ژباړه او لنډيز: ذاکر جلالي

 د ډيپلوماسۍ تېر شوی تعريف د ډيپلوماسۍ د اهدافو په باب څو مفکورې لېږدوي. د دغو موخو په باب يو مفصل بحث ښايي د ډيپلوماسۍ رښتينى طبيعت لا روښانه کړي.

له سلګونو کلونو راهيسې د ډيپلوماسۍ موخه د يو هېواد د ملي ګټو خونديتوب بيانېږي. يا په بل عبارت، د يوې ګټورې او ښې ډيپلوماسۍ موخه دا ده چې خپل هېواد ته زيات نه زياته ګټه ورسوي. تر ټولو لومړنۍ د امنيت ساتنه ده. د ملي ګټو له دې بنسټيزې پاملرنې پرته، يو شمېر نورې حیاتي موخې هم شته دي، چې عبارت دي له اقتصادي ودې، تجارتي و سوداګريزې ګټې، په بهرنيو هېوادونو کې د اړوند هېواد د اتباعو ساتنه، د ملي پرستيژ لوړوالى، د نورو هېوادونو ملګرتيا ترلاسه کول، د دښمنانو ګوښه کول او داسې نور.... دغه موخې په څلورو عمده ګټګوريو وېشلى شو: سياسي، اقتصادي، کلتوري او ايډيالوژيکي موخې.

سياسي موخې

د هر هېواد لپاره د ډيپلوماسۍ لومړنى اهميت د سياسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه ده. دا هيله هغه مهال تر لاسه کېداى شي، چې دوستو هېوادونو سره اړيکې لا ځواکمنې شي، هغو هېوادونو سره دوستانه اړيکې ټينګې شي چې له اوږد مهاله راهيسې دې هېواد ته بې تفاوته او سوړ چلند ولري او دښمن ځواک خنثا شي. د مؤثرو خبرو اترو او مذاکراتو له لارې دوستي لا قوي کېږي او نوي دوستان پيدا کېږي. دا چاره هغه وخت لا آسانېږي چې د گټو دوه اړخيز پوهاوى موجود وي. د بېلګې په توګه، په سيمه کې هندوستان يو سيمه ييز ځواک ګڼل کيږي-هندوستان له چين سره سرحدي مشکلات هم لري-، چې کېداى شي چين ته ستونزې راولاړې کړي. له بلې خوا هندوستان له خپل بل ګاونډي پاکستان سره د يوې تاريخي لانجې سره مخ دى. دې حالت کمونيست چين او پاکستان په سيمه کې په خوږو دوستانو بدل کړي دي.

د ګټورې ډيپلوماسۍ له بنسټيزو موخو دا هم ده، چې د ځانګړي هېواد پر ضد د نورو هېوادونو له اتحاد نه مخنيوى وکړي. دغه مقصد د ګڼو لارو نه په استفادې ترلاسه کېداى شي، لکه، له ځينو سره پوهاوي ته رسېدل، ځينو سره همغږي ښودل او د ځينو له ذهنه د خپل ائتلافي هېواد په وړاندې د شکونو د له منځه وړلو له لارې او داسې نور....

د ګټورې ډيپلوماسۍ په خپلولو سره ښايي دولت خپل مخالف ځواک منزوي او مورال يې کمزورى کړي. کېداى شي له خپلو دوستو هېوادو د امکان تر بريده ملاتړ تر لاسه کړي او ټول ورسره په يوه دريځ ودريږي. که کوم دولت مخالف شي، ښايي د دې ځواکمن اتحاد نه په استفادې منزوي يا ګوښه کړاى شي.

د يو هېواد سياسي موخې ښايي د هېواد د منابعو او ځواک په پام کې نيولو سره وټاکل شي. ولې کله يو کوچنى هېواد د يوې مؤثرې ډيلوماسۍ په خپلولو کولاى شي خپلې موخې تر لاسه کړي. په نولسمه پېړۍ کې د ((سبوي)) اروپايي هېواد د دې ښه بېلګه دى. سبوي، يو وړوکى او په نظامي لحاظ کمزورى هېواد، وتوانېد، چې د زغم او ماهرې ډيپلوماسۍ په کارولو سره د اسټريا ځواکمنه امپراتوري په ايټاليا کې له ماتې سره مخ کړي.

که څه هم د هېواد د ډيپلوماسۍ مؤثريت په زياته کچه د دولت پر ځواک تکيه لري. حتى ستر او ځواکمن دولت د کورنۍ تاوتريخوالي، د حکومت د سختې بې ثباتۍ او يا د مالي ورشکستګۍ په نتيجه کې ناکاميږي، چې په نورو هېوادونو کې د ځان په باب اعتماد منځ ته راوړي. په دغسې حالت کې ډيپلوماسي ډېر لږ وخت بريالۍ کېږي چې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.

د ډيپلوماسۍ بنسټيزه موخه دا ده چې خپلې موخې له سوله ييزې لارې تر لاسه کړي. ولې، کله چې له سوله ييزې لارې د هدف لاسته راوړل شونی نه وي، ښايي نور اقدامات تر سره شي. سوله تر هغې نېکمرغه ده چې د دولت حياتي ګټې په خطر کې نه وي. هېڅ دولت تيار نه دى چې د سولې په قيمت خپلې ګټې قرباني کړي.

ډيپلوماسي، د سياسي موخو د تر لاسه کولو د يوې آلې په توګه د جګړې او سولې په حالتونو کې خپل بنسټيز رول لوبوي. د سياسي شخړو او معاملو په دواړو حالتونو کې د ډيپلوماسۍ رول نه شو ردولى. بنا پر دې ويلى شو، چې دا مقوله چې (( د ډيپلوماسۍ پاى، د جګړې پيل دى)) کوم بنسټ او اساس نه لري. راکړه ورکړه يا معامله، چې د سولې پرمهال يې ډيپلوماسي بولي، حتى د جګړې د ډزو له پيلېدو سره هم روانه وي؛ يوازې يې انځور بدلېږي؛ پر دې بنسټ جګړه د تاوتريخوالي په وسيله د ډيپلوماسۍ دوام بلل کېږي. راکړه ورکړه که د سوله ييزو او مذاکراتو له لارې او يا د تاوتريخوالي په واسطه ترسره شي، ځواک په تېره بيا نظامي ځواک يې تر شا خپل بنسټيز رول لري. له دې امله سرفريک ريک وايي:(( ډيپلوماسي بې له وسلو داسې ده، لکه موسيقي بې د موسيقي له آلاتو)). اکثره وخت په غلطۍ سره ډیپلوماسي د سوله ییزو لارو چارو معادل ګڼل کېږي؛ ځکه ډېری وخت چې کله ځینې سیاستوال د یوې مسئلې په باب په سوله ییز اواري ټینګار کوي، نو وايي، ((د ډيپلوماسۍ له لارې دې حل شي!)).

ډيپلوماسي هغه مهال خپلې سياسي موخې ترلاسه کولاى شي چې تر شا يې د پام وړ ځواک او قوت وي.

اقتصادي موخې

که څه هم ظاهراً داسې برېښي چې د يو دولت تر ټولو مهمه اندېښنه د سياسي موخو په اړه وي؛ په داسې حال کې چې اقتصادي فکتورونه هم بې ارزښته نه دي. د نړۍ پانګه وال هېوادونه په دوامداره ډول په دې بوخت دي چې په نويو بازارونو کې ځانته د پښو ځاى پيدا کړي او په عين وخت کې لېواله دي چې په سيمه کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي وساتي؛ تر ډېره دوى توانېدلي دي چې رقابت له منځه يوسي او خپل قوي موقعيت تضمين کړي. د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې سوداګريزه ډيپلوماسي د ملي سياست د يو عمده مقصد په توګه خپل ځای موندلى دى.

په ټکنالوژيکي لحاظ پرمختللي ملتونه په دې هڅه کې دي چې له کمزوريو او وروسته پاتې هېوادونو نه په اقتصادي لحاظ ګټه پورته کړي. د ((مالي امپرياليزم)) او يا د ((ډالر ډيپلوماسي)) اصطلاحاتو کارونه د دې حقيقت ښه ښکارندوى دي. د آزاد بازار له ماتې سره سم او په پايله کې پر ملي اقتصاد له ټينګار نه وروسته، دواړو، پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو درک کړه چې تجارت او سوداګري د ملي پاليسۍ د عمده وسيلو په توګه کارولى شي. په نتيجه کې د اقتصادي ګټو ترلاسه کول د ډيپلوماسۍ مهمه موخه وګرځېده.

له دويمې نړيوالې جګړې (١٩٣٩-١٩٤٥م) وروسته د پام وړ شمېر مستعمرو خپلې خپلواکۍ ترلاسه کړې او د خپلواکو دولتونو په توګه را پورته شول. ولې دوى پر دې پوهېدل چې يوازې سياسي خپلواکي کافي نه ده؛ تر هغې چې اقتصادي پرمختيا ورسره مله نه شي. صنعتي هېوادونو هڅه وکړه چې له دې حالته په خپله ګټه استفاده وکړي. پرمختللي هېوادونه د کوچنيو او وروسته پاتې هېوادونو خامو موادو ته اړتيا لري او وروسته پاتې هېوادنه د پرمختللې ټکنالوژۍ د نه شتون له امله اړ دي، چې د دغو پرمختللو هېوادونو شرايط که څه هم سخت وي، ومني؛ څو د دوى له ټکنالوژۍ نه په استفادې خپل خام مواد استخراج او تصفيه کړي. پرمختللي هېوادونه د پورونو او بلا عوضه بسپنې له ورکړې وروسته، له وروسته پاتې هېوادونو امتيازات غواړي. کله نا کله دغه امتيازات د نويو آزادو شويو دولتونو د خپلواکۍ او آزادۍ په بيه هم ورته پرېوځي. له دې امله د يو ځواکمن بسپنه ورکوونکي او بسپنه اخيستونکي ترمنځ د بهترو شرايطو پر سر کشمکش روان وي. دلته ده، چې ډيپلوماسي ته وخت ورکول کېږي چې خپل مهم رول ولوبوي، ځکه د دواړو لوريو اړوندې ملي ګټې په خطر کې وي.

پخوا به په دغه ډول حالاتو کې کمزوري او وروسته پاتې هېوادونه له سخت وضعيت سره مخامخېدل. ولې د سړې جګړې (١٩٤٥-١٩٩٠م) پر مهال چې نړۍ پر دوو ايډيالوژيکي بلاکونو وېشل شوې وه، وروسته پاتې هېوادونو ته د پخوا په پرتله ښه شرايط برابر شوي وو چې د خپلو ګټو او شرايطو په پام کې نيولو سره خپل لورى وټاکي. هغه مهال د کمزورو هېوادونو د خپلولو لوبه د سوسياليستي او کپټاليستي بلاکونو ترمنځ روانه وه.

د اړيکو او ارتباطاتو په برخه کې بنسټيزو پرمختګونو او د نړۍ د ګڼو هېوادونو تړل کېدو، نړيواله سوداګري لا آسانه کړه. نړيواله سوداګري نن سبا د دولت په کنټرول کې ده او څرګنده ده چې هر هېواد د سوادګرۍ داسې يوه طرحه غواړي چې د هېواد له اقتصاد سره مناسبه وي. ډيپلوماتيکي خبرې اترې ترسره کېږي چې سوداګرۍ لا وده ورکړي. د سوداګرۍ د دودې او اقتصادي ګټو لپاره نوې ډيپلوماسۍ ځانګړې دستګاه منځ ته راوړې چې له پخوانيو هغو سره خورا توپير لري.

ډيپلوماسي او کلتوري فعاليتونه

په اوسنۍ نړۍ کې ډېرى وخت نورو هېوادونو ته کلتوري استازي لېږل کېږي، څو له هغو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګ کړي. دوى د ښه نيت د سفيرانو ښودنه کوي. کلتوري راکړه ورکړه د هېوادونو اوسېدونکو ته دا توان ورکوي چې د کلتوري استازو د تبادلې نه په استفادې د يو او بل نظريات ښه درک کړي. د کلتوري استازو د لېږلو ډيپلوماتيکه موخه دا وي، چې د هېواد کلتوري لوړوالى څرګند کړي او که شونې وي، د کوربه هېواد عامه افکار د خپل ځان په ګټه تر اغېز لاندې راولي. که يو هېواد وکولاى شي بل هېواد تر خپل کلتوري اغېز لاندې روالي او خپل کلتوري ميراث د نړۍ نورو برخو ته ولېږدوي، کولاى شي په دغو برخو کې د ځان په ملاتړ يوه قوي اډه جوړه کړي او په ګڼو چارو کې ترې کار واخلي. د کلتوري لوړوالي ښودنه، ډېرى وخت د نظامي ځواک تر ښودنې ځواکمن وي.

ناپليون د کلتوري غلبې اهميت درک کړى و. په دې باب ناپليون ويلي و:((زه مجبور شوم چې اروپا په توره فتحه کړم، څوک چې وروسته راځي هغه به يې په معنوياتو فتحه کوي. ځکه روحيات تل پر تورې برلاسي دي)). کلتوري امپرياليزم په حقيقت کې يوه هڅه ده څو د خلکو ذهنونه فتحه او کنټرول کړي، يا داسې يوه وسيله ده چې د ملتونو تر منځ د ځواک اړيکه بدلوي.

 اوس دا يو منل شوى حقيقت دى چې کلتوري تړاونه کولاى شي دوه ولسونه په بنسټيز ډول سره نژدې کړي. د دې لپاره ولسونه بوخت دي چې يو له بل سره کلتوري تماسونه ټينګ کړي. دوى د کلتوري تبادلې پروګرامونه ترتيبوي او په نورو هېوادونو کې دايمي کلتوري مرکزونه جوړوي. دغه کلتوري مرکزونه اوس د ډيپلوماسۍ مؤثرې آلې دي. مثلاً په پاکستان کې د ايران کلتوري مرکزونه او افغانستان ته د خپل کلتور لېږد.

ډيپلوماسي او ايډيالوژي

د دويمې نړيوالې جګړې له پاى سره سم، په نړۍ کې دوه زبرځواک هېوادونه پاتې شول، چې هر يوه يې خپله خپله ايډيالوژي لرله. له دې وروسته نړۍ په دوو ايډيالوژيکي متضادو بلاکونو ووېشل شوه، چې د کمونيست بلاک مشري د پخواني شوروي اتحاد او د پانګه وال بلاک مشري د امريکا د متحده يالتونو پرغاړه وه. که څه هم دې مشرۍ کومه رسمي بڼه نه لرله، ولې دا دوه هېوادونه د نورو په پرتله ځواکمن وو، نو ځکه د وارسا تړون سرلارى شوروي اتحاد او د ناټو تړون مخکښ د امريکا متحده ايالتونه ګڼل کېدل. دغه مهال ايډيالوژيکي ټکر تود و. کمونيستو هېوادونو د شوروي او پانګه والو هېوادونو د امريکا لورى نيولى وو. دغه وخت په نړۍ کې يو بل په اصطلاح تش په نامه خوځښت هم موجود و، چې د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ يې باله. د دې غورځنګ هېوادونو پرېکړه کړې وه، چې د هېڅ يوه بلاک په پلوۍ به په هېڅ نظامي تړون کې ګډون نه کوي. دغه وخت د نړۍ د ډېرى هېوادونو ډيپلوماسي د اړوندو هېوادونو د ايډيالوژيو پر مدار څرخېده.

ايډيالوژي له اږدوې زمانې راهيسې د نړيوال سياست په قالب کولو کې عمده فکتور ګڼل کېږي. د ايډيالوژۍ نهايي اهميت په دې کې دى چې کولاى شي خلک په خوځښت راولي او ټولنه جوړه او يا له منځه يوسي. د ايډيالوژۍ دا ځواک په نوې نړۍ کې-لکه مخکې مو چې يادونه وکړه- ښه څرګند دى.

ايډيالوژيک هېوادونه يا تړونونه (ناټو او وارسا د سړې جګړې پرمهال) تل په دې هڅه کې وي، چې نور هېوادونه خپلې ايډيالوژۍ ته مايل کړي، يا لږ تر لږه د مخالفې ايډيالوژۍ له اغېزې خو يې خوندي وساتي. يا په بل عبارت، د ايډيالوژيکې ډيپلوماسۍ موخه همدا ده، چې د امکان تر بريده هېوادونه خپلې ايډيالوژۍ ته وروبولي، که دا شونې نه وي، نو هڅه کوي چې دغه هېوادونه بې لوري وساتل شي، څو مخالفې ايډيالوژۍ سره يو لاس نه شي.

د ايډيالوژيکې ډيپلوماسۍ بله عمده موخه دا ده، چې يو ځانګړى سياسي، اقتصادي او ټولنيز سيستم په بل دولت کې تل پاتې کړي، څو هڅه وشي دغه سيستم په نورو هېوادونو کې هم خپور شي او همدارنګه د نړۍ په نورو برخو کې د حريف ټولنيز او سياسي سيستم د خپرېدو پر وړاندې خنډونه منځ ته راشي. ايډيالوژيکي مبارزه په مختلفو ډولونو دود ده، لکه د هېواد استازي هڅه کوي چې خپله ايډيالوژي خپره کړي او خلک خپلې ځانګړې مذهبي، کلتوري او سياسي ګروهې کې شامل کړي. ايډيالوژيک دولت هڅه کوي، چې دغه موخې د خپلې ايډيالوژۍ په ستايلو او ښکلى ښکاره کولو او د حريفې ايډيالوژۍ په بدنامولو سره ترلاسه کړي؛ د دې لپاره دولت کلتوري ماموريتونه استوي، څو په نورو هېوادونو کې خلک د خپل کلتور او ايډيالوژۍ تر اغېزې لاندې راولي. دا موخې د اړتيا پرمهال د نورو ډيپلوماتيکي اقداماتو په ترسره کولو، لکه د اقتصادي بنديزونو ګواښ او داسې نورو په واسطه هم ترلاسه کېداى شي. يو ټکى د يادونې وړ دى، چې د سړې جګړې پرمهال د شوروي ايډيالوژيک هېواد استازي به ډېرى نړيوالو غونډو کې د خپلې ايډيالوژۍ د خپرولو په موخه ګډون کاوه، څو له لوېديزې نړۍ سره په رقابت کې ډېر پلويان ولري.

نور بیا...