سـرې لـمبـې دی سـره اورونه دي نورڅه دي
په وطـن کـــــــې مـوجـنګـونه دي نورڅه دي
وزګــــــارنه یوچـــې دې ولــــمـانـځواخـــتره
جـــنــازې دي اومرګـــــــــونه دي نورڅه دي
څــنګه وخـانــدو اوڅــنګه به خـوشحال شـو
چـې له هــــــرې خــوا غــمونه دي نورڅه دي
په افـــغـــان مــلـت مـــې ربه رخــــــم وکــــــړه
تـــورتــــمـونه تـــورتــمـونـه دي نورڅــه دي
چــــــرته لاړې لــــــــګ خـــــو راشه پــسرلـیه
وچـې پــاڼــې مـــــړه ګــــلــونه دي نورڅه دي
د امـیـد بـاده لــــګ ساه خـــوپه کـــې پــوکـه
مـــــړاوي مــــړاوي امـیـدونه دي نورڅـه دي
لاروی به دخـپل ځـــــان څـه درتـه وایــــــــــم
بـس دګـــــران وطـــن یـادونه دي نورڅـه دي
محمدجهان لاروی
شعــرونه