ژباړه او لنډيز: ذاکر جلالي
په اوسنۍ نړۍ کې هېڅ هېواد په بشپړ ګوښه توب (انزوا) کې نه شي پاتېداى. ټول ملتونه له يوه او بل سره اړيکې لري، له دې امله د بهرنۍ پاليسي لرل اړين دي. حتى که يو هېواد غواړي، چې په نسبتاً ګوښه توب کې پاتې شي، لکه د امريکا متحده ايالتونه د نولسمې پېړۍ پرمهال، همدا د ګوښه توب سياست به يې بهرنۍ پاليسي وي.
بهرنۍ پاليسي په مختلفو ډولونو سره تعريف شوې ده. د ځينو له نظره، د يو دولت بهرنۍ پاليسي د هغه دولت د ګټو څرګندونه ده. ځينې بهرنۍ پاليسي داسې تعريفوي:((د پوهې او تجربې پر بنست، يو پراخ پلان، چې د هغې له مخې يو حکومت له پاتې نړۍ سره اړيکې پالي. د دې پلان موخه د ملت د ملي ګټو پراختيا او خونديتوب دى)).
اېف.اېچ.هارتمن ليکي:((يو دولت تل له دې پوښتنې سره مخامخېږي، چې څه شى ښايي ملي موخې وګڼل شي؟ د دې پوښتنې ځواب بهرنۍ پاليسي ګڼل کېږي)). د يوې په زړه پورې بهرنۍ پاليسي جوړول او په مناسب ډول عملي کول يې، په زياته کچه ځواک پورې اړه لري. او دا هم يو حقيقت دى، چې ملي ځواک د ټولو دولتونو لپاره محدود دى، که واړه او يا هم ستر دولتونه وي. په پايله کې رياليستک بهرنى سياست جوړول، د ريزرف ځواک او نورو شته سرچينو ارزونې پورې اړه لري.
ډوچسيک بهرنۍ پاليسي پر دوه ډولو وېشي:
١-د خپل او ائتلافي دولت د ځواکونو په پام کې نيولو سره د موخو ټاکنه او د شته ځواک په واسطه د دغو موخو تعقيب؛
٢-د دښمنو، بې لوريو او دوستو ملتونو د موخو ارزونه او د هغوى د حقيقي او پټو ځواکونه ارزونه.
په دغو بهيرونو کې کوچنۍ غلطۍ ښايي سترې غميزې رامنځ ته کړي. د نورو د ځواکونو ناسم اټکل ښايي دولت له سترو ننګونو سره مخامخ کړي. ډيپلوماتيک استازي کولاى شي د نورو ملتونو قوت، ضعف او هيلې د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ تشخيص کړي. د دغو معلوماتو له سمې ارزونې وروسته، ډيپلوماتان د بهرنيو چارو وزارت ته راپور ورکوي، څو هغوى د دغو معلوماتو پر بنسټ يوه مؤثره بهرنۍ پاليسي جوړه کړي. ځکه د يو ملت د بهرنۍ پاليسي په جوړولو کې ډيپلوماسي ډېر مهم رول لوبوي.
بهرنۍ پاليسي د کړنو هغه کړنلاره ده، چې يو حکومت يې د نورو حکومتونو په وړاندې خپلوي. بهرنۍ پاليسي د يو دولت د بهرنيو اړيکو، موخو او ګټو ټولګه ده. د بهرنۍ پاليسي جوړول ښايي د يو دولت لپاره تر ټولو ستر سياسي کار وي. د دې په ترتيب کې غلطۍ کولاى شي دولت له جدي غبرګونونو سره مخامخ کړي. د دې د اهميت له امله د بهرنۍ پاليسۍ جوړول تل د دولت د رئيس ځانګړى امتياز پاتې شوى دى.
ډېرى وخت د اکثرو خلکو په وړاندې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي يو ډول برېښي. که څه هم د دوى ترمنځ ډېر نژدې تړاو شته، ولې بيا هم بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي يو شان نه دي او له يو بل سره پرېکنده توپيرونه لري. جي.آرچاليډز دا توپير په څو ټکو کې بيان کړى دى. دى وايي:(( د يو دولت بهرنۍ پاليسي د هغه دولت د بهرنيو اړيکو اصلي جوهر بلل کېږي)). د ډيپلوماسي په باب زياتوي:(( ډيپلوماسي هغه بهير دى، چې د هغې په واسطه پاليسي ترسره کېږي)). يا په بل عبارت، ډيپلوماسي د بهرنۍ پاليسۍ د اجرا کولو لپاره اشخاص او دستګاه برابروي. بنا پردې، بهرنۍ پاليسي اصل جوهر دى او ډيپلوماسي يې ميتود او لار ده. د ډيپلوماسۍ نوموتى ليکوال او په خپله ډيپلومات، هارولډ نيکلسن، دې فرق ته لا ډېره پاملرنه کړې ده. دى په خپلې په زړه پورې څېړنې ((د ويانا کنګره)) کې ليکي:(( ډيپلوماسي او بهرنۍ پاليسي دواړه، ملي ګټو پورې اړه لري. بهرنۍ پاليسي پر ملي غوښتنو باندې متکي ده... په داسې حال کې چې ډيپلوماسي موخه نه ده، بلکې وسيله ده، مقصد نه، ميتود دى)).
د بهرنۍ پاليسي موخه د يو ملت د ملي ګټو خونديتوب او پراختيا ده. د ډيپلوماسۍ لومړنۍ دنده هم د ملي ګټو زياتوالى او خونديتوب دى. ځکه داسې برېښي چې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي، دواړه په ښکاره يو ډول دندې لري، ولې د دوى ترمنځ يو شمېر بنسټيز اختلافات هم شته. په دې ګڼ ملتيزې نړۍ کې، د دې لپاره چې ملي ګټې زياتې او خوندي شي، هر دولت د نورو دولتونو په وړاندې ځانګړې سلوک او کړنلاره ټاکي. دغه سلوک يا چلند، د يو ملت د بهرنۍ پاليسۍ د بنسټ ډبره ګڼل کېږي. کله چې دغه کړنلاره جوړه شوه او بهرنۍ پاليسي مځ ته راغله، دلته د ډيپلومات رول مطرح کېږي، چې په خپلو فعاليتونو سره پرېکړې پلې کړي. بنا پردې، که د بهرنۍ پاليسۍ لومړنۍ دنده دا وي، چې د بهرنيو اړيکو په باب پرېکړه وکړي، د ډيپلوماسۍ لومړنۍ دنده دا ده، چې دغه پرېکړې په مناسب او مؤثر ډول ترسره کړي. که څه هم، ستراسز هوپ او پوسوني، وايي چې بهرنۍ پاليسي د تصميم او عمل په دوو پراخو ګټګوريو وېشل کېږي. يا په بل عبارت دوى په دې اند دي، چې د بهرنيو اړيکو په باب د پاليسۍ جوړول او د هغې عملي کول، دواړه د بهرنۍ پاليسي په ګټګورۍ کې راځي. د دوى له نظره، ډيپلوماسي د بهرنۍ پاليسي جوړونکې برخه ده.
په حقيقت کې ډيپلوماسي له بهرنۍ پاليسي سره نژدې تړلې ده. ليکن، بهرنۍ پاليسي تر ډېره بريده له پرېکړو سره تړاو لري او ډيپلوماسي د هغو له پلي کولو سره تړلې ده. که څه هم ډيپلوماسي د پهرنۍ پاليسي په جوړولو کې هم مرسته کوي. دا ډيپلوماتان دي، چې د نورو دولتونو د چلند، ځواک، کمزوريو او هيلو په باب معلومات استوي، چې د دغو معلوماتو پر بنسټ پاليسي جوړونکي د هېواد بهرنۍ پاليسي جوړوي. –په دې باب به ډېر ژر انشاءالله د ډيپلومات د دندو په بحث کې بشپړ معلومات ولولئ- کله چې ډيپلوماتان له بهرنيو هېوادونو خپل متبوع دولت ته معلومات استوي، د کوربه دولتونو په باب د بهرنۍ پاليسي جوړونکو ته خپلې شننې هم استوي، چې دغه مواد د بهرنۍ پاليسي په جوړولو کې مهمه ونډه لري. په پاى کې ويلى شو، چې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي دومره سره نژدې اړيکې لري، چې د يوه په نه شتونه کې بل هېڅ نه شي کولاى؛ خو بيا هم دا دواړه بېل ګڼل کېږي.