لیکوال: ذاکر جلالي
د شملې پېړۍ د دویمې نیمایي دویمه لسیزه، په افغانستان کې، په تېره کابل پوهنتون کې د سیاسي-ایډیالوژیک کشمکش او اخ وډب وخت و. دا هغه وخت و، چې د ګڼو نورو ایډیالوژيکي او نشنلسټي ګوندونو او ډلو سره دوه عمده او د پام وړ ایډیالوژیو ټکر وکړ؛ لومړی د مصر د اخوان المسلمون له فکر نه اغېزمن محصلین، چې د «جوانان مسلمان» په نامه یې په پوهنتوني لاریونونو کې برخه اخیسته؛ دویمه ډله کمونیستان وو، چې د مارکس او لېنن له کمونیستي افکارو څخه اغېزمن شوي وو.
پورتني دوه فکرونه، په بشپړ ډول یو د بل پر ضد وو. که ووایو، چې د ډیموکراسۍ د لسیزې پرمهال اصلي اخ وډب هم د همدو ترمنځ و، مبالغه به نه وي. د کمونیستانو د نفوذ لامونه ډېر دي، عمده یې د وخت د حکومتونو بې تفاوتي او د وخت د شوروي اتحاد له لورې ددوی ملاتړ و. د اخوان د فکر د نفوذ دلیل ښایي روښانه وي او هغه دا، چې د افغانستان د نفوس نهه نوي سلنه ملتزم مسلمانان دي او د همدغو مسلمانانو بچیان وو، چې په پوهنتون کې په زده کړه بوخت وو؛ دوی هېڅکله د اسلام ضد افکارو پر وړاندې بې تفاوته نه شوای پاتې کېدای.
د یاد دلیل پر بنسټ د افغانستان د شلمې پېړۍ جهاد یو ایډیالوژیک جنګ وو. په دې معنا، چې د دواړو لوریو پلویانو خپلې خپلې ایډیالوژۍ لرلې. داسمه ده چې دا دواړه ایډیالوژۍ وې، آیا دواړه برابرې ګڼلی شو؟! نه، هېڅکله نه! کمونیزم یوه داسې ایډیالوژي وه، چې مذهب یې د ملتونو اپیم باله؛ له دې سره سره که د کمونیزم د فکر ټول اصول وڅېړو نو تر ډېره بریده زموږ د ټولنې له کلتور او دودونو سره په ټکر کې و، که یې سپینه ووایو، نه یواځې له کلتور او دودونو، بلکې د بشر له فطرت سره مخالف و. چې په یوه جمله کې یې رالنډه کړو، مارکس مذهب اپیم باله او د افغانستان د نفوس سلو کې سل د مذهب پیروان وو. آیاد له داسې یو فکر سره د داسې یو ملت رغېدل شونې وو؟!!
ددې په مقابل کې، د «جوانان مسلمان» غورځنګ و، چې د اخوان المسلمین د فکر پلویان وو. د «جوانان مسلمان» غورځنګ پورته کېدو ته که ځیر شو، راته جوته به شي چې ددې غورځنګ منځته راتک د وخت د هغو شرایطو پر وړاندې طبیعي غبرګون و. ځکه، هېڅ مسلمان ځوان د کمونیستانو په واسطه د خپل دین او ګروهې توهین او سپکاوی نه شو زغملی. ددې اور لومړنۍ بڅرکی کمونیستانو ولګاوه. دا دوی وو چې د خدای له شتون نه یې سترګې پټې کړې، د روژې په میاشت کې د کابل پوهنتون کې آزادانه خوراک کاوه او تر تولو بده یې لا دا، چې دوی قرانکریم ته هم سپکاوی وکړ. دا او ځینې نور هغه لاملونه وو چې مسلمان ځوانان یې وهڅول څو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غبرګون وښیي.
د پوهنتوني اخ وډب خبره وروسته جبهه یي جګړو ته ورسېده، د کمونیستانو د ملاتړ لپاره شوروي را ودانګل ، ملي مقاومت پیل شو او په پایله کې روسان مات او مجاهدین برلاسي شول. له بریا وروسته، مجاهدینو هم ډېرې تېروتنې وکړې، د واک پر سر جګړې او د واک لپاره ورور وژنه یې څرګندې بېلګې دي.
له پورتنۍ اوږدې سریزې څخه مې موخه دا ده، چې دا خو څرګنده ده چې دواړو لوریو تېروتنې کړي دي، پوښتنه دا ده چې آیا دا دواړه تېروتنې سره برابرې دي؟! کمونیزم افغانستان ته یوه وارداتي ایډیالوژي وه، آیا د اخوان فکر ته وارداتي ویلی شو؟! افغانستان ته د کمونیزم د فکر لېږدول ددې اوږدې غمیزې آر لامل دی، آیا د اخوان فکر هم په دې غمیزه کې خپله برخه لري؟! دا او ځینې نورې پوښتنې ښایي په ډېره سړه سینه او ځواکمن منطقي استدلال سره ځواب شي.
لومړی دا چې په افغانستان کې د کمونیستانو او اخوانیانو تېروتنې په هېڅ ډول اصلاْ پرتله کېدای نه شي، ځکه کمونیستانو نه یواځې د اخوانیانو پر وژنو او کړولو هیله ونه کړه، بلکې د دوی له ایډیالوژیکي ملګرتیا پرته څوک ترې آرام پاتې نه شول. د دوی له فکر سره مخالفت هم جرم بلل کېده، جسدي تصفیه کمونیستانو لپاره هدف ته د رسېدو په لور مشروع لار وه. د مرحوم داود خان د نظام راپرځول او پر ځای یې د ګوتو په شمار کسانو ایډیالوژي واکمنول په خپل ذات کې یو جرم و. ډله ییزې وژنې، ورانۍ او استبداد بیا د همدې لړۍ نورې کړۍ وې.
د کمونیزم فکر د ۱۰۰٪ افغانانو له فکر سره په څرګند ټکر کې وو. افغانان سخت مذهبي خلک دي او کمونیزم مذهب د ملتونو اپیم باله. پرداسې یو ملت ددې ډول آیډیالوژۍ تپل بل جرم و. دا سمه ده چې د اخوان فکر افغانستان ته د ځینو محصلینو په واسطه ولېږدول شو، ددې فکر تیوریسن امام حسن البنا و؛ ولې که د افغانانو اسلام ته شدید میلان په پام کې ونیسو، نه یواځې دا، چې دا فکر د ولس له افکارو سره په ټکر کې نه و، بلکې لا یې له ولس سره همغږي لرله. ددې فکر ریښه او اصل چې د اسلام دین دی سلګونه کلونه وړاندې افغانستان ته راغلی و. دې فکر یواځې د اسلام د سم پوهاوي مفهوم افغانستان ته ولېږداوه او بنا پردې، دا فکر په افغانستان کې د وارداتي افکارو په کتار کې نه شو درولی. که څوک یې دروي، هغه بیا اسلام هم وارداتي فکر بولي چې د افغانانو په خټه کې اخښل شوی دی.
د افغان ولس په غمیزه کې د اخوان فکر هم یو مطرح لوری و. خو دا مو مخکې خلاصه کړه چې دا کمونیستان وو چې څوک یې په خپل کور کې هم په آرام نه پرېښود. اخوانیان تدافعي حالت کې وو، که دا دفاع نه وای شوې، نه به مو کلتور او نه هم دین په امن پاتې وو. نن به د افغان د نامه وروستاړی «اوف» و. د غمیزې لامل کمونیستي فکر او کمونیستان وو. د دې غمیزې په پراختیا کې د اخوان د فکر ونډه نه وه، بلکې د هغو څرګنده ونډه وه چې ځانونه یې اخوانیان بلل او که د هغوی تېروتنې هم د کمونیستانو له غلطیو سره پرتله کړو، په اوړو کې به د مالګې په کچه وي. داسې ویل کېدای شي، چې د غمیزې یو لامل دا هم و، چې اخواني مشرانو د اخوان اصلي فکر ته شا کړه او واک تر لاسه کولو ته یې کار ووایه. په دې خبره ښایي په ډېر جرأت سره اعتراف وکړو، چې د اخوان فکر نه، بلکې اخوان پورې تړلي مشران په دې غمیزه کې لتاړ دي او د کمونیزم هم فکر او هم پلویان په دې غمیزه کې ځانګړې ونډه لري. پورته وویل شول چې کمونیزم ولې د غمیزې لامل و.
له بده مرغه نن یو شمېر نا خبره یا عقده من لیکوالان کله چې ددې غمیزې د مجریانو په اړه څه لیکي نو د پورته سرلیک په څېر «خلقیان، پرچمیان، اخوانیان او ...» لیکي. دوی داسې انځوروي چې ګوندې د اخوان فکر پورې د تړلو مشرانو تېروتنه د کمونیستانو (خلقیان او پرچمیانو) سره برابره ده یا دا چې د اخوان د فکر لېږد هم د کمونیزم سره برابر بولي او دواړه په برابر ډول پردۍ ایډیالوژۍ ګڼي. که د لیکوال موخه داسې نه وي هم له سرلیک څخه همداسې فهم اخیستل کېږي. دا یو حقیقت دی، چې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د کمونیزم فکر له ماتې سره مخ شو، ولې په افغانستان کې په اخواني مشرانو د دوی د پرونیو پلویانو له لورې عمده تور دا هم دی چې دوی خپل اصلي مسیر (فکر) پرېښود، همدا لامل دی چې دوی نن له پروني ملاتړه برخمن نه دي. لنډه یې دا، چې په افغانستان کې د مجاهدینو د مشرانو تېروتنې د کمونیستانو له جرمونو سره پرتله کېږي نه او بل دا چې د کمونیزم د فکر لېږدول دا په خپل ذات کې یو جرم و چې ترسره شو او د اخوان فکر نه، بلکې مشران له ماتې سره مخ شول.