ژباړه او لنډيز: ذاکر جلالي
سرچینه: د ډیپلوماسۍ درسي نوټونه
يو دولت کولاى شي خپلې موخې له ګڼو لارو ترلاسه کړي. د لرغوني هند د دولتدارۍ او ډيپلوماسۍ ماهر، کاټيالا په باور، د دولت موخې د ډيپلوماسۍ په اسطه د څلورو اساسي وسايلو په کارولو سره ترلاسه کېداى شي؛ په ترتيب سره، ساما، ډانا، ډنډا او بېډا؛ جوړ جاړى او خبرې اترې، تحفه يا امتياز ورکونه، نفاق اچونه او ګواښ کول يا په رښتيا د ځواک کارونه. دا هم تقريباً د اوسمهالو ليکوالو د احساساتو څرګندونه ده، چې دوى هم ډيپلوماتيکي موخو ته د يو هېواد د رسېدو لپاره لانديني سلوک يا تګلارې کاروي؛ همکاري، موافقه او اختلاف. همکاري او موافقه د ګټورو او مؤثرو خبرو اترو له لارې ترلاسه کېږي. کله چې د سوله ييزو خبرو اترو له لارې د دغو موخو ترلاسه کول له ناکامۍ سره مخامخ شي، د ځواک د کارونې په ګډون، مخالفت په ګڼو ډولونو څرګندېږي. که څه هم، ((بېډا)) چې د نفاق او تجزيې لامل کېږي، د لوېديزوالو ليکوالو ترمنځ تر دې دمه د ډيپلوماسۍ د يوې مهمې وسيلې په توګه اهميت نه دى موندلى، ولې په ډيپلوماسۍ کې د دې له ګټورتوبه سترګې نه شو پټولاى. يا دا وسايل د ټاکلو اهدفو د لاسته راوړلو په لار کې د ډيپلوماسۍ له مهمو وسايلو ګڼل کېږي.
د ډيپلوماسۍ کار او ساحه
ډيپلوماسي، چې ډېرى وخت د ((نړيوالو اړيکو)) په توګه بېژندل شوې ده، په دوامداره ډول د تاريخ په اوږدو کې له يوې ستونزمنې او سختې نړۍ سره د معاملې د ميتود په توګه تکامل کړى دى. په داسې يوې نړۍ کې، چې له سيالو دولتونو جوړه شوې او دغه دولتونه په خپلو کې د خپل پايښت، د ملي ګټو د زياتوالي او يو پر بل باندې د تفوق يا لوړوالي د ترلاسه کولو لپاره له يو بل سره رقابت کوي. د ملتونو ترمنځ د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يو دوامداره رقابت روان دى. له دې پرته، يو دولت اکثره وخت خپلې مختلفې ګټې تعقيبوي. د ډيپلوماسۍ يو کار دا دى، چې د دغو ګټو تعدد سره ورغوي او يا لږ تر لږه دوى ته له يو بل سره وفق ورکړي. په عمومي ډول سره دا څرګنده ده، چې خبرې اترې او مذاکرات د ډيپلوماسۍ عمده دنده ده. ډيپلوماسي د برياليو خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د ختمولو او د دولتونو د ګټو د لاسته راوړلو توان لري. کله چې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شي، ډيپلوماتان هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په وړاندې د خپلو مخالفينو غلطي ثابته کړي.
دا يوه ښکاره خبره ده، چې د ځيرکې ډيپلوماسي مقصد دا وي، چې د خپلو موخو د تعقيبولو لپاره له مناسبو وسيلو کار واخلي. لکه څرنګه چې مخکې ويل شوي وو، چې د ډيپلوماسۍ درې بنسټيزې وسيلې، موافقت، همکاري او مخالفت دي. دا هم منل شوې ده چې د سوله ييزو وسيلو په واسطه د موخې ترلاسه کول تل په زړه پورې وي. هغه ډيپلوماسي چې پر مخالفت، ګواښ او د ځواک پر کارولو ټينګار کوي، د ځيرکې او ايډيالې ډيپلوماسۍ دعوا نه شي کولاى. دا څرګنده ده، چې د جګړې بهير د وړاندوينې وړ نه دى او حتى د جګړې کاميابې پايلې هم ښايي يو ملت له بشپړې بې ثباتۍ او دربدرۍ سره مخامخ کړي. له دې امله لرغونو هندي ليکوالو د هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د ځواک پر کارولو يوازې هغه مهال ټينګار کړى، چې د ډيپلوماسۍ نور اقدامات له ماتې سره مخامخ شوي وي. ليکن دا هم په دې معنا نه دى، چې د ځواک کارونه او يا ګواښ چې د ډیپلوماسۍ ډېر مهم وسايل دي، په بشپړ ډول رد شي. ځکه چې هره ډيپلوماسي، چې هر څه په خبرو اترو او سوله ييز حل پورې تړي، يوه ځيرکه او وړ ډيپلوماسي نه ګڼل کېږي. له دې امله، چې د کاميابې ډيپلوماسۍ ضروري تشکيلوونکې برخه دا ده چې وکولاى شي هره شېبه د ځواک د کارونې په ګډون د ډيپلوماسۍ پر يوه او يا نورو وسايلو لازم فشار راوړي.
دا قاعده، چې ((د ډيپلوماسۍ پاى، د جګړې پيل دى)) يوه سهي جمله نه ده. معاملې او راکړې ورکړې ته د سولې پرمهال ډيپلوماسي وايي، چې د جګړې له پيل سره هېڅکله پاى ته نه رسېږي. د جګړې له پيل سره يې يوازې شکل بدلون مومي. ولې جګړه تل د خبرو اترو يو بديل نه دى؛ بلکې د راکړې ورکړې يو ډول دى، چې له تاوتريخوالي سره مله وي. کله چې سوله ييزې خبرې اترې ترسره کېږي، ځواک وروستی ځاى لري او کله چې ورته اړتيا پېښه شي د يو ګواښ په ډول مخې ته کېږي؛ او که د ځواک ګواښ ناکافي ثابت شي، بيا نو په خلاص لاس سره کارول کېږي. له دې امله د سولې له پاى سره د ډيپلوماسۍ ساحه پاى ته نه رسېږي. حتى د جګړې پرمهال، که څه هم ډيپلوماسي له نورو لارو –له تاوتريخوالي ډکې لارې- په خپل قوت سره پاتې کېږي.
د ډيپلوماسۍ اهميت
ډيپلوماسي په نړيوالو اړيکو کې په مختلفو ډولونو سره خپل رول لوبوي. ډيپلوماسي يو له هغو پخوانيو لارو څخه ده، چې انسانانو د هغې په واسطه د سولې او جګړې ستونزې اوارولې. د منطمو ټولنو ترمنځ د نړيوالو اړيکو په اداره کولو کې، ډيپلوماسي د خبرو اترو، هڅونو او د افکارو د تبادلې له لارې د ځواک د کارونې شونتيا کموي.
په داسې يوې نړۍ کې چې له ګڼو خپلواکو دولتونو جوړه شوې وي، د ډيپلوماسۍ او نړيوالو حقوقو فکتورونه د سولې په ټينګښت کې تر ټولو مهم رول لري. نړيوالو حقوقو دې ګدوډې نړۍ ته يوه منظمه بڼه ورکړې ده او د سولې په خوندي ساتلو کې ډيپلوماسي حياتي رول لوبولى دى. د ډيپلوماسۍ اهميت د انډول د ساتونکي او سوله ييز نړيوال نظم له امله په اوسنۍ نړۍ کۍ لا زيات شوى دى. هانس مارګنتاو، د سوله ييزې نړۍ د منځ ته راتلو لپاره، د نړيوال توافق شرط په ګوته کوي، چې د هغه پر بنسټ ډيپلوماسي کولاى شي له نړيوالې سولې سره مرسته وکړي. دغه نړيوال توافق داسې په زړه پورې حالت منځ ته راوړي، چې په هغې کې نړيوالې سياسي ټولنې منځ ته راشي. هينري کېسنجر هم د نورو رياليستانو په څېر، د ملتونو ترمنځ د اختلافاتو په تنظيم کې ډيپلوماسۍ ته مهم رول ورکوي.
ننۍ نړۍ د ګڼو خپلواکو دولتونو او د هغى ترمنځ د مختلفو موخو او ګټو د شتون له امله، له اختلافاتو ډکه ده؛ که د ډيپلوماسۍ رول په پام کې ونه نيول شي، نو هره ګړۍ د دې امکان شته چې نړيوال ستر ځواکونه له يوه او بل سره ونښلي او نړۍ له يو ستر کړکېچ سره مخامخ کړي. دا ډيپلوماسي ده چې دغه اختلافات په ډېره هنرمندانه ډول سره تنظيموي او په نړيوال سياست کې تل د ځواک کارونه او جګړه وروستى انتخاب وي. د نړۍ د دولتونو ترمنځ يو لړ اختلافات د له منځه تلو وړ دي، په داسې حال کې چې زيات شمېر اختلافات په خپل حال پاتې وي، چې د ډيپلوماسۍ په واسطه ترتيب او تنظيم کېږي.
ډيپلوماسي له دې امله د ستايلو وړ ده، چې بې له جګړې د زيات شمېر موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي. ولې دا په دې معنا نه ده، چې ډيپلوماسي په بشپړ دول جګړه ردوي. حتى کله داسې هم کېږي، چې ډيپلوماسي د جګړې د منځ ته راوړو لپاره شرايط برابر کړي او بيا د هغې د ګټلو لپاره ائتلافونه جوړوي او د ځواک دښمن د ګوښه کولو هڅه کوي.
په هر صورت، تل په نړۍ کې د زيات شمېر په تېره کمزورو دولتونو هڅه دا وي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي. چې د ډيپلوماسۍ ټول اړخونه په پام کې ونيسو، بيا به هم وروستى قضاوت دا وي، چې د سوله ييز نړيوال نظم د يوې وسيلې په توګه د ډيپلوماسۍ له روله سترګې نه شو پټولاى.