لیکوال: ذاکر جلالي

د افغانستان د وروستیو درې لسیزو تاریخ د اسلامي نهضت له نامه سره تړلی دی. نه یواځې د افغانستان، بلکې د نړۍ پر سیاست د افغانستان د اسلامي نهضت له اغېزې سترګې نه شو پټولای. دا یوه ولولیزه دعوی نه ده. که په افغانستان کې د اسلامي نهضت بنسټ نه وای ایښودل شوی، دا شونی وه چې سړه جګړه دې پای ته رسېدلې وای؟! که د هماغو څو شازلمیانو وسپنیزې ارادې نه وې، ښایي نړۍ به لاهم د کمونیزم د ایډیالوژۍ له واکمنۍ کړېدله! نن ددغو شازلمیانو نومونه زموږ په ولس کې ژوندي دي او د قدر په سترګه ورته کتل کېږي، د آزادۍ اتلان ګڼل کېږي. که نړۍ په تېره لوېدیزوال نیاومن وای ښايي د هماغو شازلمیانو ویاړلو نومونو ته د احترام سر ټيټ کاندي، ځکه همدوی وو چې دوی (لوېدیزوال) یې هم له یوه ستر دښمنه وژغورل. لکه څرنګه چې مې مخکې وویل زموږ په ولس کې ددوی نومونه ژوندي دي، آیا یواځې دا  بسیا ده چې نومونه دې ژوندي وي؟! یواځې پردې ددوی حق ادا کېدای شي؟!

د افغانستان د اسلامي نهضت د تأسیس په اړه دوه نظرونه شته دي. یو دا چې ددې نهضت بنسټ د شاه محمود خان د نسبي ډیموکراسۍ پرمهال ایښودل شوی. په داسې حال کې چې ځینې یې د تأسیس نېټه د اساسي قانون یا د ډیموکراسۍ لسیزه ګڼي. په هر صورت دا جوته ده چې د ډیموکراسۍ د لسیزې د څه نا څه خلاصې فضا نه په استفادې د نهضت فعالیتونه څرګند شول. د ډیموکراسۍ د لسیزې پرمهال کابل پوهنتون د ایډیالوژیکي نښتو مرکز و. له بده مرغه چې پردې مهال ځینې داسې ګوندونه هم منځ ته راغلل چې په بشپړ ډول د افغاني ټولنې له دیني او کلتوري ارزښتونو سره په تکر کې وو. د وخت بې کفایته حکومتونو ددوی د فعالیتونو پر وړاندې هېڅ ونه کړل. دې تشې ته په پام سره د کابل پوهنتون یو شمېر استاذان او اسلام ته ژمن محصلین د اسلامي نهضت یا "جونان مسلمان" تر نامه لاندې سره راټول شول. له دې امله چې دوی د مصر د اخوان المسلمین له نړیوال فکر څخه اغېزمن شوي وو، په ټولنه کې د اخوانیانو په نامه هم وپېژندل شول. دوی په پوهنتون کې دننه د اسلام ضد کړیو په وړاندې ودرېدل او د ژوند تر وروستیو شېبو په ډېر شهامت سره د وینو پر کړي تړون ژمن پاتې شول او په دې لار کې یې بې سارې تنکۍ ځوانۍ قرباني کړې. نورو ډلو په حکومت کې دننه او حتی له هېواده بهر خواخوږي او ملاتړي لرل. په داسې حال کې چې اسلامي نهضت نه یواځې دا چې په حکومت کې یې ملاتړي نه لرل، بلکې لا ځپل کېدل.

د داود د رژیم تر وروستیو اسلامي نهضت یو پوهنتوني مبارزه پرمخ وړله. که څه هم نهضت د داود خان د رژیم په وړاندې وسله وال پاڅون وکړ، چې ښایي لامل یې دا وي چې په حکومت کې دننه کېڼ اړخو کړیو دوی په ارام پرې نه ښودل او دې ته یې اړیستل چې وسلې ته لاس کړي. ځکه اسلامي نهضت، داود ته د یو لیک په پیل کې په ډېر څرګند ډول کښلي و چې دوی سوله ییزه مبارزه کوي او د خپرونو او تبلیغاتو له لارې به اسلام ته کار کوي.(۱) ولې له بده مرغه د حکومت لوري ددوی سوله ییزه مبارزه هم ونه زغمله او په ډېر ظلم سره یې ځینې غړي د انجنیر حبیب الرحمن په ګډون په شهادت ورسول. بنا پردې دا څرګدېږي چې نهضت څومره اړ و چې وسله پورته کړي. خو کاش چې د وسله والې مبارزې پلویانو د هغې ټولې پایلې په پام کې نیولې وې او یواځې یې پر ولولو بسیا نه وه کړې. د همدغو خامو نظرونو په پایله کې نهضت ډېرې قربانۍ ورکړې.

افسوس

د ډېر افسوس او خپګان خبره دا ده چې نن د هاغو ژمنو ځونانو له حماسو او رشادتونو کابو دوه دېرش کاله تېرېږي، خو لا هم زموږ نوی پښت د نهضت له هاغه وړ ویاړلې مبارزې او قربانۍ څخه بې خبره دی. لا هم د نهضت د تأسیس کره نېټه په لاس کې نه لرو، لا هم ځینې ځینې د نهضت پر مؤسسس نه سره جوړېږي، په داسې حال کې چې نن هغه دواړه شهیدان شوي دي. ولې له دې سره سره چې نن هغه خلک نه شته، ځینې یو او ځینې بل د نهضت بنسټګر بولي؟! ددې خبرې ګټه څه ده؟! له درې لسیزو اختلافاتو مو څه تر لاسه کړل چې لاهم پرې ولاړ یاست؟ ددغو اختلافاتو موخه څه کېدای شي؟

د جهاد له پیله راهیسې د نهضت ځینو غړو په دې اختلافاتو کې د یوه لوری وینو، ځینو د بل او ځینې ددې لپاره چې د کوم لوري ټاپه پرې ونه لګول شي ددې "غوټې" په اړه بې لوری دریځ غوره کړ. اوس چې نه دا شته او نه هغه، ښايي د اسلامي نهضت لیکولان او څېرونکي ددې مهمې موضوع ارزښت په پام کې ونیسي او په ډېر خلاص لاس او جرأت سره څېړنه وکړي، څو دغه "نا څرګند" تاریخ نور را څرګند کړي. اوس ددې وخت رسېدلی چې دوی باید په ډېره مېړانه دا کار ترسره کړي، د هېڅ لوري خوښه په پام کې ونه نیسي او د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ ونه ډار شي!!

کنه، زموږ ځوان پښت به لاهم د بې خبرۍ په دې سوزنده بیابان کې د حقیقت په لټه لالهانده وي. دویم پښت ته شاید دا کار اصلاْ شونی نه وي چې دا "پټ" حقیقت څرګند کړي. اسلامپال څېړونکي ښایي د نهضت له تاریخ سره د ځوانانو مینه په پام کې ونیسي او د "ده" او "هغه" خوښه نوره له پامه وغورځوي. کنه، اسلامپال ځوانان به د حقیقت د تندې د خړوبولو لپاره لا هم د "نبي عظیمی" "اردو و سیاست"، د "حسن شرق" "کرباس پوشها..."، د "قدوس غوربندي" "تاریخچه حزب خلق.." او د "دستګیر پنجشیري" "ظهور و زوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان" لولي. تر څو به تش ذهنه ځوان ددوی خبرې سمې نه ګڼي؟ اخر به داسې ورځ راشي چې مسلمان ځوان به دا رښتیا ګڼي! ځکه ددې په مقابل کې د یو ملت د بې سارې قربانۍ اومقاومت په اړه څه نه دي لیکل شوي. کله چې مسلمان ځوان ددغو کسانو کتابونو کې د اسلامي نهضت په اړه ناسمې څرګندونې لولي، دا ورځ لرې نه ده چې د نهضت ویاړلې مبارزه نوره ورته بې اړتیا کار یا جنون او هسې یوه جذبه ښکاره شی او بس.

ګرم څوک دی؟

که نن زموږ لیکوال او څېړونکي دا ورځ په پام کې ونه نیسي چې مسلمان ځوان به د نهضت مبارزه یوه جذبه وبولي او دوی چې له شک پرته دا صلاحیت لري چې په دې اړه څېړنه وکړي او حقیقت څرګند کړي او یواځې د ځینو "مصلحتونو" لپاره دا کار نه کوي، ښايي د قیامت په ورځ الله (ج) ترې پوښتنه وکړي چې سره له دې چې صلاحیت مو هم لاره، مبارزه مو هم ویاړلې وه، ملت هم درسره و، ولې مو بیا هم د خپلې مبارزې په اړه څو کرښې ونه کښلې؟! او ددې په وړاندې کمونیستانو لا د خپلو جنایتونو تولګه په داسې الفاظو "ښکلی" کړی چې شاید راتلونکی نسل یې بیا د حقیقت د "نا څرګندتیا " له امله ددوی "ویاړ" وبولي.

پوښتنه دا ده چې د نهضت د مؤسس پر سر ولې اختلاف دی؟ سره له دې چې هغوی اوس نه شته. په ډېر جرأت سره ښایي پر دې اعتراف وکړو چې د اسلامی نهضت د مکتب ځینو زده کوونکو چې ځانونه ددې مبارک غورځنګ میراث خواره ګڼل، د نهضت له قربانیو، آرمانونو او هیلو سره سترې نه ځوانۍ وکړې. دوی د خپلو ځانګړو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د نهضت پر تاریخ هم زړه ونه سېځه. ددې اختلاف یواځینی لامل زما په اند دا دی چې دوی یواځې ددې لپاره دا اختلاف منځ ته راوړی، څو ددوی مشرۍ ته مشروعیت وروبښل شي او بس. درېغه چې دوی د نهضت آرمان ته ژمن پاتې شوي وای، موږ به اوس هم ددوی مشرۍ ته په ډېر درنښت کتلای! کاش دوی د اسلامي نهضت تر لمر روښانه تاریخ د خپلو سیاسي لوبو په پایله کې نه وای تحریف کړی!

 نور"خنډ" نه شته!

ښایي د اسلامي نهضت د تاریخ نه لیکلو یواځینی خنډ همدا وي چې پورته مو ورته نغوته وکړه. اوس هغه خنډونه په هغه ډول نه دي پاتې چې د چا د کار په وړاندې خنډ شي. که موږ تردې دمه د اسلامپالو لیکوالو او څېړونکو عذر مانه، نور نو د منلو نه دی، ځکه اوس هغه خنډونه نور تش منځي دي. ښایي نهضت ته ژمن لیکوال اوس مټې را بډ وهي او ددې غوټې د خلاصولو هڅه وکړي. اوس هم وخت لري. لاهم زمینه مساعده ده چې باید استفاده ترې وشي او دا چانس له لاسه ورنکړي چې شاید وروستی چانس وي. که خدای مه کړه بیا هم زموږ لیکوال له دې چانسه هم بې تفاوته تېر شي، "دا" او "هغه" پلمه کړي، بیا نو داسې و ګڼئ چې راتلونکی نسل سره مو مخه ښه وکړه. راتلونکی نسل ته به بیا زموږ مبارزه یواځې جنون، جذبه او لېونتوب ښکاره شي. ځکه داسې ډېر څه لیکل شوي او لیکل کېږي چې راتلونکی پښت له نهضته زړه تورن کړي او دهغوی پر فکر یې شکمن کړي.

په دې هیله چې د اسلامي نهضت د شهیدانو په دې تلین کې زموږ لیکوال نوی هوډ وکړي او یواځې د ستونزو پر یادونه بسیا ونه کړي!!!