ملا عبد السلام ضعیف، حکمت کرزی ژباړن: استاد رفیع الله نبیل د2009 ز په ډسمبر کې ولسمشر باراک اوباما افغانستان ته نور 30,000 سرتیري واستول او موخه يې دا وه ، چې په افغانستان کې دهغه تاوتریخوالي مخه ونیسي ،چې دهرې ورځې په تیرېدو ډيرېده ، خو له دې هرڅه سره دامریکا دنظامي او ډیپلوماتیکو هڅو اغیز تت دی ، په اسانۍ سره ویلای شو ،چې دیوې لسیزې په دې اوږده جګړه کې 2010 ز تر ټولو خونړې و . |
||
د نړیوالې ټولنې د نوو هڅو په ځواب کې طالبانو دومره وویل: دا ددوی خپلې هڅې دي، په سړه سینه یې یرغلونه پیل کړل او لوړپوړي دولتي چارواکې یې په نښه کړل. ددوی کړنو پروضعیت ښکاره سیوری غوړولې دی. د افغان تاریخ پاڼې په تېريو درېو لسیزيو کې له تاوتریخوالي پرته پر بل څه ندي توري شوي. ښارونو د کنډوالو بڼه خپله کړې ، مختلفو ګوندونو بې شمېره ظلمونه،پساتونه وکړل- ډېره بونګونکې یې داده- چې نسلونه په دې تاوترخوالي کې ورک شول. رښتیا، افغانان نور ستړي شوي، دوی یوازې داسې یو هېواد غواړي ،چې بچیان وکولای شي ښوونځیو ته ولاړ شي او عادي ژوند ولري د روغي جوړي پروسه د افغانانو یوه له مهمو غوښتنو څخه ده او ډېر ورته هیله مند دي، دوی به تاته ووایې، یوازینۍ لاره چې دغې خونړۍ جګړې ته د پای ټکې ږدي له طالبانو سره سیاسی جوړجاړی دې. هو، یو څو خولې داسې هم شته چې وایي د وینو ویالې دې تر هغې همداسې روان وي چې ترڅو طالبانو ماته نه وي خوړلې. خو ددوی استدلال له هغه چې په ریښتني ډګر کې دي په بله روان دي. اوس داسې نښې لیدل کیږي ،چې طالبان هم غواړي داسې یو بحث ته ننوځي چې له مخي یې روغې جوړې ته لاره هواره شي . له دې لوري، افغان حکومت خو یو ګام پورته کړ،دسولې ۷۰- کسیزه عالي شوری یې جوړه کړه. د سولې عالي شوری مخکښه اداره ده چې دهمغږۍ، روغې جوړې لپاره هلې ځلې کوي. ددوي موخه له طالبانو سره خبرې اترې او په دې پروسه کې راښکیلول دي. ددې تر څنګ، هغه څه چې کلکه اړتیا ورته لیدل کېږی هغه دطالبانو لپاره داسې یو (ادرس ) دی ، چې ددوی استازیتوب وکړي او په څرګنده توګه مخامخ خبرو ته لار پرانیزي . دادرس خبره کېدای شي بحث پر ډیالوګ واړوي او بیا یې دخبرو اترو پړاو ته ورننباسي . ولې ادرس؟ له بهره، د نړیوالې ټولنې له لوري د هڅو همغږي او منظمول د افغان حکومت لپاره ستره ننګونه ده.حکومتونو، سترو نړیوالو ټولنو تل د خپلو ګټو لپاره کار کړي، ددې پرځاي چې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي دخپلو تګلارو او غوښتنو په لټه کې وي. د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قومندان جنرال ډیويډ پیټریوس د سیاسي پروسې په اړه د نړیوالې ټولنۍ دریځ " د روغې جوړي سیاحت " وباله- په نامستقیمه توګه د ډګر پیاوړي لوبغاړي له طالبانو سره د اړیکو پر ټینګولو بوخت دي. چې ټوله پروسه او لوبغاړي يې راڼه نه دي .چې حالت يې له بدو بدتر کړې، ډېرې هیوادونه د پروسي په پیچلتیا او د ښکیلولوبغاړو په اړه مالومات نلري، ځکه خو ددوي کړنې ناسمه دي اواغیزمنې هغه نه دي. ښه بیلګه یې په کابل کې له یو هټیوال سره په لوړه کچه خبرې اترې وې چې ځان ورته د طالبانو په لیکو کې دویم کس ور پيژندلي و. د طالبانو لپاره د ادرس د پیدا کولو مهمه ګټه داده ،چې ښایې له مخي به یې د روغې جوړې پیل شوې هڅې په یوه چوکاټ کې سره راغونډې کړي اوس ډېر لوبغاړي د منځګړي رول د لوبولو په اړه سره په ضد دي، ددې هڅو یوځاي کول ښایې د پروسي بریالتوب کې ډېره مرسته وکړي. دویم، په دي پروسه کې به د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه د طالبانو دریځ هم څرګند شی. د طالبانو د دریځ په اړه بلا ډېر ګونګسي شته، خو سپینه خبره داده چې هېڅوک سم وړاندیز نه لري.هر وخت د طالبانو عمده غوښتنه د بهرنیو ځواکونه وتل دي. خو د بشر د حقونو، زده کړو او نورو مهمو مسائلو په اړه دوی څه فکر کوي؟ ستونزمنه ده، دوی د کوم ډول افغانستان هیله لري چې دخپلې استوګنې لپاره يې غواړي ؟ دریم. مهمه خبره د لویدیز اړتیا ده چې پردې پوه شي، په افغانستان کې مختلفي ډلي ټپلی د تاوتریخوالي په پیښو کې لاس لري – د ورځي په پای کې دهرې پېښې په اړه طالب پړ وبلل شي او مسوولیت ېې ددوی پر اوږو وربارشي دا هم د یادونې وړ ده، دلته لوبغاړي شته چې لدې غبرګون ګټه پورته کوي، د طالبانو هویت د خپلو سیاسي موخوتر لاسه کولو لپاره ناسم کاروي. د طالبانو ریښتني استازیتوب، د طالبانو له لوري کېدای شي او دې ناسم پوهاوي ته نور دپای ټکی کېږدي . څلورم، داسې اټکل دی ،چې دافغانستان په سویل کې 35% ښوونځي تړل شوې دي. د روغتیایې مرکزونو حالت لدې ډېر د زړه سوي وړ دی. منظمې هڅې اوله طالبانو سره د مشوري پر بنسټ کولای شي دغه ټولې ستونزې هواري کړي، پردې سربېره بشري مرستې به هغو خلکو ته ژر ورسېږي ،چې سملاسي اړتیا ورته لري. وروستۍ خبره، که چېري طالبانو ادرس پیدا کړ او نړیوالې ټولنۍ ورسره په سمه توګه چلند وکړ، افغان حکومت او نړیواله ټولنه کولاي شي دوی د ځینو خوځښتونو مسؤل وګڼی او له دوی د سپیناوي غوښتنه وکړي. اوس، دا ادرس باید کوم ځاي وي؟ د ځینو هیوادونو نومونه زمزمه شوي، خو په دي پړاو کې ښه به دا وي چې طالبان پریکړه وکړي. افغان حکومت او نړیواله ټولنه د ښه نیت له امله دا واګې باید دوی ته وسپاري، دادې په زبات ورسوي چې دوي په ریښتنی توګه سیاسي پروسي ته ژمن دي. 2011ز د افغانستان لپاره له ستونزو ډک کال دی. تېر لس کاله چې دغه جګړه پر کومې بڼې ترسره شوه نه کامیابه وه او نه به کامیابه شي . نړیواله ټولنه کولاي شي اوسنۍ تګلار همداسې پلې کړي ، چې پایله به يې دنورو بې ګناه انسانانو وژل او تاوتریخوالي داسې ډېر شي ،چې مهارول به يې اسانه خبره نه وي دوي دا هم کولای شي چې منطقی په عقل پوره پروسه رامنځ ته کړي، د طالبانو د مشروعیت ملاتړ وکړي. طبیعی ده، افغانانو پوهېږي چې دوي کومه لار غوره کوي. له الجزیره ویب پاڼې نه په مننه .
|