۰۰م کال راهیسې ترسره شوي دي. دغه بې سارې پرمختګونه د راشه درشې عمده لاملونه دي. نن ورځ هره شېبه ۵۰میلیونه وګړي په الوتکو کې د سفر په حال کې دي. دا لا معلومه نه ده، چې د رېل ګاډي، بېړیو او موټرو له لارې به څومره انسانان د سفر په حال کې وي؟ دغو راشه درشو ځان سره د ایډیالوژیو، افکارو او کلتورونو د لېږد بهیر چټک کړی دی.

په ۱۹۸۵م کال کې د امریکا له متحده ایالتونو څخه بهرنیو هېوادونو ته ۴۲۵میلیونه تیلیفونونه شوي دي. دغه شمېره په ۲۰۰۹م کال کې ۶بلیونو ته لوړه شوه. له دې سره-سره څومره نوي ارتباطي وسایل منځ ته راغلي، لکه، ګړندۍ الوتکې، رېل ګاډي، ګرځنده تیلیفونونه، راډیو، تلویزیون، انټرنیټ او په انټرنیټ کې ټولنیزې شبکې (فیسبوک، ټویټر...) او ... دا ټول هغه وسایل دي، چې د دوی د منځ ته راتګ له امله اوس که د نړۍ حتی په لرې سیمه کې کومه پېښه کېږي، د نړۍ نورې سیمې ترې متاثرېږي. د دې خبرې ښه بېلګه د ۲۰۱۱م کال له لومړیو راهیسې په عربي نړۍ کې روان پاڅونونه دي، چې د دغو سیمو د دېرشو، څلوېښتو کلونو واکمن د فیسبوک له لارې له منځه ولاړل. دغه پاڅونونه د فیسبوک د اوښتونونو په نامه مشهور شول. همدا راز په ۲۰۰۹م کال، کله چې په ایران کې لانجمنې ټاکنې ترسره شوې او خلکو په لاریونونو لاس پورې کړ، واکمن رژیم پر انټرنیټ او کله پر فیسبوک بندیزونه ولګول. د دغو نا آشنا پرمختګونو په نتیجه کې اوس د هېوادونو ترمنځ پولې له منځه تللي، ځکه نو ځینې اوس نړۍ «ګلوبل ویلیج» یا نړیوال کلی بولي.

د نړیوالتوب مختلف اړخونه

د یادو پرمختګونو په نتیجه کې په نړۍ کې یو لړ بدلونونه تر سترګو کېږي. په دغو بدلونونو کې تر نورو څرګند هغه يې اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړخونه دي، چې هر یو به په لنډ ډول وڅېړو:

د اقتصاد نړیوالتوب

د اقتصاد نړیوالتوب کې مهمه مسئله د سوداګرۍ ده. د ارتباطي وسایلو د زیاتېدا په صورت کې د ټکنالوژۍ له اړخه سوداګرۍ ته ډېره مناسبه زمینه برابره شوې ده؛ ولې اوس د اقتصاد د نړیوالتوب د لارې خنډ د دولتونو له خوا مالیات دي. د نړیوالتوب پلوي مفکرین په دې باور دي، چې باید دولتونه د نړیوالې سوداګرۍ پر مخ د خپلو هېوادونو پولې پرانیستي پرېږدي، څو نړیوال تولیدات وکولای شي په ټيټه بیه زموږ تر کورونو ورسېږي.

مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونه دې کار ته زړه نه ښه کوي. ځکه که دوی پر نړیوالو تولیداتو مالیات کم یا بیخي لرې کړي، بیا نو د دوی خپل تولیدات له ماتې سره مخ کېږي. د بېلګې په ډول، که افغانستان ته امریکايي تولیدات په ارزانه بیه راشي او په همدې بیه افغاني تولیدات هم وي، څرګنده ده چې خلک به د امریکايي تولیداتو د رانیولو هڅه کوي، نه د افغاني. په نتیجه کې به افغاني شرکت په طبیعي ډول له کار او فعالیته ولوېږي او افغانستان به په یو مصرفي هېواد بدل شي (لکه اوس چې دی). همدا لامل دی، چې د سویلي آسیا د همکارۍ ټولنه د هند او پاکستان د رقابتونو له امله پر دې نه ده توانېدلې، چې د غړو هېوادونو ترمنځ د آزاد بازار تړون لاسلیک کړي. پاکستان د دې تړون مخالف دی. ځکه پاکستانیان پوهېږي چې که هندي مالونه د دوی هېواد ته له مالیې پرته داخل شي، بیا به د دوی خپل تولیدات (چې طبعاً له هندي هغه به یې کیفیت ټیټ وي) پېرېدونکي نه لري.

د اقتصادي نړیوالتوب په هکله نړیوال ګڼ ملتیز شرکتونه هم مهم رول لري. نړیوال ګڼ ملتیز شرکتونه په ټولیز ډول غربي شرکتونه دي، چې له آزاد بازاره په استفادې کولای شي د درېیمې نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې له ارزانې ځمکې، ارزانه اومه موادو او همدارنګه ارزانه کارګر نه په استفادې خپل تولید منځ ته راوړي او د همدې هېوادونو پر وګړو یې په لوړه بیه وپلوري. دلته یوازې د ګټې خبره مطرح نه ده. دغه ګڼ ملتیز شرکتونه د هېوادونو پر سیاستونو په ډېرې آسانۍ سره اغېز شیندي. دوی خپلې پانګې د ویستو (يعنې دولتونه ګواښي چې که د دوى ځانګړې غوښتنې و نه مني، نو دوى به خپلې پانګې وباسي، چې د پانګې ويستل د دولت پر اقتصاد ډېرې بدې اغېزې لري) او نورو ګواښونو په واسطه کولای شي د درېیمې نړۍ حکومتونه ځان ته اېل کړي.

په اقتصادي نړیوالتوب کې د نړیوالو موسسو څرګند رول دی. د بېلګې په ډول، نړیوال بانک، د سوداګرۍ نړیواله موسسه او د پیسو نړیوال صندوق. دغه درې واړه موسسې وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو ته پورونه ورکوي، چې د سود ځانګړې فیصدي په کې وي. د دغو موسسو اداره د اروپايي او غربي هېوادونو په لاس کې ده. دوی چې کله پورونه ورکوي، پر دغو هېوادونو خپل شرایط هم مني. معمولاًً دوی داسې شرایط تپي چې د هغو په نتیجه کې د پور اخیستونکو هېوادونو لاسونه او پښې تړل کېږي؛ بیا دوی کولای شي په آسانۍ سره پر دغو هېوادونو خپلې غوښتنې ومني.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د استعماري پیر له پای ته رسېدو سره، نویو آزادو شوو هېوادونو سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کړې، ولې په اقتصادي اړخ کې یې بیا هم لاسونه پخوانیو استعماري هېوادونو ته غزېدلي پاتې شول. استعماري هېوادونو د دوی د بیا اېل کولو لپاره دوه کاره وکړل: لومړی یې د نویو آزادو شوو هېوادونو واګې څو بې کفایته او خپلو لاسپوڅو کورنیو ته پرې ښودې او له بلې خوا یې د دغو سوداګریزو موسسو پر مټ دوی ته د پورونو   په ډول بې خرته پیسې خوشې کړې. په دغو هېوادونو کې تر دې دمه داسې رهبري منځ ته نه ده راغلې چې له دغو پورونو د خپلو هېوادونو لپاره کار واخلي، د فساد لوړه کچه د دې لامل شوه، چې لا هم د استعماري هېوادونو په ګروت کې پاتې شي.

د درېیمې نړۍ یا اسلامي نړۍ هېوادونو ته د ژغورنې ښه لار همدا ده، چې په خپلو منځنو کې (سویل-سویل) اقتصادي همکارۍ وکړي. ځکه دوی په لږ توپیر سره کولای شي یو له بله د پام وړ اقتصادي ګټې ترلاسه کړي. دوی کولای شي د اروپايي اتحادیې په څېر په خپلو منځنو کې دغه وړ د اقتصادي همکاریو ټولنې جوړې کړي؛ ولې دلته بیا د رهبرۍ د بحران خنډ دی، چې د دې لرې کول څه آسانه کار نه دی.

د سیاست نړیوالتوب

د سیاست د نړیوالتوب پیل له نړیوالو کانفرانسونو شوى دى. د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې څو اړخیز نړیوال کانفرانسونه په ویانا کې ترسره شول. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸م) وروسته چې کله نړۍ سولې ته تر هر بل وخت ډېره اړتيا لرله، نړیوالو د نړۍ د سولې او امنیت د ساتلو په موخه د ملتونو ټولنه تاسیس کړه. د دې ټولنې هدف د جګړې مخنیوی و، د سولې ټینګښت او د جګړې مخنیوی د نړۍ د هر هېواد هیله وه. د ټول بشریت د ژغورنې لپاره د دې ټولنې جوړښت د سیاست دنړیوالتوب پیلامه بلل کېدای شي.

د ملتونو ټولنه د سولې په ټینګښت کې پاتې راغله، ځکه دویمه نړیواله جګړه ونښته. له دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹-۱۹۴۵م) وروسته د نړۍ ځواکمن هېوادونه یا د جګړې ګټونکي را ټول شول او د (۱۹۴۵م) کال په اکتوبر کې یې د ملګرو ملتونو د موسسې بنسټ کېښود. د ملګرو ملتونو پر عمومي اسمبلۍ سربېره، د عدالت نړیواله محکمه، د امنیت شورا، دارالانشا او ګڼ شمېر نور بنسټونه لري. د امنیت شورا له پينځلس غړو جوړه ده، چې پينځه یې (امريکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیه) دایمي غړي او پاتې لس یې د دوه کالو لپاره ټاکل کېږي. که د امنیت شورا هره پرېکړه وکړه، هغه پر نړۍ عملي کېږي. حتی که کوم هېواد چې د ملي حاکمیت لرونکی دی، مخالفت هم وکړي، کوم ځای نه نیسي. افغانستان ته د ناټو ځواکونو راتګ چې اصلاً د امریکا د ګټو غوښتنه وه، د امنیت شورا د پرېکړې په نتیجه کې تر سره شو. دا چې د امنیت شورا د پرېکړې پر وړاندې د دولتونو ملي حاکمیت کوم ارزښت نه لري؛ نړیوالتوب دی. یاده دې وي، چې د امنیت شورا په پرېکړو کې دایمي غړي د ویټو (ممانعت) حق لري؛ په دې معنا، چې که څوارلس غړي یو خوا ته وي او یو دایمي غړی یې ممانعت وکړي، پرېکړه نه شي صادرېدای. د سوریې د رژيم له لورې د ولس پر ضد د پیل شوې غمیزې په هکله د امنیت شورا پرېکړه د چین او روسیې له خوا ویټو شوه.

د سیاست د نړیوالتوب په برخه کې، د اقلیم تودوخه، د اټومي وسلو نه خپراوی، ناروغۍ، د بشر حقوق او ... د پام وړ رول لوبوي. یا هغه مسایل چې بشریت د هغو پر وړاندې متحد دریځ خپلوي. د ناروغیو پر ضد مبارزه، د اقلیم تودوخه، ناروغۍ، د بشر حقوق او ... هغه ښکلي شعارونه دي، چې دنړۍ پرمختللي یا لوېدیز هېوادونه له دو په استفاده خپل ځانګړي اهداف پلي کوي. د اقلیم تودوخه کې تر ټولو ډېر رول، د همدغو پرمختللو هېوادونو دی، ولې دوی د دې ستونزې د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی، ځکه د دوی ګټې زیانمېږي. یا د بشر حقوق، لوېدیز رسنۍ ځینې هېوادونه، لکه ایران، چین، سوډان، شمالي کوریا او داسې نور... د بشري حقوقو پر سرغړونې تورنوي؛ ولې کله هم اسراییل د فلسطینیانو پر وژنو نه ګرموي، امریکا پر افغانستان او عراق کې د ملکي خلکو پر وژنو د بشري حقوقو د یو سرغړونکي په توګه نه ګڼي. یا د منځني ختیځ هغه شاهي دولتونه چې د دوی ګټې په پام کې نیسي، کله هم دې ته نه مجبوروي چې د ولس رایې ته درناوی ولري.

اوسنی نړیوال سیاست د سیکولریزم تر بشپړې اغېزې لاندې دی، ځکه په ټوله نړۍ کې د ادیانو اخلاقي لارښوونې د حکومتونو د ځانګړو اهدافو د لارې خنډ نه شي کېدای. د بشر حقوق، سوله، امنیت، د اټومي وسلو نه خپراوی او ...دا ټول تر هغې ښه وي، چې د زبرځواکو دولتونو ګټې خوندي وساتي. که د دوی ګټې په جګړه کې وي، باید جګړه وي او که سوله کې وي بیا سوله ښه ده!

دغه پرمختللي هېوادونه د ملګرو ملتونو د ادارو پرېکړو ته ځکه د درناوي تظاهر کوي، چې دا ټول د دوی تر اغېز لاندې دي. د دغو موسسو ټولې پرېکړې د دوی په واسطه عملي کېږي، بنا پر دې سیاسي نړیوالتوب په بشپړ ډول د پرمختللو هېوادونو په ګټه دى، نه د درېیمې نړۍ بې وزلو ولسونو په ګټه!

د کلتور نړیوالتوب

د اسلامي نړۍ نامتو عالم او مفکر، علامه قرضاوي، نړیوالتوب له توپان سره ورته بولي، چې نه شو کولای د خپلو کورونو د ورونو په پورې کولو سره ځانونه ترې خوندي وساتلای شو. دنړیوالتوب بهیر هر اړخیز دی. دومره هر اړخیز او پراخ چې د انسان ژوند پورې ټولې تړلې چارې یې په ځان کې رانغښتي دي.

نړیوالتوب، هم ګټې لري او هم زیانونه؛ مسلمان مفکرین په ټوله کې د نړیوالتوب له مسئلې سره مخالف دي. سیاسي او اقتصادي اړخونه یې مخکې تېر شول. په کلتوري لحاظ اسلامي نړۍ او مسلمانان تر ګواښ لاندې دي. د نړیوالتوب له کبله نن په موږ کې لوېدیز رواجونه دود شوي دي، لکه، له خوړو سره د ګاز لرونکو مشروباتو څښل، د الکولي مشروباتو عامېدل، انګلیسي ژبې ته ارزښت ورکول، تر دې چې خپلې ژبې مو هېرې کړې، امریکایانو ته ورته د دوی جامې
 په شوق اغوستل، د دوی تولید شوي خواړه، برګر، مکډونالډ، پيزا او... خوړل چې زموږ په ټولنه کې پخوا دود نه وو. غربي رسنۍ تعقیبول، لکه سي.ان.ان تلویزیون کتل، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز، نیوزویک مجله، ټایم مجله، وال سټریټ ژورنال، اکانومیسټ.... لوستل؛ په هره برخه کې د لوېدیز لیکوال کتاب او مقالې ته ارزښت ورکول، د اکسفورډ او کامبرج پوهنتونونو له خوا چاپ شوي کتابونه په لوړه بیه پېرېدل، امریکایي فلمونه او سایټونه کتل او بې شمېره نورې بېلګې هم شته، چې د ټولو لیکل دلته شونې نه دي.

د نړۍ د ټکنالوژۍ (۹۰٪) پنځونې له (۱۸۰۰م) کال راهیسې تر سره شوي دي. دغې ټکنالوژیکي برلاسي د نړیوالتوب بهیر خورا ګړندی کړ. نن که یو ختیځوال یا د درېیمې نړۍ د یو هېواد اړوند څوک امریکايي جامه خوښوي؛ دا د دې لپاره چې دغه وړ جامه يې د تلویزیون پر مخ په ځلونو لیدلي دي او یا یې د الوتکو پر مټ لوېدیز هېوادونو ته سفرونه کړي، چې په طبیعي ډول له هغو متاثر شوی دی. سره له دې چې الکولي څښاک د اسلام د مبارک دین له لوري منع شوي، خو وینو چې په اسلامي هېوادونو کې په پراخه پیمانه دود دي. دا هم د رسنیو او سفرونو له امله داسې شوي دي. مسلمان ځوان چې کله امریکایي فلمونه ګوري، چې په فلم کې د ده اتل سګرټ یا شراب څښي په بیا بیا کتو دی هم عادی کېږي. نن زموږ حتی په ډېرو وروسته پاتې کلو او بانډو کې ګورو چې د هندي او امریکایي فلمونو د اتلانو انځورونه په ډېره مینه ځړول شوي دي.

زموږ په ټولنه کې داسې ډېر دود دی، چې زموږ روڼ اندي به ضرور د خبرو په جریان کې پر سي.ان.ان، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او ... حواله ورکړي، څو یې خبره ځانګړی وزن پیدا کړي. که څوک کتاب لیکي هڅه به یې دا وي، چې په انګلیسي يې ولیکلای شي، څو په اکسفورډ پوهنتون یې خپور کړي، چې ارزښت یې لا زیات شي! زموږ په هېوادونو کې ادیب، لیکوال، مفکر او ... هغه ښه برېښي، چې کره وړه یې له لوېدیز دود او دستوره اغېزمن شوي وي. په دې باب افغان لیکوال او سیاستوال، ډاکتر فاروق اعظم د «زموږ روشنفکران» تر سرلیک لاندې یې په زړه پورې لیکنه کړې ده، چې د هغې لیکنې په ترڅ کې يې د روڼ اندو په واسطه په کورونو کې د سپي ساتنې دود په کې ښه شاربلی دی.

زموږ د ټولنې لوړه طبقه د مکډونالډ، برګر، پيزا او ... خوړو سره به اشنا وي او د دوی د ژوند عادي برخه به وي. د ژوند په ډېرو عادي او کوچنیو چارو کې که ورته ښه ځير شو، د نړیوالتوب د څپو اغېزې په کې له ورایه لیدلای شو. ژبه د کلتور یوه ډېره مهمه برخه ده. دا ژبه ده، چې د تاریخ په پاڼو کې د ملتونو د تېرو کړو وړو ټولګه خوندي ساتي. د نړیوالتوب بهیر په عمومي ډول د ختیځوالو او په ځانګړې ډول د درېيمې نړۍ د ملتونو ژبو ته ګواښ ګڼل کېږي.

ژبه او نړیوالتوب

د نړیوالتوب د بهیر په پایله کې د پرمختللې نړۍ ژبې د وروسته پاتې یا مخ پر ودي هېوادونو کې خپرېږي، چې په نتیجه کې د دغو وروسته پاتې ملتونو ژبې د مړینې له ګواښ سره مخ کېږي. د لوېدیځ د ټکنالوژۍ، رسنیو او سوداګریزو فعالیتونو له امله نن انګلیسي ژبه د هر چا کور ته ننوتې ده. دا طبیعي عمل دی. کله چې یو هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او خپله ټکنالوژي نورو ته واستوي، هغوی مجبوره دي، چې د تولید کوونکي هېواد ژبه زړه کړي. یا یو پرمختللي هېواد ته د مزدورۍ لپاره څوک ځي، له هر څه مخکې بایدد هغوی ژبه زده کړي. سر بېره پر دې د لوېدیځ ډله ییزې رسنۍ په دومره لوړه کچه خپرېږي، چې زموږ په هېوادونو کې له انټرنیټ پرته په چاپي ډول موږ ته رسېږي.

نن ورځ انګلیسي نړیواله ژبه ده. انګلیسي د نړۍ د نفوس د ۵٪ وګړو ژبه ده، چې په یو ډول یا بل ډول د ۹۶٪ په واسطه پرې خبرې کېږي.

  • د نړۍ ۳۵٪ برېښنالیکونه او فکسونه په انګلیسي دي؛
  • د نړۍ ۴۰٪ راډیويي پروګرامونه په انګلیسي ژبه دي؛
  • د نړۍ ۵۰٪ د انټرنیټ چارې په انګلیسي ژبه دي.

زموږ په هېواد کې نن انګلیسي ژبې تقریباً د علم ځای نیولی دی. که چا په کومه بله څانګه کې لوړې زده کړې کړې وي، خو چې په انګلیسي پوه نه شي، نه پر دندې په آسانه لګېدای شي او نه د لوستي انسان سلوک ورسره کېږي. هر څوک په دې هڅه کې دی، چې د خپلې مورنۍ ژبې پر ځای په انګلیسي لوړې څه چې لومړنۍ زده کړې هم وکړي. د انګلیسي ژبې زده کړه کې کومه ستونزه نه شته په دې شرط چې خپله ژبه پرې و نه بایلو. دلته ستونزه دا ده، چې که چا په بهرنیو هېوادونو کې پر انګلیسي زده کړه وکړه، بیا نو له خپلې ژبې سره مخه ښه کوي.

د نړیوالتوب ننګونې

د کلتور یو کېدل یا له منځه تګ

نړیوالتوب په څرګند ډول د رسنیو له لارې د درېیمې نړۍ د هېوادونو کلتورونه له منځه وړي. د امریکا د ټایم اوونیزه ۳.۲میلیونه ګڼې خپرېږي. نیوزویک ۴میلیونه ګڼې خپرېږي. سر بېره پر دې زموږ ولسونه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر ډېره بریده پر بي.بي.سي، امریکا غږ، جرمني غږ، فرانس پریس، رویټرز، ازادي راډیو او ... باندې متکي دي. دا رسنۍ دي چې ولسونو ته د پېښو په باب په خپله خوښه معلومات ورکوي او د وګړو افکارو ته لورى ورکوي.

سربېره پر دې، د غربي فلمونو د کتلو له امله نن ډېری برخه ځوانان په دې هڅه کې دي، چې د همغو فلمونو د اتلانو په څېر ځانونه جوړ کړي. زموږ په ښارونو کې پر دېوالونو د غربي او هندي فلمي ستورو انځورونه ځړېدلي وي. په اخلاقي لحاظ یې زموږ ټولنه له لوی کړکېچ سره مخ کړې ده. شراب څښل، نا محرمو نجنو سره نامشروع تیلیفوني اړیکې، غربي ډوله تظاهر، غربي کړه وړه کول او پرې ویاړ او .. دا ټول هغه څه دي، چې د رسنیو په تېره د فلمونو له لارې زموږ په ټولنه کې خپاره شوي دي.

زده کړه

نن په نړیواله کچه سیکولر ښوونیز نظام چلېږي. دغه وړ تعلیمي نظام به په راتلونکي کې اسلامي نړۍ ته بلا ډېرې ستونزې وپنځوي. ځکه همدا ښوونیز نظامونه د زده کوونکي فکري لوری ټاکي. هر څوک اوس په دې هڅه کې دی، چې د طبیعي علومو سربېره په ټولنیزو علومو کې هم له غربي هېوادونو د فراغت سندونه ولري. د اجتماعي علومو په برخه کې په غربي هېوادونو کې لوړې زده کړې، هغه هم په هغه صورت کې چې زده کوونکی د خپل هېواد له تاریخ و کلتور او په فکري لحاظ اسلامي مطالعه و نه لري؛ په زیاته کچه ډېر ژر خپل هویت له لاسه ورکوي. د دې ستونزې مخنیوی په هغه صورت کې شونی دی، چې له تګه مخکې محصل د خپل دین او کلتور په باب د پام وړ مطالعه کړې وي.

سیاسي او اقتصادي ستونزې

په سیاسي لحاظ به اسلامي نړۍ د نړیوالتوب د بهیر د لا پرمختګ په صورت کې، تر ابده غربي هېوادونو ته لاس په نامه وي. نړیوالتوب په سیاسي برخه کې د یوه نړیوال دولت په لور په حرکت کې دی، چې د دغه نړیوال آیډیال دولت واګې به د لوېدیز هېوادونو په واک کې وي. د دې دولت ښه سریزه د اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ده، چې د پرېکړو په لار کې یې حتی د هېوادونو ملي حاکمیت هم خنډ نه شي کېدای. ملي حاکمیت د معاصر دولت یوه اساسي، نه بېلېدونکې او نه تجزیه کېدونکې برخه ده، چې د امنیت شورا په نامه د پينځو دایمي غړو هېوادونو د پرېکړې پر وړاندې بیا خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

په اقتصادي برخه کې به د درېیمې نړۍ هېوادونه تل لوېدیزوالو ته د مرستو لپاره لاس اوږد وي. موږ به تل د دوی پوروړي یو او د پورونو د لګولو لارې به هم له دوی زده کوو؛ نه دا چې د خپلو هېوادونو اړتیاوې په پام کې ونیسو او د اړتيا وړ پروژې پيل کړو. دغه وخت وي، چې د دولتونو او ولسونو ترمنځ د مخالفت خلیج پراخېږي. د سوداګرۍ په برخه کې به موږ په بشپړو مصرفي هېوادونو بدل شوي وو. د دوی پر صادراتو به هېڅ ډول مالیه نه شو لګولی او موږ ته به دومره چانس هم نه راکول کېږي، چې خپل تولیدات لږ تر لږه پر خپلو خلکو وپلورو.

د نړیوالتوب ګټې

د نړیوالتوب له امله د ارتباطاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. اوس دا آسانه خبره ده، چې د موبایل او انټرنیټ له لارې د نړۍ په بل سر کې له چا سره په ساعتونو خبرې وکړو. د ټرانسپورت په برخه کې ګړندي موټر، رېل ګاډي او الوتکې منځ ته راغلې، چې اوږده واټنونه یې خورا لنډ کړي دي. د رسنیو د پرمختګ له امله کولای شو، په څو شېبو کې د پېښې سیمه په ژوندۍ بڼه وګورو او د لرې دنیا له حالاتو خبر شو.

د سوداګرۍ ګړندیتوب

له نړیوالتوب سره سوداګرۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی. نن د ارتباطي وسایلو د پرمختګ له امله انسانان کولای شي، لرې هېوادونو ته سره سوداګري وکړي.

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری د «سبا به ناوخته وي؛ د افغانستان د ثبات او پرمختګ څو مسئلې» کتاب کې د سوداګرۍ د ودې په هکله حیرانونکې شمېرې وړاندې کړي دي. ښاغلی شینواری لیکي:« نړیوالتوب د خارجي تولیداتو جریان چټکوي. د نړیوال تجارت له لارې په وروستیو ۴۰کلونو کې د اشیاوو تولید ۱۰۰ چنده زیات شوی دی. او له ۹۰میلیونه تر ۱۲ترېلیونه پورې رسېدلی دی. د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د ۱۰۵ترېلیونه په ارزښت تجارت په بهرنۍ کرنسۍ شوی دی».

د دندو فرصتونه

اوس د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د ګڼ ملتیزو شرکتونو څانګې پرانیستل شوي دي، چې دې کار سره د کوربه هېواد وګړو ته بې شمېره دندې پیدا کېږي. کله چې سوداګري وده کوي، طبیعي ده، چې په بې سارې ډول دندې منځ ته راځي.

ځوانان او نړیوالتوب

په اسلامي نړۍ کې د سالمې رهبرۍ د نه شتون له امله نه شو کولای په بېړني ډول د سیاسي او اقتصادي نړیوالتوب پر وړاندې ځانونه چمتو کړو. د رهبرۍ بدلون او یا اصلاح اوږ مهاله او هر اړخیزه کار ته اړتیا لري. په کلتوري لحاظ هر څوک په تېره ځوانان کولای شي په آسانۍ سره د نړیوالتوب له ناوړو اغېزو ځانونه خوندي وساتي او له اسانتیاوو او ګټو څخه یې د خپل دین، وطن، کلتور او هویت په ګټه کار واخلي.

د اسلام پر اصیل فهم ځان پوهول او د خپلو مسلمانو مفکرینو او فیلسوفانو د آثارو د مطالعې له لارې کېدای شي د نن ورځې مسلمان ځوان په زړه کې پر ځان ویسا، پر خپل اسلامي/ملي تاریخ، کلتور، ژبې وطن او ولس ویاړ پیدا شي. نن چې مسلمان ځوان ډېر ژر د لوېدیز کلتوري څپو پر وړاندې ځان هېروي، عمده لامل یې همدا دی، چې د نامتو مسلمانو مفکرینو لکه، علامه سیدجمال الدین افغان، علامه اقبال، شهید سید قطب، ډاکتر محمد عماره او داسې نور... پوهانو له آثارو او افکارو اصلاً خبر نه دى. نن چې مسلمان ځوان د لوېدیځ مادي پرمختګونه ویني، بیا داسې انګېري، چې ګواکې لوېدیځوال په هره برخه کې په تېره کلتور کې مخکې دي او د دوی د پیروۍ پرته ورته پرمختګ شونی نه دی. که مسلمان ځوان د ارواښاد اقبال لاهوري د «خودي» فلسفه وپېژني، بیا به کله هم ځان هېر نه کړي.

د نړیوالتوب له ناوړو اغېزو د ځوان د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده، چې پر خپل ځان باور ولري، پر خپل اسلامي/ملي هویت، ژبه، کلتور او هېواد وویاړي؛ دغه حالت هغه وخت منځ ته راتلای شي، چې ځوان د اسلامي نړۍ د مفکرینو او لیکوالو افکار ولولي او ښه غور پرې وکړي، له خپلې مطالعې د اوسني وخت د ننګونو درمل راوباسي. مخکې یادونه وشوه، چې اسلامي نړۍ د رهبرۍ له بحران سره هم مخ ده. بنا پر دې له اوسنیو حکومتونو څوک دا تمه نه شي کولای چې د ځوان پوښت د فکري روزنې غم ورسره وي. په پای کې ځوان باید په خپله د خپل پایښت لپاره هلې ځلې وکړي او له حالاتو سره مبارزه وکړی. د پښتو ژبې نامتو لیکوال او فیلسوف، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د «نثري کلیاتو» په یوه برخه کې لیکي:« د سیند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرئت غواړي او د اوبو له جریان سره موافق تګ مړه کبان هم کولای شي». اوس د نړیوالتوب له بهیر سره سم ځان عیارول طبیعي کار دی، کمال دا دی چې د دې سېلاب پر خلاف حرکت وشي، زیانونه او ګټې یې وڅېړل شي او په پای کې یې له زیانونو ځان وژغورو او له ګټو یې د ځان لپاره کار واخلو.

موږ او نړیوالتوب

نړیوالتوب یو اوږد، پېچلی او علمي بحث دی، چې په یوې دوه مقالو د دې پدیدې د هر اړخ څېړنه، نه آسانه ده او نه هم ممکنه. نن سبا د نړۍ په ګڼو پوهنیزو او څېړنیزو مرکزونو کې پوهان په دې باب څېړنې کوي او د دې بهیر پر مختلفو اړخونو نظر ورکوي، نړیوالتوب هم د اجتماعي علومو د نورو څانګو په څېر د ګڼو پوهانو له مختلفو نظریاتو سره مخ شوی دی. هر څوک له خپل لیدټکي نړیوالتوب ارزوي او بیا پرې د ګټې او یا تاوان پرېکړه کوي. دا هم باید په پام کې ونيسو، چې له دې پدیدې خلاصون نه شته، ضرور به ترې اغېزمنېږو، بلکې وخته لا اغېزمن شوي یو.

ډاکتر نجم الدین بکر، د نړیوالو اړیکو نایجېریایی استاد، نړیوالتوب له سمندر سره ورته وباله. ده وې:« هر څوک له سمندره خپله برخه وړي؛ دا نو بیا د خلکو توان پورې اړه لري، چې څومره وړلی شي». د نړیوالتوب د ګټې او زیان د معلومولو لپاره دا په زړه پورې مثال دی. د نړۍ په سمندر کې ډېر هېوادونه اوسېږي، دوی کې ځینې کوچني او ځينې ستر دي؛ ځینې ځواکمن او ځینې کمزوري دي. طبیعي ده، چې ځواکمن به ډېره برخه لري او د کمزورو برخه به په هر څه کې خواره وي. په دې معنا، چې په سیاسي لحاظ به دوی برلاسي وي، په اقتصادی لحاظ به مو لاس ورته اوږد وي او په کلتوري برخه کې به ورځ تر بلې له خپلې ژبې او کلتور سره پردي کېږو او د دوی هغه به راخپلوو.

د پورته ستونزو په پام کې نیولو سره باید په سیاسي لحاظ ځانونه دومره پیاوړي کړو، چې د امکان تر بریده د هغوی له غېزې خوندي اوسو. په اقتصادي برخه کې، د درېیمې نړۍ هېوادونو ته د ژغورنې لار همدا کېدای شي. چې په خپلو کې اقتصادي ټولنې جوړې کړي او له یو بل سره د مالونو په تبادله کولای شي په اقتصادي لحاظ وده وکړي او که سوداګري له پرمختللو هېوادونو سره وي او پر وارداتو مالیې هم لرې او یا کمې کړي بیا به نو په یوه مصرفي هېواد بدل شي. په کلتوري برخه کې موږ ډېر اغېزمن شوي یو. د خلاصون بهتره لار همدا ده، چې خپل ځوان پوښت له خپل اسلامي او ملي هویته خبر کړو او پر هغو ورته د ویاړ احساس ورکړو. له دې سره سره په خپلو ژبو کې دومره آثار ولیکو چې دې ته اړتیا پاتې نه شي، چې په انګلیسي ژبه د خپل ضرورت وړ کتابونه ولولي.


 

اخځونه

۱. اسلام او نړیوالتوب؛ یوسف قرضاوي، ژباړن، محمد داود منصوري؛

۲. سبا به ناوخته وي؛ د افغانستان د ثبات او پرمختګ څو مسئلې؛ ډاکتر محمد ابراهیم شینواری؛

۳. History of International Relations, Prof. Bakhtiar

۴. International Conference on “Globalization and its Impacts on Indigenous Culture”

۵. An Advanced Study in International Relations, M Imtiaz Shahid

٦ . د الفت نثري کليات، استاد ګل پاچا الفت، د محمد اسماعيل يون په زيار.