افغانان د مقاومت پهلوانان دي، خو په اداره کې صفر- استاد راشد الغنوشي
ليکوال: ذاکر جلالي
د ١٣٦٨ل کال د سلواغې په ٢٦مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې له لس کلنې جګړې وروسته، د ولسي مقاومت له امله تېښتې ته اړ شول. له هغه تاريخه ٢٢ کال وروسته دا دى اوس يو ځل بيا تاريخ تکراريږي. اوس د ناټو او امريکايي ځواکونو هم لس کاله پوره شوي او د وتلو لړۍ پيل شوې ده. امريکايان له لس کلنې جګړې وروسته بې له دې چې خپل په نښي کړي موخې ترلاسه کړي، د وتلو لار لټوي.
په همدغو تاريخ جوړونکو شېبو کې د اسلامي نړۍ د نامتو مفکر، ليکوال او د االنهضه د تونسي اسلامي ګوند د مشر ښاغلي راشد الغنوشي هغې مرکې سره تم کېږو چې په ٢٠٠٩م کال يې د اصلاح انلاين له وېب پاڼې سره کړې وه. د استاد غنوشي يوه خبره پورته د سرليک د يوې برخې په توګه راغلې، چې د افغانانو يوې ډېرې مهمې ځانګړنې ته په کې په پوره بې باکۍ سره اشاره شوې ده.
افغانانو په نولسمې او شلمې ميلادي پېړيو کې د وخت د زبرځواک (برېتانيه) پر ضد داسې جګړې وکړې، چې تاريخ به يې تر ابده په خپله سينه کې ساتي. موږ لومړنى ملت و، چې په ١٩١٩م کال مو له انګرېزانو څخه په دېره مېړانه خپله آزادي ترلاسه کړه. نن چې هم افغان ځوان د تاريخ پاڼې لولي او د غازي امان الله خان پر هغه تاريخي سفر سترګې لګېږي، چې د هغه په ترڅ کې د اروپايانو ، مصريانو، ترکانو او ايرانيانو له لوري د دې لپاره تود هرکلى وشو، چې د يوه خپلواک هېواد د پاچا و؛ د وياړ او عزت احساس کوي.
پرون افغانانو نړۍ د کمونيزم له خپسکې وژغورله. ځان او وطن يې برباد کړل. خو د روسي قوماندې ته يې سرټيټ نه کړ. نن امريکايان مات دي. ښايي ځينې ورته پلمې جوړې کړي، چې امريکا کې ټاکنې روانې دي يا امريکا خپل لګښتونه کموي يا ... په هر صورت د امريکا ماته يو حقيقت دى. دا د دې ملت د نولسمې، شلمې او يوويشتمې پېړيو برياوې او وياړونه وو. آيا موږ له دومره خپلواکيو ګټه پورته کړې؟ خپلواکي د يو ملت د نېکمرغۍ نښه ده، ولې موږ چې خپلواکه شوي يو بيا مو پر خپل ولس په خپلو لاسونو هغه نادودې کړي، چې ولس مو د تېر اشغال په آرمان کښېنولى!
استاد غنوشي د مرکې په يوه برخه کې وايي:" افغانانو په تاريخ کې د نړيوال استکبار په ماتولو کې بې سارى نبوغ ښوولى او دا يې ثابته کړې چې دوى د يرغلګرو د ماتولو لوړ استعداد لري، خو يو څه چې دوى نه لري هغه د خپل هېواد د جوړولو او اداره کولو استعداد دى. کله چې د پردي په مقابل کې جګړه کوي، نو نبوغ يې له ورايه ښکاره وي، خو کله چې د جوړولو شېبه راشي، بيا هېڅ وړتيا نه شي ښکارولى. افغانان د باطل په ماتولو کې سخت تکړه دي، خو پر ځاى يې د حق په راوستلو کې سخت پيکه دي".
ښاغلي غنوشي زموږ ناروغي جوته کړې ده. موږ ښې اتلولۍ کړي. ښکېلاکګر مو په ګونډو کړي، ولې د آرمان په څو قدمۍ کې مو بيا هر څه برباد کړي دي. استاد غنوشي زياتوي:" ... له همدې امله افغانستان چې څومره د کمونيستانو په لاس ويجاړ شو، هغومره د مجاهدينو په لاس هم وړان شو. دا ولې؟ دا ځکه چې په قضيه کې هر ښکېل طرف او د مجاهدينو هر ګوند هڅه کوله چې يوازې دوى پر افغانستان واکمن واوسي. دوى د واک په وېشلو کې پاتې راغلل، دوى ديوې داسې معاصرې ادارې په جوړولو کې پاتې راغلل چې په ګڼوالي (پلورالېزم)، دموکراسۍ او ټولټاکنو باندې ولاړه وي". څوک چې هېڅ ګذشت نه لري، پښتانه يې "من" بولي. موږ تل "من" پاتې شوي يو. يا سل په سلو کې اسلامي حکومت يا هېڅ! زموږ د تېر جهاد پرمهال د "سل په سلو کې اسلامي حکومت" شعار ډېر زمزمه کېده، بې له دې چې د دې شعار سره مو پنځوس په سلو کې خپل ځانونه هم اسلام سره برابر کړي وو! زموږ د هغه مهال مشرانو په فردي ژوند کې د اسلام برخه ډېره خواره وه؛ د حيرانتيا خبره بيا دا وه، چې دوى د هاغه ډول شخصيتونو په مشرۍ "سل په سله" اسلامي حکومت غوښته! زموږ بله ستونزه دا وه، چې که به څوک د حکومت په سر کې و، نو د هغه په نزد به حکومت اسلامي و، ولې د پاتو په نظر به اسلامي نه و. په دې معنا چې هريوه ځان د اسلام نښه باله!
د روسانو له ماتې وروسته د ډاکتر نجيب حکومت مجاهدينو ته د روغې جوړې وړانديزونه کول. رهبرانو له نجيب يا بل کمونيست سره ناسته د شهيدانو له آرمانونو سره جفا بلله. له بده مرغه مطرح ډلې حتى هغه چې له کمونيستانو سره ناستې ته نه و حاضر، واک ته د رسېدو په هيله يې له هغوى سره ائتلافونه جوړ کړل!! کاش چې دوى په څرګند ډول له پاتې نظام سره ناست واى او يوازې يې د افغانستان او افغانانو لپاره تنازل کړى واى! دوى دغه وړ تنازل جرم باله، ولې د تنظيمي ګټو لپاره يې بيا له کمونستانو سره د يو بل پر ضد داسې شريک پلانونه جوړ کړل، چې خپله ماضي يې په خپله تر پوښتنې لاندې راوسته.
د ملي اصلاح د اوونيزې مسؤول مدير، استاد عبدالفتاح جواد د تونسي اسلامپالو د آزميښت په باب په يوې مقاله کې ليکلي دي:" ... له تونس نه استاد راشد الغنوشي او داسې نور [د اسلامي حرکتونو مشران] پاکستان ته راغلي وو، نو له فرصت نه په استفادې سره یې د افغان جهاد له مشرانو سره د لیدلو او په افغان قضیه کې د پرمختیاوو او ستونزو نه د ځان خبرولو په موخه پیښور ته ولاړل، هلته یې له یوه جهادي مشر سره ملاقات برابر شو، د خبرو په جریان کې د تونس اسلامي خوځښت ( النهضة ) مشر او د اسلامي نړۍ یو وتلي مفکر استاد راشد الغنوشي چې دغه مهال له خپل هیواد نه جلا وطنه او په لندن کې میشت وو، پوښتنه وکړه چې د افغانستان دننه په ځمکه څوک زیات واکمن دي د نجیب رژیم او که مجاهدین؟ جهادي مشر ورته وویل: الحمد لله چې مجاهدین د افغانستان په ٪۹۰ ځمکه حاکمیت لري او حکومت یوازې په ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې فعال دی. استاد غنوشي ترې بیا وپوښتل: د افغانستان د ولس زیاته برخه د چا ملاتړې ده د حکومت که د مجاهدینو؟ جهادي مشر ورته وویل : الحمد لله ٪۹۵ ولس له مجاهدینو سره ملاتړی دی". زموږ مشرانو تنظيمونه داسې روزلي وو، چې په ټاکنو کې يو پخوانى کمونيست و نه زغملى شي. ښايي دې مشر په خپل ژوند کې وروستۍ ترخې شېبې هم ليدلې وي، چې په خپله له پروني کمونيست سره پر يوه مېز د مشترکو عملياتو طرحه جوړوي. مشر به خپل تېر څنګه توجيه کړى وي، دې نتيجې ته به ضرور رسېدلى وي، چې ښاغلى غنوشى هوښيار و او د کې ځينې خامۍ وې چې خپله مبارزه يې له خاورو سره خاورې کړه. ضرور به يې دا افسوس کړى وي چې کاشکې يې کمونيست ته د پارلمان څو څوکۍ زغملې وي، چې په افغانستان وروستۍ غميزې نه وې راغلې!
پر يوازې ځان نه شل کېږي!
زموږ مشرانو تل د "ميم زرما، ټوله زما" متل زمزمه کړى دى. هر يو "من" دى او بشپړ واک د ځان لپاره غواړي. بايد له عربي پسرلي موږ درس واخلو. هغوى د نظام د پايښت لپاره او د وطن د ژغورنې لپاره يو څو سيکولران زغمي، ولې موږ خپل نه شو زغملى؟! زموږ سيکولران خو پر ځاى پرېږده چې د بلې فکري ليکې اسلامپال هم نه شي زغملى. درې لسيزو جګړو او ناکراريو موږ په بې شمېره ډلو ټپلو وېشلي يو، څو دا ټول پر يوه محور سره راټول نه شي، دا غميزه به لا هم همداسې روانه وي.
جګړې او مقاومتونه په پاشلي ډول هم ممکن دي، ولې حکومتداري او خلکو ته د خدماتو عرضه بيا د ټولو موافقې ته اړتيا لري. په افغانستان کې دا پېښې ډېرې تکرار شوي، چې چا به حکومت ترلاسه کړ، بيا به د بل چا منلوته تيار نه و. تېرو ځان غوښتنو په نړيواله کچه د افغانانو شهرت ته د پام وړ زيان اړولى دى. ښاغى غنوشي وايي:" ... نو اسلامي حرکتونه اوس له افغانانو څخه چندان هيلې او توقعات نه لري، څو چې دوى خپل ځانونه اصلاح نه کړي او دا و نه ښيي چې دوى اصلاح شوي دي، تر هغه پورې اسلامي غورځنګونه هيلې په دوى پورې نه شي تړلى".
تاريخ ښه استاد دى. ښايي د افغانستان نوى نسل د پخوانيو له خاميو د عبرت درس واخلي، نه دا چې د هغو خامۍ له ځان سره ټينګ وساتي او راتلونکي نسل ته يې هم ولېږدوي، چې په هغه صورت کې به کيسه د تېر په پرتله لا ورانه شي. په پاى کې استاد غنوشي افغان ځوانانو ته په زړه پورې سپارښتنه لري:" نوى نسل بايد تاريخ ولولي. د تاريخ لوستل دا نه معنا چې تاريخ د کتابونو پاڼې واړوي او بس! نوى نسل هم بايد له تېرو تېروتنو څخه درس واخلي او د ګډ اوسېدلو او هر يو ته د برابر حق ورکولو طريقه زده کړي، که هر څوک وي، هره ډله او هر توکم وي. دوى بايد په راتلونکي کې دا ثابته کړي چې دا وطن د ټولو دى او ټول ترې په ورته توګه استفاده کولى شي، نه داسې چې يو ځل بيا هر لورى د خپل وطن د بچيانو پر ضد له دښمن څخه مرسته وغواړي او بيا خپل هېواد وران کړي".