د پښتو ژبې نامتو ادیب، استاد ګل پاچا الفت په خپل یوه نثر کې یوې په زړه پورې مسئلې ته اشاره کړې ده. کیسه داسې پیلوي، چې دوی ناست وو او د روژې میاشت وه؛ یو لاروی کېناست او خپله ډوډۍ یې له ملا راخلاصه کړه او ویې خوړه، پورته شو او په خپله مخه ولاړ. دوی هماغسې وږي ناست وو. الفت صاحب یې راز دا ګڼي، چې څوک حرکت کوي، هغه به ډوډۍ خوري او چې ساکن وي، له ډوډۍ به بې برخې وي.
په پورته ساده مثال کې لوی درس او عبرت پروت دی. هغه ملتونه چې کار کوي، یون کوي، هغوی به پرمختګ هم کوي. د هغوی ژوند به ورځ تر بلې آسانیږي؛دوی له خپل آسانه ژونده خوند اخلي. هغوی چې کار نه دی کړی، نن ژوند د هفوی د اږو پېټی دی. ځکه، دوی ژوند لپاره کار نه دی کړی. دوی نه دي خوځېدلي، ځکه اوس هم د سفر په پیل کې دي او له پرمختګ سره لاهم اوږده واټنونه لري.
ښايي له پورته مثال او تبصرې سره ټول موافق اوسئ. ټول به وایي چې دا ښې خبرې دي. ټول به د حرکت او کار پر ارزښت یوه خوله وي. خو، موږ سره له دې چې ستونزې منو، خپله ملامتي نه منو؛ موږ په دې روږدي یو، چې خپلې اوږې له مسئولیته سپکې کړو. زموږ د تېرو بې کاره حکومتونو د ناکارۍ له امله، نن هر څوک د مسؤولیت ګوته د هغوی پر لور نیسي. دې اوږې سپکونې موږ له خپلو مسؤولیتونو بې خبره کړي یو، ځکه موږ تل نور ګرم کړي دي. څه چې مو په وس کې دي، هغه مو هم نه دي کړي!
د مالېزیا پخوانی لومړی وزیر، مهاتیر محمد چې مالېزیا ته یې ستر اقتصادي خدمت کړی او اوس په نړۍ کې د یو کامیاب انسان په توګه پېژندل کېږي، د خپلې بریا راز، له خوبه په وخته پاڅېدو کې ګڼي! دی وایي:«موږ پرمختګ له خوبه په وخته پاڅېدو او د ساعت په مخکې کولو پیل کړی».
آیا موږ نه شو کولای چې پروخت له خوبه پاڅېږو او خپل کارونه تر سره کړو؟ آیا ډېر خوب زموږ د ټولنې له سترو ستونزو نه دی؟؟ موږ نه شو کولای، چې د ډېر خوب کولو یا د ناوخته پاڅېدو ستونزه هم پر تېرو حکومتونو وتپو!!!
دا زموږ خپل مسؤولیت دی، راځئ له ځانه یې پیل کړو!! که نه، بیا به نور هم نه ګرموو!! ځکه موږ هم خپل مسؤولیت نه دی ترسره کړی.